تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې هرکلی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2023
  0

د روژې هرکلی
(لومړۍ برخه)


لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

روژې ته په عربې ژبه کي صوم وایې، صوم په لغت کي امساک یعني ځان منع کولو ته وایي.
صوم په کل کي بندیدو ته وایي. د شریعت په اصطلاح کي  د درې شیانو ( خوراک، څښاک او جماع ) څخه د سهار له سپیده داغ څخه تر لمر پرېوتو پورې بندښت ته روژه وایي.


د روژې مخينه


 روژه د اسلامي کليز چي ورته سپوږميز کليز هم وايي د همدې کليز په لړ کي نهمې مياشتې ته وايي او احکامونه يې پيلېږي. د اسلامي کليز سپوږميز مهال سره هممهاله ده چي له همدې کبله د نورو کليزونو لکه زېږديز کليز، لمريز کليز او داسي نورو سره توپیر لري. د روژې مياشت هر کال لس ورځي د زېږديز کليز سره په لړ کي توپیر مومي چي له مخي يې د روژې مياشت هرکال په هممهاله شېبو او موسمونو کي نه پېښېږي. د روژې ريښه له عربي ژبې رمضان څخه اخيستل شوې، چي پخپله رمضان په عربي ژبه کي د رمض ويي څخه اخيستل شوی، چي د شديدې تودوخې معنا ورکوي. ځيني علما وايي دې ته د شديدي تودوخې معنا ځکه ورکړل شوې چي د معنا له مخې يې گناوې د ښو کړنو په ترسره کولو سره سوځي.


د روژې هرکلی 


روژه را روانه ده کله دې هم سوچ او فکر کړی دی چي د روژې هر کلی څنګه وکړم، که کړی دي وي ډېره ښه که نه دا لیکنه تر پای ولوله امکان لري چي یو څه دي ذهن کي پرېوځي او هر کلي ته یې ملا وتړې.


د توبې هر کلی 


له روژې وړاندي که  دي هر بد عمل تر سره کړی وي؛ نو د رمضان کریم میاشت درته ښه فرصت دئ په اخلاص سره الله تعالی ته توبه نصوحه اوباسه او په راتلوونکي کي بیا له بدو اعمالو او کړنو پرهيز وکړه.


د تلاوت هر کلی 


په عادي ژوند کي باید لږ تر لږه هره ورځ د قران کریم د دیرشو پارو څخه د یوې پارې  یوې برخي تلاوت وکړې او دا کار باید روزمره عادت وګرځول شي، خو د رمضان په میاشت کي د قران عظیم الشان تلاوت ډېر زیات اجر او ثواب لري هغه که د تروایحو لمانځه کي وي او که بغیېر له لمانځه څخه وې، تر خپله وسه باید کوشش وکړو، چي له رمضان وروسته هم د قران کریم تلاوت همداسي جاري وساتو. 


د لمونځونو او نفلونو هر کلی  


دا چي په بوزه کي زموږ له بعضو اشخاصو څخه په فرضي لمونځونو کي سستي او تنبلي کیږي پکار ورته نه ده چي روژه کي دي هم همدا عمل تکرار کړي؛ بلکي روژه کي دي ملا ورته ښه کلکه وتړي او د فرضو لمونځونو سربیره دي نفلي لمونځونه ښه بې شمیره ادا کړي، ترڅو  الله تعالی ورته نفل په فرضو او فرض په اویاوو کي شمار کړي. 


د صدقو او خیراتونو هر کلی 


ګرانه وروره! مخکي له روژې به دي په بوزه کي صدقې ته زړه، زړه نا زړه کېده، خو د شیطان د چټکي هڅي په نتیجه کي به دې ډېر ځله زړه نه وي ښه کړی، خو دا دی د رمضان کریم له برکته سرکشه او غټ شیطانان تړلی شوي دي ښه فرصت یې وبوله او د زړه له تله د بوزې کفارې د ادا کولو تر څنګ په دې د صدقو او خیراتونو میاشتي کي ښې پرېمانه صدقې او خیراتونه وکړه، ځکه چي صدقه او خیرات په دې میاشت کي هغه کلیوالي خبره يو په سله اجر او ثواب لري. همدارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې که چيرته یو چا یو روژه نیوونکي ته روژه ماتی ورکړ نو صدقه کوونکي ته دومره اجر او ثواب الله تعالی ورکوي څومره چي روژه نیوونکي ته الله  تعالی ورکوي.


د صبر او زغم هر کلی 


دا د صبر او زغم میاشت مؤمن مسلمان ته دا درس ورکوي، چي مؤمن مسلمان باید په ټول ژوند کي له صبر او زغم څخه کار واخلي. خپله هم د ژوند په هره برخه کي صبر د ژوند یو ه برخه وګرځوي او نورو ته هم باید د صبر او زغم توصیه او سپارښتنه وکړي.


نور بیا... 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته