تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ذو العُشَيره غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ذو العُشَيره غزاء

 

د ذو العُشَيره غزاء: (ذُو العُشَيره) د ينبُع و طرف ته د يوه ځاى نوم دى، د هجرت د دوهم کال د جمادي الاول د مياشتي په آخر کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د (150) نفرو مهاجرينو په ملګرتيا پر (30) اوښانو د غزاء دپاره و وتى، د دې غزا مقصد د قريشو پر يوه قافله حمله وه ځکه مسلمانانو ته خبر ورسېدى چي د مکې مکرمې څخه د قريشو يوه لويه قافله را و وتل چي د ټولو قريشو مالونه پکښې دي او شام ته ځي نو مسلمانانو غوښتل چي پر دغه قافله حمله وکړي، مسلمانان چي و ذُو العُشَيري ته ورسېدل خبر سوه چي قافله څو ورځي مخ کي تېره سوې ده.دا هغه قافله ده چي د شام څخه د بيرته راتګ په وخت کي مسلمانان د حملې دپاره ور و وتل او په نتيجه کي يې د بدر لويه غزاء پېښه سوه. 


او دغه د ذو العُشيره په غزاءکي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني مُدلِج د قبيلې او د هغو د حُلفاوو سره د نه تجاوز يا نه حملې کولو معاهده هم وکړه او  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه منطقه کي د ډيري مو دې دپاره چي څوک وايي: يوه مياشت وه پاته سو، دا د دې دپاره چي د مسلمانانو قوت، قدرت او سُلطه و خلکو ته ور معلوم سي، ځکه دا هغه منطقې دي چي و مسلمانانو ته نژدې دي او د دغو منطقو خلک د مسلمانانو قوت او طاقت ومني او په عين حال کي دغه منطقې د قريشو د قافلو لار هم ده. په دغه غزاء کي د مسلمانانو بيرغ سپين او اخستونکى يې حمزه  رضی الله عنه  ؤ.


وروڼو! موږ تر دغه ځايه پوري د مسلمانانو په عسکري او اطلاعاتي حرکتو  کي په ترتيب سره اول د درو سريو بيان درته وکړی او بيا مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څلورو غزاوو بيان درته وکړی چي نه په سريو کي جنګ پېښ سوى دى نه په غزاوو کي او اوس پر هغه ترتيب و څلورمي سريي ته راورسېدلو. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته