تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي ګناهونه او د نفس ډولونه
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 22, 2018
  0

 که رښتیا هم شیطانان په روژه کي بند وي، ولي په روژه کي مسلمانان فسادونه کوي؟

 
ځواب : استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
په دې کي هیڅ شک نسته، چي په روژه کي د دوږخو دروازې بندي سي او شیطانان وتړل سي، لکه چي په دې مبارک حدیث کي راغلي دي:
 
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي کله د روژې میاشت راسي نو د جنت دروازې پرانستل سي او د جهنم دروازې بندي کړل سي او شیطانان  وتړل سي.(مسلم شریف)
 
له هر انسان سره علاوه د شیطان څخه نفس هم ورسره دی.
 
د نفس ډولونه: 
 
۱: نفس اماره (سرکښه نفس): دغه نفس انسان تل د خواهشاتو، فحاشاتو او بد مرغیو ته رهبري کوي.
 
۲: نفس لوامه (پښېمانه کیدونکی نفس): دغه بیا داسي خاصیت لري، کله چي یو انسان ګناه وکړي، ډېر ژر یې پښیمانه کوي، او د توبې و لور ته یې رهبري کوي.
 
۳ : نفس مطمئنه : دا هغه نفس دی چي له دې څخه د ګناه ، نافرمانۍ او بې لاری هیڅ تصور نسي کیدلای، لکه د انبیاء علیهم السلام نفسونه.
 
۴: نفس ملهمه: دا هه نفس دی چي الهام ورته کیږي، کله ځینو انسانانو ته په ځینو کارونو کي الهام وسي، چي له دغو کسانو سره نفس ملهمه ورسره دی.
 
۵: نفس راضیه: دا هغه نفس دی چي، انسان بدن تل ورڅخه راضي وي، تل یې په ښو رهبري کوي او له بدو څخه یې ساتي.
 
۶: نفس مرضیه: دا هغه نفس دی چي الله جل جلاله ورڅخه راضي دی.
 
۷: نفس صافیه: دا هغه نفس دی چي ټول صفاء دی، د ګناهونو او بدمرغیو ټکي ورباندي نسته.
 
کله  پر انسان باندي لومړۍ ډول (نفس اماره) کنترول ولري، هغه کنترول کړي، نو ځکه د مبارکې روژې په میاشت کي کله کله هم مسلمانان فسادونه کوي.
 
تاسي وګورئ کله چي دغه انسان ۱۱ میاشتې د نفس او شیطان په لومو کي وي، او هغه شیطان ۱۱ میاشتې د انسان په بدن کي نه ستړي کیدونکی فعالیت کړی وي ، ضرور یې اثار په انسان کي پاتې کیږي، ددې مثال داسي دی لکه تنور چي  ټوله ورځ اور پکښې بل وي، خو کله چي یې اور مړ هم سي بیا هم تنور تر یو وخته پوري ګرم وي، دا چي د شیطان اثار په انسان کي پاته وي او پر دې سربیره یې نفس اماره هم ملګری وي نو ځکه په دې مبارکه میاشت کي هم بعضي ګناهونه ترسره کوي. خو عموماً که وکتل سي د ټولي نړۍ د مسلمانانو پر اعمالو د روژې ښه اغیز معلومیږي، څومره نیک اعمال چي په ۱۱ میاشتو کي ترسره کوي په روژه کي هغه څو چنده اضافه کوي، دا د روژې برکت او د شیطانانو د مخنیوي علامه ده.
 
-------------------------------------
 
 حسن بصري رحمه الله فرمايي:
نفس انسان ته پرلپسې د بدۍ امر کوي، نو که نفس په طاعت کي ستا نافرماني کول، ته يې په ګناه کي نافرماني کوه. (تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته