تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- که د غسل په اړه معلومات راکړئ
 
  March 28, 2012
  0

 سوال : خپل سلامونه وتاسو محترمو ته وړاندي کوم اوده ښه صحت خاوندان اوسی که مهربانی وه کړی ده غسل په باره کی څه معلومات راکړئ نو ډېره مهربانی به مو وي ؟


 د سوال کونکي نوم : احمدولی ولیزاده

جواب : په غسل کي يو ځلي د خولې ، پزي او ټول بدن پرېولل فرض دي  د غسل مسنون طريقه پدې ډول ده : 

اول استنجاء وهل کيږي ، د بدن يو ځاى که يې په مرداريو ککړ وو هغه به ومنځي ، د استنجاء وروسته به مکمل اودس تازه کړي يعني لاسونه به تر مړوندو درې ځلي پرېمنځي ، بيا به مسواک ووهي او خوله به درې ځلي پرېولي ، ورپسې به پزه بيا مخ بيا دواړه لاسونه تر څنګلو درې درې ځلي پرېمنځي ، بيا د سر ، غوږو ، غاړي مسح کيږي ، بيا دواړي پښې درې درې ځلي تر بجلکو پرېمنځل کيږي  د لاسو او پښو په پرېوللو کي د ګوتو خلال هم کيږي  د اوداسه وروسته درې ځلي پر سر اوبه اچول کيږي ، بيا پر راسته او چپه اوږه يعني پر پاته بدن درې ځلي اوبه اچول کيږي .

که چا غسل پداسي ځاى کي کاوه چي هلته اوبه ډم درېدلې هغه به په اوداسه کي پښې نه پرېولي بلکي څه مهال چي پر سر او ټول بدن اوبه تيري کړي د هغه ځاى څخه به ګوښه سي او  دواړي پښې به پرېمنځي .
 
ماخذ: تعليم الاسلام مجله، ۸ ګڼه- د دارالافتاء څانګه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته