تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: شام ته د نبي کریم ﷺ تجارتي سفر(۴۵)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 15, 2018
  0

نبوي سیرت (۴۵ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شام ته د نبي کریم ﷺ تجارتي سفر


پسله څه وخته څخه يوه کوچنۍ واقعه پيښه سوه چي د رسول الله ﷺ و ژوند ته يې تغير ورکړى، هغه دا چي خديجه بنت خوَيلِد رضی الله عنها  چي د عبد العُزْى بن قُصَى بن کلاب د اولادې څخه وه او د رسول الله ﷺ سره په قصى بن کلاب کي يو ځاى کيږي، يعني: دا هم د شريفه نسبه څخه وه، دغه خديجه رضی الله عنها  ډيره غني او مالداره ښځه وه د دې د غنا په باره کي داسي ويل کيږي: چي د دې تجارت د ټولو قريشو د تجارت سره برابر او مساوي ؤ، يعني: يوه طرف ته د ټولو قريشو تجارت او بل طرف ته يواځي د دې تجارت سره مساوي او برابر ؤ، څرنګه چي دا ښځه وه په خپله يې تجارت نه سواى کولاى نو به يې څه کول؟ خپل مالونه به يې و قِسم قِسم او مختلفو خلكو ته ورکول، چا ته په شراکت، چا ته په مزدوري، حتّْی يوه نفر ته يې هم خپل ټول مال او دارايي په لاس نه ورکول ځکه ممکن هغه خيانت ور سره وکړي او ټول مالونه ځني غصب کړي، نو يې و مختلفو خلكو ته يو څه يو څه مالونه ورکول، څرنګه چي دا ښځه وه د بازار د قېمتو معلومات هم نه ورته کېدى امکان يې درلودى چي خلك حقیقت ورته ونه و وايي مالونه او پیسې ځني وخوري نو د غلا او خيانت د مخنيوي د پاره په أمين او صادقه خلكو پسي ګرځېدل.


 کوم وخت چي دې د محمّد ﷺ د صِدق او امانت تعريف او توصيف د هر چا څخه اورېدى او په عين حال کي د دې قريب هم ؤ نو يې د محمّد ﷺ څخه وغوښتل چي د دې د تجارت يو څه مالونه شام ته  يوسي، رسول الله ﷺ هم موافق سو، قافله جوړه سوه او مالونه يې بار کړل، مَيسَره چي د خديجې رضی الله عنها  مريئ ؤ هغه يې هم په دغه سفرکي د رسول الله ﷺ ملګرى کړى چي په لار کي به د محمّد ﷺ خدمت کوي، اوس نو محمّد ﷺ د ميسره په ملګرتيا و شام ته رهي سو، په لار کي ميسره د محمّد ﷺ څخه عجيب او د عادت څخه مخالف کارونه وليدل. 


اول او تر هر څه د مخه ادب او ښه اخلاق، ميسره اصلاً مريئ دى او د خلكو دا عادت ؤ چي د مريانو سره به يې سخته او آمرانه ګذاره کول. 


خو رسول الله ﷺ و ده  ته د يوه ملګري په سترګه ګوري د ادب او مهربانۍ ژوند ور سره کوي، نو ميسره ډير په تعجب کي پاته ؤ چي دا څنګه اخلاق دي! 


تر دې وروسته يې نور شيان هم وليدل، هغه دا چي دوى پر لاري رهي وي پر دوى لمر نه وي بلکه پر سر يې اوريځ وي، دوى په لار کي بيا و هغي صومعې ته نژدې واړول کوم چي د مخه هغه بحيرا راهب پکښې ؤ خو دا وار بحيرا وفات سوى ؤ او بل راهب د بحيرا پر ځاى درېدلى ؤ، کوم وخت چي دغه بل راهب دغه کوچنۍ قافله وليدل چي فقط دوه نفره ور سره دي په تعجب کي سو، خير قافلې واړول محمّد ﷺ ولاړى هلته ګوښه د قافلې څخه ليري يوه ونه وه تر هغې وُني لاندي کښېنستى، راهب ورته ګوري چي د وُني ښاخونه را کږيږي او پر رسول الله ﷺ سايه جوړوي، راهب و ميسره ته ورغلى او د هغه څخه پوښتني کوي چي دغه نفر څوک دى؟ ميسره ويل: دا محمّد بن عبدالله دى، راهب د محمّد ﷺ د نسب پوښتنه وکړل او  نوري پوښتني يې وکړې، ميسره جوابونه ورته وايي، آخر ميسره ورته و ويل: سړيه! ستا مقصد څه دى؟ راهب و هغي وُني ته اشاره وکړه كومه چي محمّد ﷺ تر لاندي ناست ؤ او ويل: دغه اوس تر دغه ونه يا درختي لاندي بل څوک نه دى ناست بيله نبي، يعني: دغه نفر چي تر دغه ونه لاندي ناست دى نبي دى ټولي علامې يې د نبوت دي، ميسره نور هم په تعجب کي سو چي نبي او نبوت څه معنْی؟ خير دوى شام ته ورسېدل او ميسره هلته نور هم د ده ﷺ د اخلاقو په باره کي عجب شيان وليدل، د خلكو سره ادب او احترام، په بيع او شراء کي رشتيا ويل او امانت، رحم پر غريبانو، د خلكو سره خوش طبعي، غريبانو ته د ده ﷺ ورکړه او عطاء او  خلكو هم د معاملې يا رانيولو او خرڅولو د پاره و ده  ﷺ ته رجوع کول. 


د قريشو د تِجارو دا عادت ؤ کوم وخت چي به یې خپل مالونه خرڅ کړل نو به را رهي سوه خو رسول الله ﷺ داسي و نه کړل، هغه خپل ور سره مالونه چي يې په شام کي خرڅ کړل د هغو مالو په قېمت يې د هغه ځاى څخه نور مالونه را نيول او مکې مکرمې ته يې راوړل يعني: د مکې مکرمې مالونه يې په شام کي په ګټه خرڅ کړل او  د شام مالونه چي يې را وړل په مکه مکرمه کي يې په ګټه خرڅ کړل چي په دې حساب يې دوه واره ګټه وکړه، په نتيجه کي يې ښه او مناسبه ګټه و خديجې رضی الله عنها  ته را وړل چي بل چا دومره ګټه نه وه ورته را وړې. 


په تېر بیان کي موږ وليدل چي رسول الله ﷺ د غريبۍ په حالت کي څنګه ژوند کاوه او کوم وخت چي بيا غني او تاجر سو څنګه اخلاق او معامله يې وه، د مشرانو او سردارانو سره يې هم ژوند وکړی، په جنګ هم پوه سو ځکه ده  ﷺ په خپله اشتراک پکښي وکړی او اوس مو بيا وليدل چي په تجارت کي يې څنګه معامله وه، ټول هغه شيان چي د خلكو په ژوند پوري تعلق لري د هغو ټولو دوره او تجربه پر تېره سوه. 


کوم وخت چي خديجې رضی الله عنها  دغه د ده ګټه او پوهي، صداقت او امانت، وليدل ډيره خوشاله سوه، بيا نو خديجې رضی الله عنها  د ميسره څخه د محمّد ﷺ د اخلاقو او معاملې پوښتنه وکړه، ميسره هم د اوريځي څخه رانيولې بيا د راهب خبري او د ده ﷺ اخلاق، رحم، شفقت، عقل او په کاروبار پوهېدل ټول يو يو ورته بيان کړل، خديجه رضی الله عنها  هم د ده ﷺ د اخلاقو او صداقت، د کار او امانت څخه ډيره راضي وه. 


په دغه وخت کي د محمّد ﷺ عمر پنځه ويشت کاله ؤ او  د خديجې رضی الله عنها  عمر څلويښت کاله ؤ او  کونډه هم وه.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته