تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د خورزې سره د اړیکو شکولو علاج
 
  November 16, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۳۲۷)

نوم: ع،ا

د اوسېدو ځای: غزني 

سوال : اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زما نوم ....دی  او دغزنی ولایت اوسیدونکی یمه زه په دیر لوی مشکل کی یمه هیله ده چه زما سره کومک وکړی زما یوه دخور لور ده زما سره یی د ۷ کالو راهیسی دزړه مینه لری او دا غواړی چه زما سره واده وکړی مور اوپلار یی هم رضادی  او زما پلار او مور هم رضا دی  خو دیر کسان او ملایان بیا ماته وایی دانده رواه چه ته واده ورسره وکړی  اوس  که چیری داوهرچاته ورکړی نو زه به ځان مړ کړم او دا بیا وایی زه هیڅ واده ونکړمه بیله تانه یعنی نور ټوله خلګ پر ماوړونه دی اوس خبره تر مرګه رسیدلی ده هیله ده چه  تاسو زما سره په دی هکله همکاری وکړی او ددغه لوی مشکل څخه می خلاص کړی او یوه دحل لاره داسلام په څوکات کی راته وښیاست  چه زه دخور ولورته قناعت ورکړمه  او نور مو زره سره صبر سی  هیله ده چه دغه پوښتنه به یو څه زر چوابه وی ځکه  زموز   او دمرګ یو ځو لحظی تر مینځ دی هیله ده چه موز به دمرګه خلاصوی  ځکه هغه ځان وزنه کوی  او زه  هم ستاسو دچواب په هیله  مننه

جواب :
 
حامداً و مصلیاً

د خورزې سره نکاح کول په قراني ایت سره حرامه ده، که څوک حلاله ورته ووايي هغه  د اسلام د دایرې څخه وزي او کافر کیږي.

الله عزوجل فرمايي: حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ  وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ. (سورت النساء، ایت ۲۳)
ژباړه: پر تاسي باندي ستاسو میندي او ستاسو لوڼي او ستاسو خویندي او ستاسو عمه ګاني او ستاسو خاله ګاني او د ورور لوڼي (ورېرې) او د خور لوڼي (خورزې) حرامي کړل سوي دي.

دغه مسئله او دغه دعا چي لاندي ذکر کیږي ستاسو و خورزې ته هم ور واستوی او په خپله هم دا دعا په کثرت سره وایه، دعا داسي ده:

اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ  ابْنُ عَبْدِكَ ، ابْنُ أَمَتِكَ ، نَاصِيَتِي بِيَدِكَ ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمُكَ ، عَدْلٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ هُوَ لَكَ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ أَوْ عَلَّمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ ، أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي وَنُورَ بَصَرِي وَجِلاَءَ حُزْنِي ، وَذَهَابَ هَمِّي. (۳)
---------------------
(۱): سورت النساء: ۲۳
(۲):وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ (الآیة): لان حرمتهن منصوص علیها في هذه الآیة. الهدایة: ج۲
(۳): حصن حصین، صحیح ابن حبان وغیره

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته