تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستر او حجاب ته لنډه کتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


اسلام د ژوند یوازنی غوره حقیقي او د دنيا او اخرت د سعادت دين اسلام  دئ. اسلامي تعليم يواځي پر عبادت نه دئ مشتمل، بلکې د بشريت پر ټولنيز اصولو او مقرراتو هم بحث کوي.


د هر کس وظيفې او د هر قشر حقوق د اسلام په مکمل دين کي بيان سوي دي.


ښځي په هره ټولنه کي د هغې ټولني تر نيمايي ډېر نفوس تشکيلوي. د تاريخ په اوږدو کي بشري ټولنو د ښځو د حقوقو، د ښځو د نقش او وظایفو په اړه بیلي بیلي نظريې وړاندي کړي دي.


د اسلام د ظهور څخه په مخکې وختونو کي شرقي تمدنونو ښځي د نارينو د لمنو يو داغ ګڼلې يعني هيڅ اهميت يې نه ورکوی، روميانو دا باور درلود چي ښځي د کالو پريلولو تر خوني اضافه ارزښت نه لري، يونانيانو ښځي یوازي د شهوت آلې بللې چي هر ځای به یې لاس پر بر سو تیری یې ورباندي کوی، په اوسني لاس وهلي تورات کي ښځي يوه لعنتي ډله بلل سوې او په کليسا کي ښځي د يوې خاشې ارزښت نه لري. د دې تاریخي شالید ترڅنګ په اروپا کي اوس هم ښځي د نارینه د لاس آلې دي، د هغې د استعمالولو لپاره یې د جالبو او غولونکو نومونو رنګین دامونه ایښي دي.


د جاهلیت په وخت کي عربو ښځي د انجلۍ په زېږولو مور او لور د نفرت وسیله بلل.د انجونو څخه د ژوند کولو حق سلب سوی وو. د پلار يا خاوند په ميراث کي يې هيڅ برخه نه درلودل (اروپایانو هم د میراث څخه تر ۱۹ پیړۍ محرومه کړي وې) حتی چي ښځي به په خپله يو مراث ګڼل کېدې.


د افسوس خبره ده، چي تر اوسه پوري په هندي ټولنه کي د انجونو وژل، د ښځو سوځول (په مختلفو اشکالو) ادامه لري.
يعني په هره کفري ټولنه کي د ښځو سره افراط يا تفريط سوی دئ.


د اسلام په ظهور سره اسلام هيڅ داسي عمل تائيد نکړئ او دا عملونه يې د انسانيت د چوکاټ څخه بهر او ظلم وبلل.
اروپايان درې افراطي شعارونو ږغوي:


۱- د نارينو او ښځو مساوات.
۲- د ښځو مطلقه ازادي.
۳- بې قيده اختلاط او د نارينو او ښځو شرطونه.


دې شعارونو ټوله نړۍ په فساد او تباهۍ تبديله کړل او ښځو ته یې دامونه کښېښول.


د هغه ځای څخه چي اسلامي تعليماتو په وحيو سره شروع وکړل، اسلام په هره نقطه کي عدل او اعتدال ته انسانان رهبري کړي دي.


د دواړو قشرونو (نارينه او ښځينه) په اړه اسلام د عدل مراعتول او خپل وظایف سمبالول لازم کړي دي. 


د ښځي د تر ټولو مهمو وجایبو څخه يوه وجیبه د ستر او حجاب ده.


د حجاب مسئله ښځي ته د عفت ، عزت ، پاک لمنۍ او سپیڅلي شخصيت ته د ارزښت ورکولو لپاره بيان سوې ده.
حجاب بندي کېدل نه بلکې د ښځي لپاره  شرف او عزت  او د مهربانه رب له لوري یوه ستره تحفه ده.


لوی خدای جل جلاله د خپل پيغمبر صلی الله علیه وسلم په بعثت سره ښځو ته بې شمېره نعمتونه او عزتونه ورکړل.


د ښځو حقوق يې مشخص کړل، هغوی يې د جاهليت د ظلم څخه خلاصي کړې، د دې لپاره چي د هغوی عزت ثابت پاته سي پر هغوی يې حجاب فرض کړی ترڅو د مفسدینو او شهوت پرستو د منګولو وژغورل سي.


الله تعالی د نارينه او ښځي خالق دئ، هغه ذات چي د کائناتو رب دئ، ډېر ښه پوهيږي چي کوم څه زما د بنده په خير تماميږي، الله تعالی تل زموږ خير غواړي موږ د هغه چارو منعه کوي کوم چي زموږ په تاوان وي او په هغه مو امر کوي چي زموږ په ګټه وي. هغه ذات ښه پوهيږي چي د نارينو او ښځينو تر منځ روابط بايد څنګه او په څه ډول وي؟


د نارينو او ښځينو نیکمرغۍ د الله تعالی په اطاعت کي دئ.


هغه الله تعالی چي هيڅکله خپل د بنده لپاره سختي نه جوړوي بلکې‌ د خپل بنده لپاره یې اسانه او سهولت مند احکام بيان کړي دي چي په قرآن شريف کي فرمائي:


«...يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ...[سُوۡرَةُ البَقَرَة : ۱۸۵]»
یعني الله پر تاسي اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي.


هو کله کله حجاب او ستر د ښځو لپاره تکليف وي، ځيني وخت ښځي په حجاب کي زحمت او تکليف احساس کړي، دا تکاليف د اقليمي شرايطو له کبله وي، چي وروسته ورسره عادت کیږي خو مسلمانه ښځه باید د الله تعالی امر ته په خوشحالي غاړه کښيږدي (جنت هم څه ارازنه ځای نه دی). مسلمانه ښځه بايد د اقليمي شرايطو او کفري تبلیغاتو تر تأثير لاندي رانسي. که چيري ښځه حجاب ونکړي، نو الله تعالی به ځيني ناراضه سي.


بېلا بيلو فتنو او ټولني ته په کتوسره. هغه عوامل چي په يوه ټولنه کي د فتنو سبب ګرځي مخه يې بايد ونیول سي، د همدې فتنو زيږونکو څخه يو هم بې حجابي او بې ستري ده (سم حجاب نه کول او د نامحرمه نارینو سره اختلاط). خوږ نبي صلی الله عليه وسلم د حجاب په هميشه توب او عملي کولو ډیر تاکید کړی دئ.


مسلمانو خویندو! د کفري تبلیغاتو او د فاسقانو د دسیسو پر ځای د قران څخه متاثره اوسئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته