تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بندګانو حقوق او اخلاقیات ( ۴ )
  تعلیم الاسلام
  December 12, 2017
  0


ژباړه: مولوي عبدالغفار "حسیني"/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په تېر پسي

 

۷۴:د قیامت په ورځ د مؤمن د اعمالو تر ټولو دروند او وزني شی د میزان په پله کي د ښو اخلاقو په څېر بل شی نسته، الله تعالی ته بد ژبي او بد ویونکي ډېر ناخوښه اوبد دي. 


۷۵: که یو څوک تر مرګه پوري، حاکم، والي یا بل غټ يا کوچنی منصب والا جوړ نسي، نو پوه سئ، چي هغه په ګټه کي وي؛ ځکه د مؤاخذې او نيولو څخه خلاص وي.


۷۶: د حکومت غوښتنه مه کوه؛ ځکه که په خوله حکومت وغواړې  او بیا درکول سي نو ټوله ذمه داري ستا پر غاړه غورځول کیږي(د مرستي څخه به بې برخي سې) او که چیري ستا له غوښتني پرته درکول سي؛ نو بیا دي  مرسته او کومک کیږي.


۷۷: د مظلوم او بېوزله له ښېرا څخه ځان ژغوره؛ ځکه دمظلوم او الله تعالی تر منځ پرده او حجاب نسته(ژريې اوري).


۷۸: د خپل ځان، اولادونو، خادمانو او خپلو مالونو په هکله ښېرا او بد مه وایاست؛ ځکه داسي پېښه نسي، چي هغه د قبلېدو وخت وي او ستا ښېرا او بد دعا قبوله سي.


 ۷۹: په لوړ اواز سره (د اذان اواقامت پرته) تکبیر (الله اکبر) مه وایاست؛  ځکه تاسو نه کوم کوڼ ذات او نه غائب او پټ ذات رابولئ، بلکي تاسو هغه ذات رابولئ، چي هر څه اوري او ویني او هر وخت ستاسو سره وي.


۸۰: هر وخت د الله تعالی څخه د هغه فضل غواړئ؛ ځکه هغه ذات ته دا ډېره خوښه ده، چي هر وخت له ده څخه د څه شي طلب او غوښتنه کیږي.


۸۱: دغم ليري کولو او اسانۍ حاصلولو انتظار کول ډېر ښه عبادت دی.


۸۲: تاسو هر یو باید خپل حاجتونه او ضرورتونه د ذوالجلال رب څخه وغواړئ‎، حتی که د چوټي يوه تسمه مو پرې سي هغه هم د الله  تعالی څخه وغواړئ.


۸۳: پخوانيو او تېرو سوو قومونو د خپلو پیغمبرانو او روحاني بزرګانو قبرونه عبادت ځايونه جوړول. تاسو دا ډول عمل مه کوئ، زه تاسو د دا ډول عمل کولو څخه منع کوم.


۸۴: په الله تعالی سره له داسي زړه څخه پناه وغواړئ، چي په هغه کي عاجزي نه وي، او له داسي دعاء څخه پناه وغواړئ، چي هغه د رب العالمين ذات په دربار کي نه اورېدل کیږي اونه قبلیږي او له داسي نفس څخه پناه وغواړئ، چي هغه نه مړیږي ، او له داسي علم څخه پناه وغواړئ چي نافع نه وي او د نفعي ورکولو وړ نه وي؛ يعني چا ته ګټه نسي رسولای.


۸۵: د دنیا مینه او محبت د ټولو ګناهونو بیخ او ريښه ده.


۸۶: د شي محبت او مینه تاسو کوڼوي او ړندوي.


۸۷: لعنت دي پر هغه وي، چي د خپل مثل په شان مخلوق باندي تکيه کوي.


۸۸:د کوم شخص په زړه کي چي د یوې ذرې په اندازه ایمان وي هغه به د جهنم (دوزخ) څخه را ايستل کيږي.


۸۹: د ایمان والا لپاره دا دواړه کارونه ښه او غوره دي: کوم وخت، چي خوشحالي ورته پېښه سي، نو شکر ادا کړي، اوکه الله دي يې نه کوي غم ورته پېښ سي، نو له صبره څخه کار اخلي.


۹۰: ایمانداره شخص هغه دی، چي نور خلک خپل ځان او مال دهغه څخه محفوظ ګڼي.


۹۱: تاسو تر هغه وخته  پوري ایمان والا نسئ جوړېدلای، چي د خپل دیني ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړئ؛ کوم چي د ځان لپاره يې خوښوئ.


۹۲: ستاسو د اهل اوعیال پر تاسو حق سته، ستاسو د میلمنو پر تاسو حق سته ، ستاسو د نفس پر تاسو حق سته.  کله (نفلي) روژه ونيسئ اوکله خوراک وکړئ، کله(د تهجد) لمونځ کوئ او کله بيا خوب او آرام کوئ.


۹۳: کله چي خلک يو ظالم وويني، چي ظلم او تېری کوي او خلک يې له ظلم څخه نه راګرځوي، نوژر به  الله  پر ټولو عذاب نازل کړي.


۹۴: تر ټولو ستر جهاد دادی، چي د ظالم حکمران او مشر په مخ کي دحق او انصاف خبره وکړئ.


۹۵: انسانانو! د نیکو کارونو حکم او امر کوئ او له بدو کارو څخه منع کوئ، که داسي ونه کړئ ژر به الله تعالی پر تاسو عذاب نازل کړي، بيا که هر څومره لاسونه او پښې وټکوئ څه ګټه او شی به مو لاس ته در نسي.


۹۶: که ستاسو څخه څوک بد او ناوړه کار وویني، نو په لاس سره دي يې منع کړي، که يې په وسه نه وي بيا دي يې په ژبه منع کړي او که يې دا هم په وس  نه وه، نوپه زړه کښي دي يې بد وايسوی. او دا اخرنی صورت د ضعیف او کمزوري ایمان والا وو نښه ده.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته