تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولاد روزنه او اصلاح
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

د اولاد روزنه او اصلاح


ژباړه:اصیل (زارع)


 
د ماشوم  روزل د راتلونکي نسل روزل دي. که مو هغوی ته ښه روزنه ورکړل، معنی د ټولني د مضبوط او ښه کولو لپاره مو يو ډال يا سپر  جوړکړ.

 

که د ماشوم صحيح،  ديني او  اخلاقي تربيت وکړل سي،  نو کله چي لوی  سي، پر سمه لار به روان وي.که مو په ښه توګه د هغوی تربيت و نه کړ، نو د ځوانېدو وروسته د هغه څخه د ښه عمل توقع نسي کېدلای. که په ځوانی کي هم یو کس وړوکې غلطه کړنه يا بد اخلاقي وکړل نو يواځي او يواځي د هغوی مور او پلار ګرم  دي. ځکه چي د شروع څخه یې د خپلو اولادونو  ښه اصلاح نه ده کړې.

 

روزنه او تربیت پر دوه ډوله ده:

 

لومړی. ظاهري روزنه: لکه د ماشوم کالي، جامه، خوراک، څښاک، ملګري څارل  او د بلوغ څخه وروسته د هغه زياته نګراني کول دا هر څه په ظاهري روزنه کي راځي.

دوهم. باطني روزنه: د ماشوم عقيده، اخلاق او داخلي  اصلاح څارل د باطني روزني څخه عبارت ده.

 

د ماشومانو د ظاهري او باطني روزني دواړه حقونه د هغوی پر والدینو دي. د مور او پلار په زړونو کي د اولاد لپاره بې حده مينه، شفقت او احساسات وي، نو ځکه يواځي مور او پلار کولای سي خپل  اولاد ته په ښه او اسلامي طريقه سره روزنه ورکړي.

 

په قرآن کریم او احاديثو کي د اولاد د روزني لپاره واضح پوهاوی سته.

قُوْا أَنْفُسَکُمْ وَ أَهْلِيْکُمْ نَارًا وَّقُوْدُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ 

ژباړه: تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسي اور څخه بچ وساتئ، چي خاشاک یې خلک او کاڼي دي. 

 

مهرباني: د خپل اولادونو سره په مهربانۍ مخته راسی, د هغوی سره په مهربانی خبري وکړئ، ځکه که تاسو د ماشومانو سره په هرډول څيره راسئ هغوی به هم خپل ځان هغسي جوړ کړي.

 

 غلطي: که د اولاد څخه کومه غلطي وسي نو د نورو په مخ کي يې  مه ترټی او تحقيروی ، ځکه غلطي د لويانو څخه هم کيږي. خپل اولاد ته ښه په مهربانه او نرمه لهجه پوهاوی ورکړئ.

 

 وهل: د مور پلار او يا هم استاد وهل ماشوم ته جائز دي - ځيني وخت اړین ګڼل کيږي). په وهلو کي بايد افراط او تفريط ونسي. په غصه کي تر کنټرول وتل او زيات وهل ورکول او يا هم د مهربانۍ له مخي مازي د وهلو ډرامه  کول دواړه غلط کار دی. دې کړنه کي اعتدال په کار دی.

په يو حديث شريف کي راځي: رسول الله صلی الله عليه وفرمايل: خپل اولاودونو   ته پر ۷ کلنۍ  د لمونځ کولو امر وکړی او که هغوی د ۱۰  کالو سول او بيا يې هم لمونځ نه کوی نو وې وهی.(مشکوة)

 

د وهلو پر وخت مو بايد فکر وي داسي وهل چي پر بدن باندي يې نشان پاته نسي او که غوصه ياست نو بيا هم وهل مه کوی.

د الله خل جلاله د هر نعمت شکر  پر ځای کړی، د نعمتونو شکر په نعمتونو کي زیاتوب را ولي. 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته