تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ادبيات او ادب پوهنه (۱ برخه)
 
  December 1, 2011
  0

ادب ، ادبيات ، او ادب پوهنه

راټولونکی: محمد شریف حلیم

مسلسله لړۍ، لومړی برخه

 د اد ب د کلمې اصل اوس چي موږ ورته ادب وايو ددې کلمې اصل څه شي دئ ؟
 ګل پاچا الفت په خپل نثري کليات (کتاب) کي ليکي :  ددغي کلمې اصل هذب دی. هذب د بې عيبه په معنا باند هغي وني يا درختي له پاره استعماليده ، چي ځني څانگي يا ښا خونه به يې ( پرې ) ( ياغوڅ  ) ( يا پوجي ) کړل سوي وه او ساپ به سول هم دغه پرې کولو غوڅولو او يا په بله اصطلاح پوجي کولو ته يې هذب ويل د وخت په تيرېد لو سره دغه کلمه د محسوساتو څخه معنوياتو ته رانقل سوه او هغه چا ته هم ويل کېده ، چي عيبونه به يې ورک سول يعني مهذب به سوه.

د ادب کلمه ادب پوهانو په بېلا بېلو ژبو پوري تړلې بولي ځني پوهان يې د يوناني ژبي څخه وعربي ژبي ته رانقل سوې کلمه بولي. دوی وايي دا کلمه د يوناني ژبي ( دادوپس ) څخه اخيستل سوې ده يو بل د پارسي ژبي وتلئ ليکوال طبا يي بيا وايي : ښا يي دا کلمه د پارسي ژبي ( ديپ ) (دب ) (دبير ) او( دبستان ) څخه مشتق سوې وي؟  همدا ډول دې ته ورته نوري ډېري نظريې سته ، خوموږ دلته دا څو نظريې د بېلګي په ډول درته وړاندي کړلې ،  خو له بلي خوا بيا ګڼ شمېر ليکوالان دغه کلمه عربي کلمه بو لي.

 ان شاء الله نور بيا ...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته