تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اُبى د قلا فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 3, 2021
  0

 

سیرت نبوي (۲۲۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اُبى د قلا فتحه کېدل

 
اوس نو مسلمانان د نِطاة د منطقې څخه فارغه سوه (نِطاة) يې ټول ونيوى او د (شق) و منطقې ته ورغله او هلته يې د اُبى قلا محاصره کړه چي دغه قلا هم د يوې غونډۍ پر سر ده رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابودُجانه رضی الله عنه  امر کړى چي د دغه قلا د حملو او هجوم مشرتوب ستا پر غاړه دى.

 

ابودُجانه رضی الله عنه  هم په حملو شروع وکړه پرله پسې حملې کوي او يهود هم د دغو حملو جواب وايي، دغه د حملو حالت څو ورځي دوام درلودى خو په عين وخت کي مبارزه او پهلواني يعني: نفر په نفر جنګونه هم کيږي، څو يوه ورځ د يهودو د طرفه دوه پهلوانان را و وتل او د مسلمانانو د طرفه څخه يې د مبارزې دپاره نفر وغوښتى، خو دغه دواړه پهلوانان د مسلمانانو د طرفه و وژل سوه، مګر هغه دوهم پهلوان چا و وژى؟

 

د هغه وژونکى د مسلمانانو مشهور پهلوان ابودُجانه رضی الله عنه  هغه د سره دسمال خاوند ؤ، مګر ابودُجانه رضی الله عنه  د يهودو د پهلوان تر وژلو وروسته په يوه وار د قلا و دروازې ته ور وځغستل، په دغه وخت کي مسلمانان هم د ده سره په قلا ور ننوتل او هلته دننه په قلا کي ډير تريخ جنګ شروع سو خو په جنګ کي يهودو ماته وخوړل او په کراره کراره د نزار و قلا ته تښتېدل، په دغه قلا کي هم مسلمانانو ته ډير غنيمتونه په لاس ورغله، اوس نو د خيبر په اوله حصه کي دغه يوه قلا پاته ده چي د نزار قلا ورته ويل کيږي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته