تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دږیري دخریلو لپاره بهانې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 25, 2021
  0

دږیري دخریلو لپاره بهانې


ایډیټ : بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

ډېر د افسوس ځای دي، چي ډېر خلک په دې خاطر ږيره خريي، چي زموږعمر ډېر معلوم نه سي. ډېر عمره الله (جل جلاله) نعمت دي، د هغه پټول ناشکري ده.


بعضي خلک بیا وايي چي موږ د عمر په آخر کي ږیره پرېږد و . آیا دوي په په دې خبر دي چي دوي به د عمر تر پای ژوندی وي؟ انسان باید د خپل ژوند پريوه گړي باندي هم باور ونه لري. کېدای سي دغه ساه د ده آخري ساه وي.


بعضي خلک بیا په دې وجه ډیره نه پرېږدي چي بیا خلک پر موږ مسخرې مسلماني صفت د(َلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ)  يعني مسلمان د ملامتي او مسخرو څه پروا نه لري. نباید په دې بهانه ږیره و خریاست. ځکه چي دغه کار د ځينو بې عقلو مسیحانو او د يو څو په نامه مسلمانانو په فکرښه او ښایست دي، خو د هغه ذات (جل جلاله)سره چي زموږ او ستاسي اصلي اړیکۍ او ارتباط دي، هغه دا ډیره خوښه وي. (ملت ابراهیم)


دلارامی که دل دروبند
دگر چشم از هم عالم فرو بند


که چیري ږیره پرېښول د څو جاهلانو په فکر او عقل د شرم سبب وي، نومسلماني هم د ډیرو په نزد د شرم سبب ده، نو آیا د اسلام څخه هم باید تیر سو؟


یو ه سړي وه حضرت تهانوي رحمته الله علیه راغلي، ته په خط کي وليکل، چي که چیري مسلمان حاکم د عیسایانو جامه وانه غوندي، د هغه دبدبه له منځه ځي، خلک وايي د يوه مسجد ملا دي. حضرت تهانوي رحمته الله علیه په جواب کي ورته ولیکل،ستا په شان د یوه هوښیار سړی څخه ډېر د تعجب خبره ده، چي دا ډول فکر کوي:


اولا دغه مازي يو فكر دي، چي د تجربې او ليدني خلاف دي. يعني نه په تجربه سره دا ثابته ده او نه په لیدني سره دا ثابته ده. لیکن په اسلامي جامه سره د يوه حاکم عزت او رعب ښکاره کېږي. ځکه چي دغه دبدبه او عزت د دین او دیندارۍ، نتیجه ده، په خاص ډول بیا هغه وخت چي د يوه غټ امتیاز سره وي. دهغه صفت پر ژبو او عظمت ئې په زړو کي وي. ځکه چي مخکي د دغه د بدبې او هیبت سره وحشت ملگری وو او اوس د دغه دبدبې سره محبت او مینه ملگرې ده. په يوه حديث شريف کي راغلي دي: من هاب الله هابه كل شئ. يعني څوک چي د الله (جل جلاله)څخه ویره لري هر شی د ده څخه ويرېږي، د دې څخه ماسیوا که بل ځای وي، چې عام خلک ډیره خريي يا كفري جامې اغوندي، تر دې اندازې چي و عیسایتوب ته نژدې کېږي، آیا دونه ډېر آزاد واؤسی.


ماخذ: په اسلام کي د ږیري حکم


www.taleemulislam.net 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته