تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په هلمند ولایت کي د تعلیم الاسلام راډيو څانګه
  تعلیم الاسلام
  August 12, 2012
  0
د تعلیم الاسلام ویب پاڼې قدرمنو کتونکو، 
 
په ډېري خوښۍ سره تاسو ته زیرۍ درکوو چي د ۱۳۹۱ د اسد د میاشتي پر ۱۱ نېټه په هلمند ولایت، لښکر ګاه ښار کي پر ۸۹،۵۰ ایف ایم څپو باندي د تعلیم الاسلام راډيو یوې بلي نوي څانګي په فعالیت پیل وکړ.
 
 تعلیم الاسلام راډيو یوه خپلواکه، شخصي اسلامي راډیو ده چي مرکزي دفتر يې په کندهار ښار کي دئ او د تيرو څلورو کلونو راهیسي بېلابیلي اسلامي، تعليمي او تربیتي خپروني نشروي. تعلیم الاسلام اداره د راډيو ترڅنګ د اسلام د رښتني دین هراړخیز تعلیمات د مختلفو لارو او وسائلو د لاري د نړۍ تر ګوټ ګوټ پوري مسلمانانو وروڼو ته ابلاغوي چي ددې اسلامي ادارې د مهمو څانګو څخه د راډیو، ویب پاڼې، مجلې او دارالافتاء څانګي د یادولو وړ دي.
 
دا لومړۍ ځل دئ چي یوه مستقله اسلامي راډيو چي هغه یواځي او یواځي اسلامي او تعليمي خپروني لري په هلمند ولایت کي په فعالیت پیل کوي. پاته دي نه وي چي تاسو د هلمند ولایت د تعلیم الاسلام راډيو نشرات تقریباً ۱۸ ساعته  پر ۸۹،۵۰ ایف ایم څپو اورېدلای سي.
 
اداره 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته