تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټوله ستا یو تا به ستایو
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 10, 2020
  0

ټوله ستا یو تا به ستایو

 

 

ټوله ستا یو تا به ستایو کبریا

ملامت په حکم ستا یو کبریا

 

ستا له وره مو پرېکون د هیلو نه سي

لاس مو تش دی په دعا یو کبریا

 

مجازات مو د عمل په انداز مکړه

رحم لوی ته تمنا یو کبریا

 

که مو خلاص له جهنمه څخه نکړې

په عمل ناقص پر ورا یو کبریا

 

ښه پوهېږو چی جنت دی راته جوړ کړ

موږ پخپل عمل سودا یو کبریا

 

له منزله مو قدم هونده ګوښه دی

له سمون څخه بېل پایو کبریا

 

د لندو سترګو خاطر مو ربه وکړه

پر کړ چار بد رنګ ژړا یو کبریا

 

بريالى له وعدې ماتي شرمسار وي

درته ټیټ پر خپل وینا یو کبریا

 

احمد بريالى

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته