تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ژوندجوړونه اړین درسونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 24, 2022
  0

لیکنه : علی الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


_که په معاش کار کوی، په څنګ کي ئې د خپل شخصي کارو بار غم وخوری. 


-که مو پوهنتون او نورو لوړو زده کړو ته اراده ده، نو انګلیسي پسې را ټینګه کړی، لاس به مو په خلاص سي.


-وخت مو لمانځه، تلاوت، کاروبار او کورنۍ ته ورکړی، که تردې وروسته بیا هم لږ وخت در پاته سو، نو په ورزش او مطالعه ئې ولګوی.


-شاوخواته وګورئ، د چا رویه او اخلاق چي مو خوښیږي، ځني نقل ئې کړی.


-که مو د کمزورو خلکو سره یاري ده، اوس لا وختي دئ، ختمه ئې کړی. د کمزورو خلکو سره ملګرتیا و زړه ته تاوان لري.


-کوم کار ته چي لاس اچوی، نو سخت کار وکړی، ځکه بې سختی، بریا نسته.


-یو کار تر هغو مه شروع کوه، ترڅو چي د هغه مسلک ماهرین و نه پوښتې.


-که مو په ناځوانانو ملا تړلې، ملا مو خلاصه کړی، ناځوانان د موقع پر ځای لاس ایله کوي. 


-که مو د داسي ملګرو و یارانې ته ښه راغلاست ویلی، چي بدو کارو ته مو هڅوي، نو خدا حافظي ورسره وکړی.


-که مو پر لمانځه او تلاوت سربېره بیا هم سکون نه لری، نو استغفار زیات وایاست: اَسْتَغْفِرُاللّهَ رَبِیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ وَ اَتُوْبُ اِلَیْه


-د هغوی سره اړیکه وشکوی، چي ستاسو خاطر نه لري، د عزت په کیسه کي مو نه وي او درواغ درته وایي.


-د حرامي نفقې عبادت نه قبلیږي، خیانت او جعل کاري مه کوی. د قبر عذابونه سخت دي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته