تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غربيانو دسيسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 6, 2018
  0

لیکنه: اسد الله انعام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بالآخره كينه ګرو غربيانو درك كړه چي قرآن كريم، اسلامي خلافت، كعبه شريفه، نبوي مسجد او اسلامي جهاد هغه څه دي چي د مسلمانانو وحدت او قوت او عظمت يې ساتلى دى. په ځانګړې توګه خلافت د اسلامي امت په منځ کي هغه رڼه مناره ده چي د تورو شپو په تروږميو کي هم مسلمانانو ته د راټولېدو لاره ښيي.

 

او په دې سره سلا او يوه خوله سول، چي بايد لومړى د اسلامي امت دغه دنګه مناره ونړوي او مسلمانان په وژونكو تيارو کي تر خپل ګذار لاندي راولي. د خلافت د دغه دنګي منارې د نړولو پر پروسې د غربيانو درې پيړۍ ولګيدې. بالآخره په فلسطين کي د انګليسي قواوو له مسئول (اللنبي) سره د مصطفي كمال اتاترك - په فلسطين کي د اسلامي خلافت د څلورم ځواك قوماندان د خاينانه معاملې په پايله کي فلسطين سقوط وكړ او د انګليسانو په لاس پريوت.

 

 اتاترك تركيې ته راوستل سو او په فلسطين کي استعمار ته د كړي خدمت به بدل کي ئې تركيه وروسپارله. په دي شرط چي په راتلونكي کي به د استعمار څلورو اساسي شرطونه پلي كوي. دا شرطونه عبارت دي له:

 

 (۱) د اسلامي خلافت ړنګول.
 (۲) د خلافت د احياء او اعادې لپاره د هر ډول خوځښت له منځه وړل.
(۳) د اسلامي قانون پر ځاى د اروپايي (سيكولر) قانون پلي كول.
 (۴) او د اسلامي شعايرو پر ضد جګړه.


ماخذ: علمانیت یا سیکولرزم

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته