تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دقریشو ظلمونه
  تعلیم الاسلام
  June 17, 2017
  0

 

ليكنه: مولوي قدرت الله ارشاد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دقریشو ظلمونه
 
دا چه د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم مکارم اخلاق، او د هغه د دين لپاره سختی تیرول، په قلم لیکلو، او د هغه د راجمعه کولو هیڅ امکان نه تر سترګو کیږي خو د هغه صلی الله علیه وسلم هر کردار او عمل پر دې بسنه کوي چه د ده علیه السلام هر عمل او کردار پر صحیح اوغوره اخلاقو بناء وو،
 
او د دین د ابلاغ لپاره هري قربانۍ ته اماده وو، هغه د دین مبین اسلام لپاره هر قسم تکالیف اومشقتونه وګالل دخلګو خبري، د مرګ دسیسې او په کوچنیانو ازارول او غیره و غیره، دا چه د اسلام په ابتداء کي قریشو څومره ظلمونه کړي له هیچا پوشیده نه دي، د هغه یو نمونه موږ دلته ذکر کوو،
 
امام بخاري په صحیح البخاري کي د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه په روایت یو روایت کي وائي، چه یو وخت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د کعبي شریفي خوا کي لمونځ کاوه چه دلته د ابوجهل علیه اللعنة په ګډون یو ډله قریش راجمعه شوي وه،
 
یوه له دوی څخه وویل کوم یو به د بني فلان د اوښ لَرِيْ او کٌولمي راوړي، او چه کله محمد صلی الله علیه وسلم پرسجده پریوزي دا شیان ئي پرشاه (د دوو وږو منځ کي) ور وغورځوي؟
 
په دې وخت کي ترټولو شقي او بدبخته کس عقبه بن ابي معیط پاڅیدی (دا خبیث په خباثت کي تر هرچا وړاندي ؤ او قسماقسم تکلیفونه به ئي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رسول) ده خبیث هغه شیان راوړل او چه کله رسول الله صلی الله علیه وسلم سر پر سجده کښېښودی هغه شیان ئي ورباندي واچول،
 
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وائي چه ما ورته کتل خو هیڅ مو نه شوه کولای، ویل مي کاشکي مرستندوی مي درلودای، ابوجهل او ډلي ئي خندل اوله ډیري خوشحالی اوغرور به یو پربل ورکاږه شول، یوي او بلي خواته اوړیدل،
 
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم همداسي پر سجده پروت ؤ ترڅو فاطمه رضی الله عنها راغله او هغه شیان ئي ورڅخه ایسته کړل، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سر را اوچت کړ او درې ځله ئي وفرمائیل: اللٰهم علیك بقريش) اې خدایه! له قریشو سره پوه شې چاره ئې ور وکړې، 
 
په مشرکینو باندي هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دې دعاء اثر وکړ او ډېره سخته ورباندي تمامه شوه ځکه هغوی پوهېدل چه دلته دعاګاني قبلیږي.
 
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم بیا وفرمائیل: (اللٰهم عليك بأبي جهل، وعليك بعتبة بن ربيعة، وشيبة بن ربيعة، والوليد بن عتبة، وأمية بن خلف، وعقبة بن أبي معيط).
 
ژباړه: اې خدایه! ته د ابوجهل، عتبه زوی د ربیعه او د شیبه زوی د ربیعه او د ولید زوی د عتبه او د امیه زوی د خلف او د عقبه زوی د ابي معیط چاره ور وکړې، ابن مسعود رضی الله عنه وایي چه اووم نوم يي یاد کړ خو زما هېر دی،
 
ابن مسعود رضی الله عنه وایی: قسم په خدای دا ټول کسان چه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یي نومونه واخستل د بدر په ورځ مي ولیدل چه ټول مړه او مردار پراته او په کنده کي غورځېدلي وه، (صحیح البخاري)
 
----------------------------------------------
مأخذ: أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم كَانَ يُصَلِّي عِنْدَ الْبَيْتِ، وَأَبُو جَهْلٍ وَأَصْحَابٌ لَهُ جُلُوسٌ، إِذْ قَالَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ أَيُّكُمْ يَجِيءُ بِسَلَى جَزُورِ بَنِي فُلاَنٍ فَيَضَعُهُ عَلَى ظَهْرِ مُحَمَّدٍ إِذَا سَجَدَ فَانْبَعَثَ أَشْقَى الْقَوْم
ِ(صحيح البخاري كتاب الوضوء).

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته