تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي هیوادونو کي د فکري جګړې اغیز (۱۲-۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 7, 2018
  0

لیکنه: عبید الله 

لکه څرنګه مو چې په تېرو بحثونو کې د فکري جګړې د پيدايښت ، بنسټ اېښودونکو، ددغې جګړې ډولونو، تاريخي پړ اونو ، موخو او وسايلو په هکله څه ناڅه معلومات ترلاسه کړل نو دلته پوښتنه داسې پيدا کيږي چې ددغې جګړې په لاره اچونکي څومره توانېدلي دي چې ددغې جګړې د خطرناکو وسايلو په کار اچولو سره خپلې شومې موخې لاس ته راوړي يا دا چې آيا په خپله په اسلامي هېوادونو کې چې ددغې جګړې ډګرګڼل کيږي ددغې جګړې اغېزې تر څه حده پورې حس کيږي او په خپله مسلمانان ددغې جګړې له امله څومره له کړاو او بدبختيو سره مخ شوي دي؟ 

 

په ځواب کې بايد ووايو چې دا يو څرګند حقيقت دی چې د لوېدځوالو دغې فکري جګړې مسلمانان د تاريخ په پرتله تر بل هر وخت له ډېرو بدمرغيو او ناخوالو سره مخامخ کړي ، د هغوی تاريخي وياړ او حيثيت ته يې کلکه ضربه رسولې ، د هغوى يوالى او اتحاديې له مينځه وړى آن تر دې چې نن ورځ ددغه عظيم ملت په نړۍ والو چارو کې يو غيرمطرح ملت ګڼل کيږي . په هرصورت ددې لپاره چې له موضوع څخه بهر نه شو راځو هغو اغېزو ته چې نن ورځ د فکري جګړې له امله په اسلامي نړۍ کې رامينځ ته شوي دي چې هغه په لاندې ډول دي :

 

١- د دين او سياست بېلتون (سيکولريزم) :
     له سيکولرېزم څخه مطلب بې ديني او لامذهبي ده چې د هغه پر بنسټ دين بايد د انسان په ژوندانه کې هيڅ رول ونه لري يعنې په لنډ ډول وايو چې سيکولريزم د دين او سياست له بېلتون څخه عبارت دى .د سيکولريزم پديده د اسلامي امت په تاريخ کې يوه نوې پدېده ده او د اسلام په دين کې کوم اصل او حقيقت نه لري ځکه د اسلام دين يو کامل او شامل دين دى چې د ژوند ټولو اړخونو او چارو ته لازمې لارښوونې او اصول لري که هغه عادي ژوند، سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، تعليمي ، سوداګريز او يا نور اړخونه دي .

 

د يادولو وړ ده چې هغه شخص چې د لمړي ځل لپاره يې دغه ناوړه او پليد فکر رامينځ ته کړ هغه ((علي عبدالرزاق )) د (اسلام او د حکومت اصول) نومي کتاب ليکوال ؤ.


 
هغه په دې کتاب کې د خدای جل جلاله او د اسلام د مبارک دين په هکله  غيرمنطقي او غيرمعقول تورونه ولګول او ويلي يې وه : چې اسلامي شريعت د يو مجرد روح شريعت دى چې په حکومت او دنيوي چارو پورې هيڅ اړه نه لري... همدارنګه هغه ويلي دي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وخت کې اسلامي حکومت يو مضطرب (په لړزه باندې اخته ) حکومت وه همدارنګه هغه دا هم ويلي دي چې د خلفاء راشيدينو حکومتونه واړه بې دينه حکومتونه وه . (٢_٤٨_٥٠) نعوذبالله!

 

(دده دغه کتاب د ازهر د ۲۴ علماؤ لخوا رد سو، په در کي یې مختلف کتابونه ولیکل سوه او ویل کیږي چي وروسته یې د خپل دې فاسد او غرب پلوه نظر څخه رجوع وکړه.)

 

متاسفانه په ننۍ اسلامي نړۍ کې د سيکولريستي حکومتونو ډېرې بېلګې شتون لري چې د هغو هېوادونو له ډلې څخه چې تر ټولو قوي سيکولريستي حکومت لري هغه د ترکې اسلامي هېواد دی، هغه هېواد چې د شلمې ميلادې پېړې تر لمړيو پورې د ستر او بې سرحده اسلامي خلافت ټاټوبى ؤ ولې څو کاله مخکي هلته دين په مکمله توګه له سياسي او د نيوي چارو څخه بيل او يوازې تر مسجد او لمانځه پورې منحصر شوى ؤ چې په دغه هېواد کې يوه مسلمانه زده کونکې نه شوای کولاى چې په ډاډه ډول په خپل اسلامي حجاب کې زده کړه وکړي چې دا يې يوه وړوکې بېلګه وه چې ددغه سيکولريستي نظام د ناخوالو د بيانولو لپاره پاڼې لاڅه چې کتابونوته اړتيا ليدل کيږي چې دلته يې ذکرکول ناشوني دي .

 

همدارنګه په ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې بې دينه حکومتونه رامينځ ته شوي دي لکه اندونيزيا، ماليزيا، مصر، اردن، لبنان، پاکستان …او داسې نورو هېوادونو کې چې په ډېرى اسلامي هېوادونو کې دغه پليده پديده تر ډېره حده بريالۍ شوې هم ده خو د هغو هېوادونو له ډلې څخه چې دغه پديده پکې له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده يو هم زمونږ ګران هېواد افغانستان دی چې په تاريخي لحاظ کله چې انګرېزانو د افغانانو په وړاندې په جګړه ايزه ډګر کې ماتې وخوړه نو بيا امان الله خان له يوې سترې سيکولريستي برنامې سره د خلکو مخ ته په داسې ډول رامخ ته سو چې هغه د اتل او غازي حيثيت ګټلى وه چې وروسته یې په خپل ټول توان سره وغوښتل چې دغه پديده په افغانستان کې پلې کړي او ددې کار لپاره يې د اصلاحاتو او ريفورم په نوم ډېر داسي غیر دیني کارونه ترسره کړل چې مختلف اسلامي اصول يې له حکومتي نظام څخه ليرې کړل د خلکو په ژوندانه کې يې په مختلفو شرعي احکامو بنديزونه ولګول لکه پر حجاب بندیز... خو له نيکه مرغه د لوى خداى جل جلاله په فضل او د افغان ملت د ويښوعلماوو په هڅو او همدارنګه د وياړلي افغان ملت د مقاومت پر اساس ددغه سيکولرستي دسیسې ټول پلانونه له خاورو سره خاورې او د غربي سيکولريستانو ټولې هېلې په سيند لاهو شوې .(١_٢٦٦)

 

٢- په اسلامي هېوادونو کې واک ته د بې دينه مشرانو رسېدل : 
     د فکري جګړې يوه بله لويه اوناوړه پايله او اغيزه په اسلامي هېوادونو کې د بې دينه مشران واکمن کېدل دي په دې معنى چې په ډېرى اسلامي هېودونو کې نن ورځ داسې مشران واکمن دي چې هغوى پرته له دې څخه چې د خپل دين (اسلام) لپاره د يو خادم په صفت کار وکړي هغوى د لوېديځ او ختيځ د استازيو په توګه په خپله د اسلام د نړولو لپاره هڅې او هاند کوي .


     چې د ننۍ اسلامي نړۍ په ډېرو هيوادونو کې دغه ډول مشران واکمن دي په داسې حال کې چې تر اوسه د ډېرو اسلامي هېوادونو يوه اندازه قوانين اسلامي بڼه لري او ملتونه يې هم په کلکه اسلامي روحيې سره سمبال دي خو د همدغو بې دينه مشرانو له لاسه دغه اسلامي قوانين له پامه غورځول کيږي او نه پلي کيږي او دغه مسلمان ملتونه په ډول ډول بهانو او چالونو سره ځوروي او د بدلون قوه يې له مينځه وړي.

 

     همدارنګه نن ورځ مونږ په خپل ګران هېواد افغانستان کې دغه پديده په خپلو سترګو سره وينو چې زمونږ په سرلوړي ، مسلمان او مجاهد ولس باندې بې دينه او د غرب پلویان واکمن دي او د هېواد په راس کې د نشیانو، غلو او پاټکيانو....او داسې نورو خرڅ شويو څېرو څخه جوړ يو مخلوط حال قرار لري چې د غربيانو د ګټو او د هغوی د حاکمیت او د خپلو جیبو د ډکیدو لپاره هره ورځ زمونږ ګران او غيرتي هېوادوال په بې رحمانه توګه مړه او بنديانوي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورپسې برخي:

٣- د ارتداد يا له اسلام څخه د ګرځېدو ناورين
٤- د اسلام د مبارک دين د خپراوي څخه مخنيوى
٥- د اسلامي مقدساتو سپکاوى
٦- د مسلمانانو ترمينځ د خپل مينځي شخړو رامينځ ته کېدل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته