تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اصحاب الرأی چا ته ویل کیږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2018
  0

بسم الله الرحمن الرحیم


لیکنه: عبدالسلام حنفي


دا چي نن موږ  په ځیني کتابونو کي وینو لکه الابانة الاحکام في شرح بلوغ المرام چي امام ابوحنیفه رحمه الله او د ده پلویانو ته د اصحاب الرأي نسبت  سوی دی یعني دوی وايي چي امام صاحب رحمه الله په خپله رایه باندي عمل کوی په قران او حدیث يي دومره عمل نه کوی  خپله رایه يې تر قران او حدیث مخکي بلله نو رابه شو حقیقت ته چي آیا  حقیقي خبره هم داسي ده او کنه ؟


 کله چي اسلام ورځ تر بلي په دنیا کي نشر کیدی نو همدومره فقهي مسائل ډیر راپیدا کیدل .  ځینو علماؤو خپل جهد او کوښښ د فقهي مسائلو د استنباط او د هغوی د لیکلو او خلکو ته د ښودلو لپاره مصرف کړی  نو په دې وخت کي علماء په دوه قسمه شول . 


 یو قسم هغه علماء وو چي هغوی ټوله توجه  د احادیثو او د آثارو د روایت کولو طرف ته کړې وه چي دې ته اصحاب الحدیث ویل کیږي  .


او بل قسم هغه علماء وو چي هغوي د فقهي مسائلو په رایستلو بوخت وو او د احادیثو په روایتولو کي دومره بوخت نه وو مګر په وخت د حاجت کي  چي کومه مسئله به يې بیان کړله په هغه باندي به يي چي کوم حدیث دلیل نیولی وو هغه به يې روایت کړی او دغو علماؤو ته د اصحاب الرأي  لقب ورکړل شو یعني د قران او حدیث څخه يې مسائل استنباطول. او په دې نامه سره ډیر کسان خطاوتلي دي اصحاب الحدیث  دا ګمان کوي چي قیاس په شرع کي هیڅ حجت نه دی او اصحاب الرأي خپله رایه په نصوصو باندي مقدمه بولي العیاذ بالله من ذلک! 


خو حق خبره داده  چي د علماوو تقسیم په اعتبار د مشغولتیا  پر دوه قسمه دی او هره ډله  آیت د قران کریم او  سنت د رسول الله صلي الله علیه وسلم په قیاس او اجتهاد  باندي مقدم بولي.


او همدارنګه ډیر کسان په لفظ د رأي سره خطاء شوي دي  یعني دوي ګمان کوي چي  رأي عبارت له هغه رايي څخه ده کومه چي د یو کس په مجرد عقل باندي بناء وي خو خبره داسي نه ده  ځکه چي رأي په اصل کي د معاذ رضي الله عنه د حدیث څخه اخیستل شوې ده کوم چي  د اجتهاد په  حجتیت کي دلیل دی او په هغه کي  دا جمله راغلي ده (اجتهدُ رأيي ) او مراد له دې څخه قیاس دی.


لكه څنګه چي دا خبره حضرت عمر رضي الله عنه د هغه کتاب څخه معلومیږي چي ابو موسي رضي الله عنه ته يي لیږلي وو چي بیهقي د ادریس الاودي څخه را نقل کړی دی چي وايي موږ ته سعید بن ابي  بردة یو کتاب راویستی او وویل چي دا هغه کتاب دی کوم چي عمر رضي الله عنه  ابو موسي رضي الله عنه ته لیږل وو  بیا يې حدیث ذکر کړی او په هغه کي راغلي وه:


 پوه شه  پوه شه!   کوم څه چي تا په تشویش کي اچوي یا ستا په سینه کي د هغه شي په اړه شک وي چي هغه مسئله تا ته د قران کریم او سنت څخه معلومه نه وي نو بیا د هغه مشابه او مثالونه پیدا کړه  بیا پر همدغه مثالونو باندي نور مسائل قیاس کړه او په هغه باندي اعتماد وکړه چي الله جل جلاله ته محبوب وي او د حق سره مشابه وي .(السنن الکبري للبیهقي، کتاب آداب القاضي، باب مایقضي به القاضي ویفتي به المفتي. الخ . ج ۱۰ صفحه ۱۱۵)


نو پناه غواړو په الله جل جلاله سره چي خاوندان د اصحاب رأي به خپلي شخصي رایي په آیتونو د قرانکریم او  په نبوي احادیثو مخکي بولي. 


لکه څرنګه چي امام وکیع رحمه الله  د امام ابوحنیفة رحمه الله څخه روایت کړی دی چي له بعضي قیاسونو څخه په مسجد کي بولي بهتره دي: البول في المسجد احسن من بعض قياسهم ( یعني د فساد قیاسونو بدوالي يي بیان کړی دی). (تهذیب التهذیب لابن حجر ج ۱۱ صــ ۲۳۰)


او همدارنګه حافظ ابن عبدالبر رحمه الله له حسن بن صالح څخه روایت کړی دی چي وايي نعمان بن ثابت زیرک عالم په خپل علم باندي ثابت وو. کله به چي کوم خبر ( یعني حدیث ) د ده په نزد صحیح ثابت شو نو بیا يې بل شي ته توجه نه کوله . (الانتفا في فضائل الثلاثة الفقهاء . صــ ۱۲۸)


او همدرانګه بعضي خلک ګمان کوي چي اصحابه رایه یواځي احناف حضرات دي خو دا خبره هم صحیح نه ده ځکه چي دا لقب د ټولو هغو فقهاوو لپاره کاریږي چي ځانونه يې د شرعي احکامو  د استنباط لپاره وقف کړي وو  او دا لقب د مالکي مذهب فقهاوو ته هم ورکړل شوی دی نو له دې وجهي حافظ ابن عبدالبر المالکي رحمه الله په موطاء باندي چي کومه شرحه کړې د هغې نوم يې ( الاستذکار لما تضمنه الموطاء من معاني الرأي والآثار ) ایښی دی. 


امام ابن قتیبة رحمه الله  په خپل کتاب المعارف کي  یو باب ایښی او پدې باب کي يې اصحاب رأی ذکر کړي دي  نو د هغوی له جملې څخه یو هم ابن ابي لیلی ، امام ابوحنیفه ،  ربیعة الرأي،  زفر ،  اوزاعي  ، سفیان الثوري ،  امام مالک بن انس ، امام ابویوسف او  امام محمد بن الحسن رحمهم الله تعالي دي . (المعارف لابن قتیبة . صــ ۴۹۴ ـــ ۵۰۰)


او حافظ ابو الولید الفرضي  د مالکي مذهب بعضي فقهاء داسي ذکر کړي دي مثلا . لکه د احمد بن هلال  بن زید العطار په باره کي وايي ( کان حافظاً للشروط ، نبیلا في الرأي  علي مذهب اصحاب مالک ). (تاریخ علماء الاندلس ، باب احمد . ج ۱ ص ۵۹ طبع ۱۴۰۸ هـــ)


نو له دې ټولو خبرو څخه معلومه شوه چي  د اصحاب الرأي اطلاق یواځي په احنافو باندي نه دی صحیح خو لیکن دا چي د احنافو علماوو  په جزئي مسائلو کي پراخ خدمت کړی دی نو ځکه په دغه لقب سره خاص شوي دي  نو کوم کسان چي حنفي مذهب په پوره غور او عمیق نظر مطالعه نه کړي او د حنفي مذهب دلائل پیدا نه کړي  نو ځیني مسائل د بعضي احادیثو سره ظاهراٌ مخالف ورته ښکاره شي  او په دي باندي هم  پوه نه شي چي احنافو په کوم ایت یا حدیث باندي استدلال کړی دی هغه په څنکه طریقه سره دی؟ نو دا فکر ورسره پیدا شي چي دغه مسائل چي احنافو بیان کړي دي په مجرده رایه سره بناء دي چي دا خبره د ډیرو خلکو په ژبو باندي جاري ده حتي تر دې  پوري چي ډیر مخلصین محدثین له دغي خبري څخه متاثره شوي دي او دغه خطاء ادعا يې کړې ده. 


  سلیمان بن عبدالقوي الطوفي الحنبلي رحمه الله په شرح مختصر الروضة  کي څومره ښه خبره کړې ده وايي : پوه شه !  چي اصحاب الرأي په اعتبار د اضافت سره هر هغه کس دی چي  په احکامو کي په رأي سره کار کوي  نو د اسلام ټولو علماوو ته دا خبره شامله ده ځکه چي هر مجتهد په خپل اجتهاد کي  له خپل نظر او رأي څخه خالي نه وي خامخا خپل نظر او رأي وړاندي کوي که څه هم په ډیر ژور تحقیق سره وي خو دغه د اصحاب الرأي لقب که په اعتبار د علمیت سره شي نو په عرف د سلفو کي دا د عراق د علماوو علامه وه چي هغه اهل د کوفې یعني ابوحنیفة او د ده پیروان دي.


بیا يي وروسته له دې څخه یې هغه وجهي بیان کړي دي د کومي وجهي څخه چي احنافو ظاهر د حدیث پریښی دی او تاؤیل يې پکښي کړی دی نو له دغه وجهي ورته  ځیني علماوؤ د اصحاب الراي لقب ورکړی او په دوی باندي يې طعن کړی دی. (شرح مختصر الروضة . ج ۳ صــ ۲۸۹ )

 

سرته