تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صِدِّیق سره د رسول الله(ص) محبت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0


د صِدِّیق سره د رسول الله(ص)  محبت

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عمرو بن العاص(رض)  د رسول الله(ص)  څخه پوښتنه وکړه چي څوک ډیر درباندی ګران دی؟ رسول الله(ص)  و فرمایل: عائشه. 
پوښتنه کوونکي و ویل: په نارینه وو کي څوک؟ ویل پلار یې.


امام ترمذی د عبدالله بن عُمر(رض)  څخه روایت کوي چي رسول الله(ص)  یوه ورځ و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته و ویل: یا ابابکر! ته مي په غار کي ملګری وې او هم به مي پر حوض کوثر ملګری یې.


په هغه حدیث شریف کي چي امام بخاري یې د ابو درداء(رض)  څخه روایتوي وايي زه د رسول الله(ص)  سره ناست وم چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  راغلی پسله سلامه یې رسول الله(ص)  ته و ویل: زما او د عُمر په منځ کي بحث او نقاش ؤ خو زما تر خوله یوه داسي خبره ورته را و وتل چي ما باید هغه خبره نه وای کړې او بیا زه پر هغه خپله خبره پښېمانه وم او د ده څخه مي بخښنه وغوښته خو ده عفوه نه راته کول تر څو زه تا ته راغلم، رسول الله(ص)  درې واره ورته و ویل:

 

الله(ج)  دي عفوه درته وکړي یا ابابکر! خو هلته بیا حضرت عُمر(رض)  پر هغه خپل عمل پښېمانه سوی ؤ چي ما ولي عفوه ورته ونه کړه نو د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  کور ته پسي ورغلی هغه په کور کی نه ؤ  او بیا رسول الله(ص)  ته راغلی، رسول الله(ص)  چي حضرت عُمر(رض)  ولیدی د قهره څخه یې مبارک مخ سور واوښتی تر داسي اندازې چی ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  قهر ولیدی پر ځنګنو کښېنستی او د رسول الله(ص)  څخه یې پر عُمر(رض)  لُطف او مهرباني غوښتل او د وه واره یې و ویل:

 

والله یا رسولَ الله زه ظالم وم، رسول الله(ص)  و حضرت عُمر(رض)  ته و ویل: وَيحَکَ يا عُمر! ستا او د ابوبکر یې سره څه؟ او بیا یې دوه واره و فرمایل: الله(ج)  زه و تاسي ته راولېږلم او تاسي ویل: کَذَبتَ، خو ابوبکر و ویل: صَدَقتَ، او زما کومک یې په خپل ځان، په خپله کورنۍ او په خپل مال سره وکړی، آیا تاسي ما ته دغه زما ملګری را پرېږدی؟ 


نو تر دغي ورځي وروسته بیا هیڅکله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د مسلمانانو له طرفه نه دی آزار کړه سوی.


یوه ورځ د رسول الله(ص)  او حضرت عائشې(رض) په منځ کي کورنی اختلاف پېښ سو نو رسول الله(ص)  ورته و ویل: زما او ستا په منځ کي باید بل څوک فیصله وکړي غواړې چي د فیصلې دپاره ابوعبیده ته رجوع وکړو؟ حضرت عائشې(رض) و ویل: ابوعبیده خو ښه سړﺉ دی مګر که هغه راسي ستا پر طرف خبري کوي، رسول الله(ص)  و فرمایل: ستا و پلار ته رجوع وکړو؟ حضرت عائشې(رض) ویل هو، رسول الله(ص)  ابوبکر الصّدِّیق(رض)  را وغوښتی، هغه چی راغلی حضرت عائشې(رض) و رسول الله(ص)  ته و ویل: هغه چي پېښ سوي دي هغه ورته بیان کړه مګر رشتیا به وايې، د دغي خبري په اورېدلو سره ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پر خپله لور را واچول وهی یې او دغه ورته وايي:

 

آیا رسول الله(ص)  بېله رشتیا بل څه وايي؟ رسول الله(ص)  د دوی په منځ کي و درېدی او ویل یا ابابکر! موږ ته د وهلو دپاره نه وي راغوښتی موږ سره پرېږده، پسله هغه څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د کوره څخه و وتی رسول الله(ص)  و حضرت عائشې(رض) ته و ویل: و دي لیده څنګه ستاسي دوو په منځ کي و درېدم او څنګه مي د دغه سړي د وهلو څخه خلاصه کړې! پسله څه وخته بیا ابوبکر الصّدِّیق(رض)  راغلی وې لیده چي رسول الله(ص)  او حضرت عائشه(رض) سره خاندي نو یې ورته و ویل: ستاسي په دغه صلحه او خوشالي کي مي هم داسي در سره شریک کړی لکه څرنګه چي مو ستاسي په اختلاف کي در سره شریک کړم.


په هغه حدیث شریف کی چي امام احمد یې د ربیعه الأسلمی(رض)  څخه روایتوي ربیعه(رض)  وایي: زما او د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په منځ کي د خبرو اختلاف راغلی نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خبرو په جریان کي داسي خبره راته وکړه چي زما نه سوه خوښه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پر هغه خپله خبره پښېمانه سو چي ولي مي دغه خبره ورته وکړه نو یې راته و ویل: یا ربیعه! ما ته هم دغسي خبره وکړه چي هغه زما د خبري قصاص او بدل سي، ما ورته ویل یا هیڅکله به زه داسي خبره درته و نه کړم، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ورته ویل:

 

آیا دا ستا خوښه ده چي زه د الله(ج)  په حضور کي د دغي خبري د مسئولیته سره و درېږم؟ خو بیا هم ربیعه(رض)  دغه د ده غوښتنه و نه منل، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  بیا ورته و ویل آيا ته په دې راضي یې چي زه د الله(ج)  حضورته د دغي خبري سره ورسم؟ خو ربیعه(رض)  بیا هم د هغه ډول خبري کولو څخه انکار وکړی، نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ورته و ویل: یا به دغه خبره راته کوې یا رسول الله(ص)  ته شکایت کوم، ربیعه(رض)  وايي ما ورته و ویل زه دغه خبره نه درته کوم نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  پر طرف رهي سو او زه تر شا په پسې سوم، په دغه وخت کي زما د قبیلې خلکو را ته و ویل: الله دي پر ابوبکر ورحمیږي ستا د لاسه به و رسول الله(ص)  ته څه او د څه شي شکایت وکړي، دﺉ هغه څوک دی چي هغه څه یې درته و ویل چي ته نه وې په راضي، ما ورته و ویل: تاسي خبر یاست چي دﺉ څوک دی؟

 

دﺉ ابوبکر الصّدِّیق دی، دﺉ ثاني اثنین دی، دا د مسلمانانو سپین ږیری دی، پام کوی که یې اوس تر شا وکتل او تاسي یې ولیدلاست چي د ده پر ضد زما کومک او طرف داري کوی په قهر کیږي او رسول الله(ص)  ته به ورسي هغه(ص)  بیا د ده د قهر په سبب په قهر کیږي او الله(ج)  بیا د دوی د قهر په سبب په قهر کیږي او ربيعه به هلاک سي، ربیعه(رض)  وايي قوم راته و ویل نو ته اوس موږ په څه سره امر کوې؟ یعني موږ ستا دپاره څه کولای سو؟ ما ویل ورځی تاسي ولاړ سی، د ربیعه(رض)  قوم دﺉ پرېښاوه او رهي سوه، ربیعه(رض)  وايي:

 

ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د رسول الله(ص)  پر طرف رهي دی او زه یواځی تر شا په پسې یم، وايي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  و رسول الله(ص)  ته ورغلی او واقعه یې هغسي ورته بیان کړه څرنګه چي پېښه سوې وه، ربیعه(رض)  وايي: رسول الله(ص)  ما ته وکتل او ویل یا ربیعه! ستا او د صِدِّیق په منځ کي څه پېښه ده؟ ما ورته و ویل: هو، یا رسولَ الله قصه دغسي وه خو ده و ما ته یوه جمله و ویل چي هغه جمله زما نا خوښه وه او بیا یې را ته و ویل چي ما ته هم دغسي خبره وکړه چي دا به هغه زما د خبري بدل او قصاص سي خو ما هغه خبره نه ورته کول، رسول الله(ص)  و فرمایل: هو هغه خبره مه ورته کوه مګر ورته و وایه الله دي عفوه او بخښنه درته وکړي یا ابابکر! نو ما هم و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته دغه جمله و ویل چي الله دي مغفرت درته وکړي یا ابابکر! بیا نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مخ واړاوه او ژړل یې.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته