تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله ص رضعي خور شيماء بنت الحارث
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2021
  0

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  رضعي خور شيماء بنت الحارث


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د مخه تر دې چي انسانان او حيوانات جعُرانې ته بوتلل سي د بنديانو څخه يوه ښځه نارې وهي، يوه سپين سرې ښځه ده چي تقريبًا اويا کاله يې عمر دى وايي: ما پرېږدى زه ستاسي د نبي خور يم، زه ستاسي د ملګري خور يم، صحابۀ کرامو ويل:

 

زموږ ملګرى رسول الله صلی الله علیه وسلم  خور نه لري موږ د هغه د خور نه دي اورېدلي، خو ښځه ټينګه ده وايي: تاسي ما ور ولى، د دې د ډيرو زاريو په سبب يې د بنديانو د ځايه څخه را وايستل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ور وستل او ويل:

 

يا رسولَ الله! دغه ښځه دعوه کوي چي زه ستا خور يم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ښځي ته و ويل: څوک يې؟ ويل:  شيماء بنت الحارث د حليمۀ سعديه لور، دغه شيماء د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رضعي يا د تي رودلو خور وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي کوچنئ او په بني سعد کي ؤ د دغي شيماء عمر اووه کاله ؤ او دې د خپلي مور سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  روزنه کول او دې به رسول الله صلی الله علیه وسلم  په شا او غېږ کي ګرځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه و پيژندل او ښايي هره ښځه دغه دعوه وکړي چي زه ستا خور يم نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

څه علامه او نښاني لرې چي هغه دا ثابته کړي چي ته زما خور يې؟ شيماء و ويل: نښاني مي زما پر اوږه ستا  غاښ دى، کوم وخت چي ما ته په شا ګرځولې پر اوږه دي غاښ را ولګاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صدقتِ، چي دغه دي هم په ياد دي او راته و دي ويل نو ته شيماء او زما خور يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل پټو ورته آوارکړی او دا يې پرکښېنول د دې عزت يې وکړی هِديې او تُحفې يې ورکړې او دا هم مسلمانه سوه. 


څرنګه شيماء د بني سعد د قبيلې وه او خلکو وليده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خور د بني سعد د قبيلې څخه ده نو ټول هغه بنديان چي د بني سعد د قبيلې څخه وه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عزت دپاره يې ايله کړه او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  شيماء ته و ويل: زما سره ځې او که بيرته خپل قوم ته ځې؟ څرنګه چي شيماء سپين سرې وه د خپل قوم او قبيلې سره يې عادت درلودى ويل: خپل قوم ته ځم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  شيماء ته تُحفې او هديې ورکړې او دا خپل قوم ته مسلمانه او په عزت سره ولاړل، دا د رسول صلی الله علیه وسلم   د رضعي خور شيماء بنت الحارث قصه وه  چي د حليمۀ سعديه لور وه.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته