تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: د نجاشي اسلام او د درباریانو سره جنګ
  تعليم الاسلام ويب باڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د نجاشي  اسلام او د درباریانو سره جنګ

 

هغه درباريان چي د نجاشي په مجلس کي حاضر وه او د هغو عقېده دا وه چي عيسْى په خپله الله دى هغو مخالفت ښکاره کړى، نجاشي ورته و ويل: که څه هم تاسي مخالفت کوى بيا هم والله عيسْى علیه السلام د دوى د بيان څخه يوه خاشه فرق نه لري او نه يې درلودى. 

 

نجاشي امر وکړی چي مسلمانان دي ولاړ سي په أمن او بېغمي کي دي ژوند کوي او هيڅوک به آزار نه ور رسوي او خپلو درباريانو ته يې و ويل: د دوى دوو هديې بيرته ورکړی زه و هغه ته ضرورت نه لرم، الله جل جلاله  زما څخه رشوت نه دى اخستى چي زما پاچهي يې بيرته ما ته را کړل او زه اوس په خپله پاچهي کي رشوت واخلم؟ ام سلمه رضی الله عنها  چي د دغي قصې روايت کوي وايي: بيا نو دغه دوه نفره
د نجاشي د دربار څخه په بد مخ را و وتل او هغه هديې چي دوى را وړي وې بيرته ورکول سوې او موږ د نجاشي سره په ښه همسايتوب کي وخت تېراوه.

 

اوس به اول په حبشه کي د نجاشي سره وروستني واقعات درته بيان سي او بيا به د قريشو تر ناکامه سفر وروسته په مکه مکرمه کي د قريشو نوري فيصلې او اقدامات درته بيان سي.

په دغه خبرو سره د نجاشي او د هغه د درباريانو په عقيده کي اختلاف ښکاره او پيدا سو، ځکه نجاشي عيسْى علیه السلام د الله بنده او رسول وباله او درباريانو عيسْى علیه السلام په خپله رب باله.   العياذ بالله.

 

(درباريان د قومو او قبيلو هغه مشران دي چي همېشه به د نجاشي په دربارکي حاضر وه)

 

 نو د پاچا او درباريانو د عقيدې د اختلاف په سبب په حبشه کي فتنه شروع سوه، درباريان په دې واقعه ډيرناراضه دي چي نجاشي ولي د دوى د عقيدې څخه مخالفه خبري کوي مګر نجاشي عالم ؤ، يواځي پاچا او امير نه ؤ بلکه د نصاراوو ډير لوى عالم هم ؤ، هغه په انجيل کي معلومات درلودل او هغه ته د عيسْى علیه السلام په باره کي صحي معلومات وه، نو خود د پاچا او درباريانو په منځ کي ورځ په ورځ اختلاف زياتېدى.

 

په دغه وختو کي به نجاشي د جعفر رضی الله عنه  سره ملاقاتونه کول او جعفر رضی الله عنه  به اسلام او د هغه احکام ور ښوول، څو نجاشي په پټه مسلمان سو او پر رسول اللهﷺ يې ايمان را وړى او د قرآن مجيد ليکني يې د جعفر رضی الله عنه  څخه د زده کولو دپاره اخستې.

 

په دغه موده کي د پاچا او درباريانو اختلاف نور هم شديد سو، نجاشي وليدل چي د درباريانو د اختلاف په سبب يې پاچهي ضعيفه کيږي نو يې يوه ورقه چي قرآن مجيد پرليکل سوى ؤ ترخپلو کالو لاندي پر ځيګر کښېښوول او بيا يې ټول درباريان را ټول کړه او ورته ويې ويل: تاسي ته څه پيښه ده؟ وينم مو چي په فتنه او بې اتفاقي اخته کېږى، درباريانو  و ويل: ته د عيسْى علیه السلام په باره کي داسي خبري کوې چي هغه خبري زموږ د عقيدې څخه فرق لري، نجاشي و ويل: تاسي د عيسْى علیه السلام په باره کي څه واياست؟ درباريانو  و ويل: موږ وايو: عيسْى علیه السلام د الله زوى دى (العياذ بالله) نجاشي لاس پرځيګر کښېښاوه ويل: زه پر دغه يم، مقصد يې هغه قرآن ؤ چي ده ترکالو لاندي ايښى ؤ، مګر په ظاهره هغو ته داسي ښکاره سوه چي زه ستاسي سره پر دغه خبره يم او قسم يې ياد کړی چي زه هم پر دغه يم، موضوع يو څه سړه سوه مګر بيا هم ځيني درباريان په شک او تردد کي دي او وضعه پوره نه آراميږي.

 

څو د حبشيانو يو قومي مشر د څو نفرو درباريانو سره يو ځاى سو او د لښکر د مشرانو څخه يې هم څو نفره د ځان ملګري کړه د نجاشي پر ضد يې جنګ اعلان کړى، د نجاشي لښکر پر دوې حصې و ويشل سو يوه ډله د مخالفينو وه او بله ډله د نجاشي ملګري وه، د نجاشي او مخالفينو په منځ کي جنګ شروع سو، د جنګ ميدان د يوې لويي او برداره ولې پر غاړه ؤ چي (نهر) ورته وايي او مسلمانان د دغه نهر پر هغه بله غاړه اوسېدل، جنګ يې ليدى مګر د جنګ نتيجه يا د يوه طرف کاميابي نه ورته معلومېدل، نو مسلمانانو و ويل: څوک به د جنګ خبر او نتيجه موږ ته راوړي چي څوک کاميابه کيږي او څوک ماته خوري، که نجاشي کاميابه سو موضوع په خير ده، ځکه هغه زموږ پر طرف دى او که مخالفين کاميابه سي نو زموږ ژوند په خطر کي دى، زبير بن العوام رضی الله عنه  چي په دغه وخت کي قوي ځوان ؤ هغه و ويل: دا خبر به زه درته را وړم، مګر واله ډيره لويه او برداره ده څوک وايي: دغه واله بحر نيل ؤ، زبير بن العوام رضی الله عنه  د اوبو يو ژئ خالي کړی او بيا يې په هوا ډک کړی (وې پړساوه) اوبو ته يې ور واچاوه لاسونه يې پوري ونيول په اوبازي يې شروع وکړه څو د ولې هغه بل طرف ته ورسېدى او هلته د جنګ و حالاتو ته ګور ي، په نتيجه کي د نجاشي لښکر کاميابه سو او مخالفينو ماته وخوړل، زبير بن العوام رضی الله عنه  د هغه ژي په مرسته بيرته په دغه لوى نهر کي راغلى او مسلمانانو ته يې د نجاشي د کاميابۍ زېرى را وړى.

 

نجاشي د مرګ تر وخته پر اسلام پاته سو، کوم وخت چي بيا په وروسته کي نجاشي رضی الله عنه  وفات سو جبريل علیه السلام د هغه د وفات خبر و  رسول اللهﷺ ته راوړى او رسول الله ﷺ پر هغه د غائب د جنازې لمونځ آداء کړى، صلوةُ الغائب پر هغه چا کيږي چي پر هغه د جنازې لمونځ نه وي سوى، مګر هغه څوک چي پر هغه د جنازې لمونځ سوى وي پر هغه مړي د غائب د جنازې لمونځ نه کيږي او پر نجاشي رضی الله عنه  د جنازې لمونځ نه ؤ سوى ځکه هغه په نصاراوو کي ؤ او خپل اسلام يې پټاوه، نو رسول اللهﷺاو اصحابِ کرامو د غائب د جنازې لمونځ پر نجاشي آداء کړى. 

 

دا د نجاشي د اسلام قصه او هغه واقعې وې چي مهاجر مسلمانانو ته په حبشه کي پيښي سوي وې.  (اوس به بيرته مکې مکرمې ته ولاړسو)

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته