تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د هرقل د طرفه قاصد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۷برخه)


د هرقل د طرفه قاصد


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قاصد و هرقل ته ور ورسېدى، هرقل هم اسلام او هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  پېژني ځکه تر دغه د مخه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليک او رساله ور لېږلي وه مګر مسلمان سوى نه ؤ، هرقل غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالت نور هم تاکيد وکړي، نو يې د قاصده څخه ليک واخستى او ويل: زموږ جواب به بيا درسي، هرقل خپل قوم ته و ويل: داسي يو  ځوان راته را ولى چي هوښيار او عرب وي او زما پر دين وي، يعني: نصراني عرب وي، هرقل! هوښيار او نصراني، ځوان عرب غواړي، 
د هرقل عمله پسي وګرځېدل او د هرقل د غوښتني سره مطابق  ځوان يې پيدا کړی، چي د دغه ځوان نوم تَنُوخي ؤ، هرقل و تنوخي ته و ويل: زه غواړم چي زما ليک او رساله محمّد صلی الله علیه وسلم  ته ورسوې او غواړم چي و دغه علامو ته چي زه يې درته وايم متوجه سې، پام کوه چي دغه علامې درڅخه پاته او هيري نه سي. 


وروڼو! هغه ليک چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و هرقل ته لېږلى ؤ په هغه کي يې ليکلي وه: السلام علْى مَن إتبع الهُدْى، زه دي و داسي جنت ته رابولم چي بَـر يا عرض يې د مځکي او آسمانو پر اندازه دى او که مسلمان نه سې د بزګرانو ګناه هم ستا پر غاړه ده. 


اوس نو هرقل يواځي دا نه چي د روم پاچا ؤ بلکه د نصاراوو د علماوو څخه هم ؤ، په تورات او انجيل کي عالم او د معلوماتو خاوند ؤ، نو هرقل و تنوخي ته و ويل: ته په محمّد صلی الله علیه وسلم  کي فقط دغه درې علامې را وګوره.


اول: وګوره چي د ده هغه ليک په ياد دى چي ما ته يې را لېږلى ؤ که يا؟ 


دوهم: وګوره چي په خپلو خبروکي شپه يادوي که يا؟ 


درېيم: وګوره چي د اوږو په منځ کي يې کومه علامه سته که يا؟ 


چي د دغي علامې څخه یې هغه د نبوت مهر مقصد ؤ.  


تنوخي هم د هرقل څخه رهي سو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره د هرقل ليک ور سره دى، تنوخي و تبوک ته ورسېدى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې وليدل، د هرقل ليک يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورکړى چي په هغه ليک کي هرقل ليکلي وه:


د هرقل عظيم الروم د طرفه و محمّد بن عبدالله ته! پسله سلامه يې ليکلي وه:تا زه و داسي جنت ته وبللم چي بَـر يې د مځکي او آسمانو پر اندازه دى،کوم وخت چي مځکه او آسمانونه ټول جنت ونيول نو اور چيري دى؟ 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي د هرقل ليک و ويل سو، نو يې د تنوخي څخه پوښتنه وکړه چي هرقل زما په ليک څه وکړه؟ دا هغه اوله علامه وه چي هرقل و تنوخي ته ويلې وه چي ويل: وګوره هغه ليک چي ما ته يې رالېږلى ؤ په ياد دى که يا؟ 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ليک ور ياد کړى، تنوخي ويل: هغه يې واخستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: مګر کسرْی زما ليک څيري کړی او الله جل جلاله  د ده پاچهي ور ټک ټک کړه او هرقل چي زما ليک وساتى الله جل جلاله  به د ده پاچهي ور وساتي او خلک به د ده څخه تر هغو بيريږي چي په ژوند کي يې خير وي. 


او دا چي د هرقل په ليک کي ليکل سوي وه: مځکه او آسمانونه چي ټول جنت وي نو اور چيري دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سبحان الله! کوم وخت چي ورځ راسي شپه چيري ده؟ دا هغه دوهمه علامه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپلو خبرو کي شپه ياده کړه. 


مګر اوس د تنوخي دپاره هغه درېیمه علامه چي د نبوت مهر دی سخته ده څنګه يې و ويني؟ ځکه د نبوت مهـر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اوږو په منځ کي دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  کالي اغوستي دي، تنوخي نه سي کولاى چي هغه علامه و ويني، نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه اجازه وغوښتل چي زه به يو څو ورځي دلې واوسېږم، اجازه ورکول سوه.


د تنوخي د اوسېدلو څو ورځي تيري سوې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا تنوخي! اسلام داسي شئ نه دى چي د هغه ښه والى او حقانيت دې د چا څخه پټ پاته سي! مسلمان سه، تنوخي ويل: زه د خپل قوم څخه يو نفر يم که هغه مسلمانان سوه زه هم مسلمانېږم رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه آيات شريف تلاوت کړى: 


إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ  [قصص: 56] 


يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم بېشکه ته و هغه چا ته هدايت نه سې کولاى چي ستا خوښ وي بلکه الله جل جلاله  هغه څوک پر سمه لار برابروي چي د ده جل جلاله  خوښه او رضاء وي.


تاسي وګورى رسول الله صلی الله علیه وسلم  خاص کوښښ وکړی چي تنوخي مسلمان سي مګر هدايت د الله جل جلاله  د طرفه څخه دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه خپل عظمت او د دعوت په هغه ښه طريقه چي د ده صلی الله علیه وسلم  سره موجوده وه بيا هم بد بخته تنوخي مسلمان نه سو. 


نو دا يقيني خبره ده چي دغه کار د بندګانو په لاس او اختيارکي نه دى بلکه د الله جل جلاله  په إراده پوري تعلق لري، تنوخي دلته اوسيږي او کوښښ کوي چي هغه درېیمه علامه هم و ويني مګر په وسه يې نه ده پوره، څنګه کولاى سي چي ويې ويني؟ د دغي علامې دليدلو دپاره داسي وخت په کار دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  لباس نه وي اغوستى او داسي نه سي کېدلاى نو تنوخي نور هم پاته سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوهېدى چي دئ د درېیمي علامي د ليدلو دپاره ځنډيږي، نو يوه ورځ يې ورته و ويل: يا تنوخي! راسه، هغه هم ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي پر مبارکو اوږو كوم پټو اچولى ؤ هغه يې کښته کړی او ويل: ورته وګوره دا دي هغه درېیمه علامه ده چي ته د هغې د لیدلو دپاره ځنډېږې، تنوخي هم هغه د نبوت مبارک مهر وليدى او ولاړى هرقل يې په ټولو علامو خبرکړى.


 د هرقل اوس يقين سو چي محمّد صلی الله علیه وسلم  نبي دى، هغه علامې چي دئ پسي ګرځېدى هغه ټوله موجودي دي نو يې د قوم مشران را تول کړه او ويل: تاسي خبر ياست چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  لښکر راغلى دى؟ هغو ويل هـو! موږ هم د ده د جنګ دپاره تياري نيولې ده، د روم لښکر هم د وتلو دپاره تيار او آماده دى چي د مسلمانانو سره په تبوک کي وجنګيږي، هرقل چي د قوم او لښکر د مشرانو سره يو ځاى دى و ويل: غوږ ونيسى: تاسي ټوله خبر ياست او پوهېږی چي زه په إنجيل او تورات کي ډير معلومات لرم، قوم ويل: هـو!

دا رامعلومه ده، هرقل ويل: او په دې هم خبر ياست چي يو نبي پاته دى او تر اوسه نه دى پيدا سوى، په والله د هغه نبي ټولي علامې پر محمّد صلی الله علیه وسلم  موافقي او برابري دي، نو زه تاسي ته دعوت درکوم چي پر ده ايمان را وړى او مسلمانان سى، د هرقل قوم  انکار وکړی ويل: اسلام نه قبلوو، هرقل ويل: چي دانه قبلوى نو مي دوهمه خبره عملي کړی هغه دا چي محمّد صلی الله علیه وسلم  نبي دى، څوک جنګ نه سي ور سره کولاى چي نه مسلمانېږى نو جزيه ورکړی، قوم ويل دا زموږ دپاره عيب او پېغور دى، موږ په دنيا کي تر ټولو لوى او قوي دولت يو او اوس و ده  ته جزيه ورکو؟ خلک به څه وايي؟ دا نه سي کېدلاى، نور خلک موږ ته جزيه را کوي موږ به و مسلمانانو ته جزيه ورکوو؟ هرقل ويل: نو مو و درېیم کار ته را بولم او زما سره نو بيا بېله دغه بله خبره نسته، قوم ويل: هغه څه شي ده؟ هرقل ويل: جنګ مه ور سره کوى، په والله ماته او شکست درکوي، قوم ويل: دغه آخري خبره دي منو، هـو! په دې کي دي اطاعت کوو، دلته نو د روم و لښکر ته اوامر صادر سوه چي جنګ ته به نه وزى، دا هغه د روم د لښکرو د نه وتلو او د پاشل کېدلو سِر او سبب ؤ.


هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د روم د لښکر د راتګ انتظار کوي چي اوس به د جنګ دپاره راسي، مګر دلته د روم لښکر د هرقل په امر او د قومو د مشرانو په مشوره د وتلو او جنګ کولو څخه منعه سو او نه غواړي چي ور ووزي. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه بيا حال ورغلى چي را ووزى، په جواب کي ورته و ويل سوه: که ته دلته يوکال انتظار وکړې موږ نه در وزو او ستا سره نه جنګيږو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم په دغومره کفايت وکړی او هلته په تبوک کي د نولسو ورځو په شا وخوا کي پاته سو او ټولو خلکو دا خبر واورېدى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د روم سره د جنګ كولو دپاره تبوک ته راغلى ؤ چي تبوک هم اصلاً د روم مځکه وه، تبوک يې هم ونيوى او هغه منطقې چي د تبوک پر شا وخوا وې هغه يې هم تر خپل تسلط لاندي را وستلې، د روم د لښکر د راتلو انتظار يې هم ډير وکړی، خو د روم لښکر دا هيڅ نه کړه قبوله چي د دوى سره جنګ وکړي، دا خبر په ښکاره ډول سره نشر سو چي بني أصفر د محمّد صلی الله علیه وسلم  څخه وبېرېدل (په هغه وختو کي روميانو ته بني أصفر ويل کېدل او نن ورځ اروپايان ورته ويل کيږي) رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه سره کفايت وکړی او هغه مقصد حاصل سو چي روميان و بېرول سوه، بيا نو رسول  الله صلی الله علیه وسلم  و مدينې منورې ته په رجوع کولو سره امر وکړی، ځکه هغه اساسي هدف او مقصد حاصل سو. 


د دغي غزاء دوه اساسي مقصده وه، يو دا چي دغه دين يواځي دعربو دپاره نه دى بلکه د ټولو انسانانو دپاره دى او بل دا چي هغه د روم د حملې مخ ونيول سو، د اسلام او مسلمانانو درجه او مقام و داسي اندازې ته ورسېدل چي د روم پاچا هم ځني بيريږي،او دا کار د دې سبب سو چي په ډلو ډلو خلک راتله او اسلام ته داخلېدل، ځکه خلکو وليدل چي د مسلمانانو څخه روميان هم بيريږي. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته