تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تورات او زبور څه ته وایي؟
  تعلیم الاسلام
  April 17, 2016
  0

څېړنه: استاذ عبدالغفار جبیر

تورات (Pentateuch) څه ته وايي؟

 
تورات د عبراني  ژبې  لفظ دی چي معنی ئی ده  (شریعت، قانون او تعلیم). ۱
 
تورات یعني قانون ۲،  يا تورات د عبراني ژبې له (توره) څخه اخیستل سوی دی ۳   چي مراد ور څخه هغه  احکام او قوانین دي چي الله جل جلاله  وسیدنا حضرت  موسی علیه السلام ته د بني اسرائيلو د لارښوونې او هدایت د موندلو لپاره نازل کړي وو، د اوسني تورات یو توری د سیدنا حضر ت موسی علیه السلام په لاس نه دی نوشته سوی ، او نه هم ده پخپل ټول ژوند کي ویو چا ته حکم کړیدی چي یو توری نوشته که، دا چي یهود او عیسايان وایی او د (عهد نامه قدیم)  پنځه  لومړي کتابونه و حضرت موسی علیه السلام  ته منسوبوي؛ دا هر څه بې بنسټه دي او دوی هم ورباندي هیڅ کره شواهد او ثبوت نلري.
 
 نه د حضرت موسی علیه السلام تصدیق ورباندي سته او نه هم حضرت موسی علیه السلام یو توری لیکلی دی او نه هم بل صحابي.
 
هر هغه څه چي وحضرت موسی علیه السلام ته د لوی الله جل جلاله له لوري ورکول سوي وه، هغه حق ، رېښتنی او د پوره لارښووني رڼا وه، چي عبارت ور څخه تورات دی او موږ ور باندي ایمان او باورلرو.
 
اصلي تورات څنګه له منځه ولاړی؟
 
د حضرت سلیمان علیه السلام د اولادې په وخت کي د یهودو ۱۲ مشهورو قبیلوڅخه  ۱۰  قبیلو بغاوت وکی ټوله سره بیلې  سوې، او د  یهودو دوې پاچایانې جوړې سوې چي یو د بله سره په ټکر کي وې، یهودا(Judah) او اسرائیل، په ۷۲۲ ق م کي اسویریانو د  اسرائیلو  پر شمالي سلطنت چي پلازمینه ئې سامریه وه، یرغل وکړ چي اسرائیل ئې له منځه یووړل؛ او د اسرائیلو ټولې قبیلې ئې په قید کي واچولې، مطلب دا چي هغه  اسرائېل چي پاتې سوي وه هغه یا له منځه ولاړل او یائې ځانونه په نورو قومونو ګډ کړ ل او د اسرائیلو نوم  او نښان ورک سو، د اسرائیلو هغه دوې قبیلې چي پاتي وې د بابل پاچاه بخت نصر (بنوکد نضر) دوه ځلی په ۵۸۶ ق م کي تباه کړلې په همدې حملو کي مقدس هیکل سلیماني له منځه ولاړی ، د یهودو مقدس  ټول کتابونه له منځه ولاړل او وسوځول سول. 
 
 ددغو دوو قبیلو څخه چي څوک ژوندي پاته سول هغه ئې وبابل ته بوتلل او هلته د (۵۰)  کلونو لپاره بندیان وه، ډیر پکښې مړه سول، د پنځوسو (۵۰) کالو بند وروسته د ایران پاچا خسرو (سائرس) دوی خوشی کړل او دوی وخپل وطن فلسطین ته راغلل، زیات اسرائیل و مصراو بابل ته ولاړل په همدې بند کي هغه د مقدسو  نسخو څه چي ئې په ذهنو کي وه هغه هم له منځه ولاړل او ضایع سول، کله چي اسرائیل وفلسطین ته راغلل پوره (۱۰۰)  کاله وروسته د تورات عبراني نسخه یهودي عالم عزرا په (۴۵۸) ق م کي ولیکل نو ځکه  اوسنی عهدنامه عتیق ته خلک د یوه افسانوي کتاب په سترګه ګوري. ۴
 
د عزرا د تورات لیکلو څخه وروسته بل ناورین  و اسرائیلو ته راغی هغه  دا چي  په (۱۶۱ق م) کي یو ظالم پاچا  انطیوکس (Antiochus) پر بیت المقدس باندي حمله وکړل د یهودو مقدس کتابونه  او د عبادت  ځایونه ئې ټول وروسوځول، له دې څخه ورسته بیا د حضرت عیسی علیه السلام د پیدایښت څخه (۷۰) کاله وروسته هغه څه چي یهودو مقدس درلودل طیطس (Titus) پاچا وسوځول، په زرها و و یهودان ئې ووژل چي له دې پیښې څخه وروسته د یهودو ټولې مقدسې نسخې له منځه ولاړې. ۵
 
 
زبور (Psalm)څه ته وايي؟
 
په عبراني ژبه کي ودې ته  (تحلیم) یعنی د یو چا ستاینه  او مدح کولو ته وايي ۶.
 
دا هغه کتاب وو، چي و حضرت داود علیه السلام ته د الله جل جلاله له لوري ورکول سوی وو، هر هغه څه چي حضرت داود علیه السلام  تبلیغول هغه پرحق اورېښتني وه، د حضرت داودعلیه السلام هر څه د الله جل جلاله له لوري وه، او د الله جل جلاله په امر سره ئې تبلیغول او خلک ئې وهدایت ته رابلل، چي  پرهغه زموږ ایمان او یقین دی؛ او دا چي د اوسني تحریف سوي بایبل په (عهدنامه قدیم /عهدنامه عتیق) کي د زبور په نامه څه شتون لري، دا هغه زبور نه دی، او نه حضرت داودعلیه السلام یو توری لیکلی دی او نه ئې هم و چاته امر کړی دی چي یوتوری ولیکي.
 
د اوسني بایبل (تورات، انجیل او زبور) د تحریف په اړه پوره څېړنه په بایبل پېژندنه کتاب کي لوستلای سی.
 
 
اړوند لیکني:
د قرانکریم اعجاز او حقایق
بایبل ته ولي بایبل وايي؟
انجیل (Gospel) څه ته وايي؟
کتاب: زما مناظره د عیسايي راهب سره
 
-----------------------------
۱: بایبل سے قرآن تک  ج۔ ۱، ص ۳۰۶ (اظہارالحق کا اردو شرح ) لیکوال: شیخ الاسلام مولانا محمدتقي عثماني
Bible Dictionary:۲  
۳: قاموس الکتاب- پاڼه ۱۲۱، لیکوال: ایف ایس خیرالله، خپرونکي: مسیحی اشاعت خانه ۳۶ فیروزپورروډ لاهور۲۰۰۸ 
Encyclopedia of Christianity.p309:۴
Encyclopedia Americana, vol.3.p.612
Boyd*s Bible Dictionary, pp.56,82
۵:Jesus in His Time, p. 73
Flavius Josephus: Antiquities of the Jews, v:11,x:3
J.p. Boyd: BibleDictionary, p. 85
F.G.Bratton: History of the Bible, p.100
۶: قاموس الکتاب- پاڼه ۴۷۰، لیکوال: ایف ایس خیرالله، خپرونکي: مسیحی اشاعت خانه ۳۶ فیروزپورروډ لاهور۲۰۰۸
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته