تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که چا سورة ياسين ووايه حاجتونه به يې پوره سي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2021
  0

که چا سورة ياسين ووايه حاجتونه به يې پوره سي 


لیکنه : مولانا محمدزکريا/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عن عطآء بن ابي رباح(رحمة الله عليه) قال بلغني ان رسول الله قال من قراَ يسين  في صدر النهار قضيت خوائجه .


ژباړه:  عطا بن ابي رباح (رحمة الله عليه)وايي چي ما ته د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)څخه يو روايت رارسېدلى دئ، چي رسول الله(صلی الله عليه وسلم)فرمايي : څوک چي د ورځي په سر کي سورة ياسين ووايي ټول حوائج به يې پوره سي.


په حديثو کي د سورة ياسين ډېرفضليتونه راغلي دي. په يوه روايت کي راغلي دي چي هر شي لره زړه سته د قران زړه سورة ياسين دئ. څوک چي سورة  ياسين ووايي د لسو قرآني ختمو ثواب الله (جل جلاله) ورکوي. په يوه روايت کي راغلي دي چي الله (جل جلاله) د مځکي او اسمان د پيدايښت زر کاله مخکي سورة ياسين او سورة طة ولوستل، کله چي ملائکو واورېدل نو وې ويل: خوشالي ده هغه امت لره چي دا سورتونه  پر نازلېږي، خوشالي ده هغه زړونو ته چي دا سورة يادوي او خوشالي ده هغه ژبو لره چي تلاوت يې کوي.

 

په يوه حديث کي راغلي دي چي څوک د الله (جل جلاله) د رضا لپاره سورة ياسين ووايي الله (جل جلاله) به يې ټوله ګناهونه وروبخښي نو تاسو پخپلو مړو پسي دا سورة واياست. په يوه روايت کي راغلي دي چي د سورت  ياسين نوم په توراة کي منعمه دئ، چي لوستونکى د دنيا او آخرت په ښېګڼو کي شاملوي د آخرت مصيبت او وېره  ليري  کوي. د دې سورت  نوم رافعه او خافضه هم دئ، يعني د مؤمنانو د مرتبو لوړونکى  او د کافرانو کښته کوونکى. په يو روايت کي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم)فرمايي:

 

زما زړه غواړي چي سورت ياسين زما د هر امتي په زړه کي وي. په يو روايت کي راغلي دي چي چا هره شپه  سورة ياسين لوستى بيا مړ سو نو  شهيد دئ. په يوه روايت کي راغلي دي چي څوک سورة ياسين وايي بخښنه به يې  وسي څوک چي وږى وي وې وايي موړ به سي د چا څخه چي لار ورکه وي، وې وايي لار به پيدا کړي د چا څخه چي حيوان ورک وي وې وايي ورک سوى حيوان به پيدا کړي،که د دې وېره وي چى خوراک به لږ سي سورة ياسين  دي ووايي خوراک به بس  سي او که يې پر داسي چا باندي ووايي چي ځکندن يې وي ځکندن به پر اسانه سي او که ښځه د اولاد د پيداکېدو په وخت کي سخته وي سورة ياسين دي ووايي اولاد به يې په اسانۍ سره پيداسي.

 

مقرى (رحمة الله عليه) فرمايي: که د پاچا يا د دښمن وېره وي نو سورة  ياسين دي ووايي وېره به يې ولاړه سي. په يوه روايت کي راغلي دي چي که چا د جمعې په ورځ سورة ياسين او سورة صافات وويل او دعايې وکړه  دُعا به يې قبوله سي. (د پورتنيو خبرو زياته  برخه د مظاهر الحق څخه را اخستل سوېده خو محدثينو په ځينو روايتو کي خبري کړي دي).


ماخذ: دقران فضایل 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته