تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحیح لذاته درجې، د بخاري او مسلم ځانګړتیاوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 7, 2018
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه احاديث چي صحيح لذاته بلل کيږي هغه هم په خپل منځ کي تفاوت سره لري ځکه ځيني ئې د صحت په بيخي اعلى او لوړه درجه کي قرار لري او ځيني نور ئې بيا نسبت و هغو ته په کښته درجه کي وي .

 
لهذا هغه صحيح حديث چي راويان ئې د عدل او ضبط په ډيره لوړه کچه او درجه کي قرار لري د هغوى خبر نسبت د هغوى څخه د کښتي درجې و راويانو ته اصح بلل کيږي . يعني لکه څنګه چي مقبول احاديث د راويانو د صفاتو له کبله  پر څلور تقسيمه او کټګورۍ وېشل کيږي او اول قسم ئې د صحيح لذاته په نامه ياديږي دغه ډول صحيح لذاته بيا هم پخپل منځ کي تفاضل او مراتب لري ځيني ئې اعلى ځيني ئې متوسط ځيني ئې د کښتي درجې صحيح لذاته بلل کيږي او په ترتيب سره ئې مثالونه لاندي ذکر کيږي : 


۱: د اعلى او لوړي درجې د جملې څخه يو هغه احاديث دي چي زهري ئې د سالم بن عبدالله بن عمر رضی الله عنه  څخه او سالم ئې بيا د خپل پلار ابن عمر  رضی الله عنه څخه رانقلوي؛ دغه  ډول محمد بن سيرین عن عبيده بن عمرو عن على دغه ډول ابراهيم نخعي عن علقمه عن ابن مسعود دا هغه سندونه دي چي ځيني ائمه کرام ئې اصح الاسانيد بولي . 


۲: د متوسط او ميانه درجې اسانيد دا ډول دي لکه يزيد بن عبدالله بن ابي برده رضی الله عنه  ئې د خپل نيکه ابو برده رضی الله عنه  څخه هغه ئې بيا د خپل پلار ابو موسى رضی الله عنه  څخه روايت کوي ؛ دغه ډول حماد بن سلمه عن ثابت عن انس رضی الله عنه . 


٣: د صحيح لذات په دريمه درجه کي بيا هغه احاديث قرار لري چي په دې ډول اسانيدو رانقل سوي وي لکه سهيل بن ابي صالح عن ابي هريره رضی الله عنه. دغه ډول علاء بن عبدالرحمن عن ابيه عن ابي هريره رضی الله عنه ؛ ددې درو واړو درجو راويان د عدل او پوره ضبط خاوندان دي خو په متفاوت ډول لکه څنګه چي ذکر سول . 


لهذا د لمړۍ درجې د راويانو مرويات تر وروستۍ مقدم او اصح ګڼل کيږي دغه ډول د دوهمي درجې د راويانو روايات تر دريمي درجې وړاندي او اصح بلل کيږي او د دريمي درجې د راويانو روايات بيا د هغو راويانو تر روايت مقدم شمېرل کيږي چي د هغوى روايت د حسن په رديف او قطار کي راځي د هغوى د جملي څخه ځني دا دي : 


 محمد بن اسحاق عن عاصم بن عمر عن  جابر رضی الله عنه  دغه ډول عمرو بن شعيب او شعيب بيا د خپل نيکه عبدالله بن عمرو بن العاص څخه روايت کوي . 


 پورتني دوه سنده د راويانو د صفاتو له کبله د حسن په درجه کي شمېرل کيږي چي د احادود مقبولو حديثو په درېيمه درجه کي قرار لري ؛ پر دغو مراتبو باندي دې ته ورته او مشابه مرجحه صفات قياس کېدلاى سي . 


متفق علیه احادیث او د صحیحینو تفردات
د صحيح احاديثو د خپل منځي تفاضل په زمره او ډله کي متفق عليه حديث هم راځي يعني هغه حديث چي امام بخاري او  امام مسلم دواړو ئې په صحيح البخاري او صحيح مسلم کي تخريج او روايت کړى وي . متفق عليه په صحت کي تر هغه حديث مقدم او مخته شمېرل کيږي چي د هغه تخريج يوازي بخاري او مسلم کړى وي.  


هغه حديث چي يوازي امام بخاري په صحيح البخاري کي رانقل کړی وي تر هغه مخته او مقدم بلل کيږي چي هغه بيا يوازي امام مسلم په صحيح مسلم کي رانقل کړى وي ؛ ځکه چي صحيح البخاري او صحيح مسلم ټولو علماء کرامو ته د منلو وړ او د قبوليت مقام حاصل  کړى دى او اکثريتو علماوو  صحيح البخاري تر صحيح مسلم مقدم ګڼلى دى نوځکه متفق عليه ارجه بلل کيږي او د هغه  پسي بيا په صحيح البخاري کي د امام بخاري تفردات د امام مسلم تر تفرداتو مقدم ګڼل کيږي . 


د ابو علي نيشاپوري دا وينا چي وايي : 
  مَا تَحْتَ أَدِيمِ السَّمَاءِ أَصَحُّ مِنْ كِتَابِ مُسْلِمٍ. (مسلم )
ژباړه : تر اسمان لاندي تر صحيح مسلم اصح کتاب وجود نه لري .  


 دا وينا که څه هم تر صحيح مسلم غير له قران څخه د بل اصح او غوره کتاب نفي کوي خو د صحيح مسلم سره د برابر کتاب د شته والي نفي نه په راځي نو ځکه د ابو علي وينا په صراحت سره دا معنى نه ورکوي چي صحيح مسلم د ده په نزد تر صحيح البخاري غوره دى بلکي کېدلاى سي چي دا دواړه دي دده په اند برابر وي ؛ دغه ډول ځينو د مغرب علماوو چي صحيح مسلم ته ئې پر صحيح البخاري فضيلت ورکړى دى هغه د اصحيت په اعتبار نه دى او نه د هغوى څخه يو چا په صراحت صحيح مسلم تر صحيح البخاري اصح بللى دى بلکي صحيح مسلم ئې د ښه ترتيب او وضع په اعتبار تر صحيح البخاري غوره او افضل بللى دى. د جمهور علماء کرامو په اند تر قران وروسته صحيح البخاري تر ټولو اصح کتاب دى د دې خلاف قول د صحيح البخاري د اصحيت د وجود شاهد ردوي نو ځکه د صحيح  البخاري تفردات تر صحيح مسلم غوره او مقدم شمېرل کيږي .  ځکه هغه صفات چي په  صحيح البخاري کي د حديث د صحت مدار ګرځول سوى دى هغه د صحيح مسلم تر کتاب ډير سخت او  اتم  دي چي تفصيل يي په دې ډول دى:  


د سند اتصال: د حديث د صحت له پاره يو د سند اتصال ضروري دى لهذا يو سند چي څوني د انقطاع د احتمال څخه خوندي وي هغه هومره پياوړى او صحيح ګڼل کيږي ؛ ځکه په سند کي که د يو راوي د حذف او سقوط احتمال  پيدا کيږي نو د هغه سره جوغ سوي راوي د عدالت او ضبط په هکله سوال پيدا کيږي د سند په اتصال کي د امام بخاري شرط تر امام مسلم پیاوړی او مضبوط دی ځکه چي امام بخاري عنعنه یعني په عن باندي روایت لکه فلان عن فلان هغه وخت متصل ګڼي چي په عن باندي روایت کوونکی د مروي عنه معاصر وي او هم  ئې لږ تر لږه یو ځلي ملاقات ور سره ثابت سوی وي خو امام مسلم رحمه الله ددې دوو شرطو څخه فقط  پر معاصرتوب باندي اکتفاء کوي.


لهذا یو راوي چي مُدلِّس نه وي او هغه د خپل هم عصر څخه په عن روایت کوي او د راوي او مروي عنه تر منځ لیدنه او ملاقات ثابت سوی نه وي دغه ډول سند د امام مسلم رحمه الله په آند متصل ګڼل کیږي.


په داسي حال کي چي همدا سند امام بخاري رحمه الله متصل نه ګڼي د همدې شرط له کبله صحیح البخاري د صحیح مسلم څخه د سند د اتصال له کبله پیاوړی او مضبوط دی.


د راوي صفات: د حدیث د صحت مدار دوهم د راوي پر صفاتو باندي دی د حدیث راوي چي څوني د عدل او ضبط څښتن وي هومره یي روایت د منلو وړ او صحیح وي. د راویانو د عدالت او ضبط په اعتبار هم صحیح الخاري تر صحیح مسلم پیاوړی او مضبوط دی ځکه چي هغه راویان چي پر هغوی ګوت نیونه سوې او تر انتقاد لاندي راغلي دي د هغوی تعداد په صحیح مسلم کي تر صحیح الخاري زیات دی.


په صحیح البخاري او صحیح مسلم کي ځیني راویان د دواړو تر منځ مشترک دي یعني هم امام البخاري او هم امام مسلم په صحیحینو کي روایت ځيني  کوي خو ځینی نور بیا داسي دي چي یوازي ئې یوه روایت رانقل کړی وي دا ډول راویان چي یوازی امام بخاري په صحیح البخاري کي راویت ځيني کوي څلور سوه پنځه دیرش (۴۳۵) کسان دي چي پدې جمله کي يي تقریبا پر اتیا کسانو (۸۰) وینا سوې ده او تر اعتراض لاندي دي.


او هغه راویان چي د هغوی څخه بیا یوازي امام مسلم په صحیح مسلم کي روایت کوي د هغوی تعداد شپږ سوه شل (۶۲۰) کسان دي چي په دې جمله کي یو سل او شلو (۱۲۰) کسانو ته کوت نیونه سوې ده.


لهذا د راویانو د قبولیت د صفاتو له مخي هم صحیح بخاري تر صحیح مسلم ارجح او غوره ګڼل کیږي .


شذوذ او اعلال: د حدیث د صحت له پاره درېیم شرط دا دی چي شاذ او معلل به نه وي د شذوذ او اعلال د نشته والي له کبله هم صحیح البخاري تر صحیح مسلم رجحان لري. ځکه هغه احادیث چي انتقاد پر سوی دی د هغو تعداد د صحیح البخاري دا تر صحیح مسلم کم دی.


د دواړو کتابو پر دوو سو لسو (۲۱۰) احادیثو باندي انتقاد سوی دی چي دوه دیرش (۳۲)  ئې تر منځ مشترک دي او اته اویا (۸۷) ئې یوازي د بخاري مرویات دي او سل (۱۰۰) ئې یوازي د مسلم د مرویاتو څخه دي.


د سند اتصال، د راویانو عدالت او ضبط ، عدم شذوذ او عدم علت پنځه واړه د حدیث د صحت شرطونه دي او همدا شرطونه د مخکني مقایسې له مخي په صحیح الخاري کي د صحیح مسلم په پرتله ډیر پیاوړي او مضبوط دي؛ علاوه پر دې علماء کرام پر دې متفق او یوه خوله دي چي امام بخاري رحمة الله علیه په علومو کي تر امام مسلم رحمة الله علیه لوړ او د حدیثو په فن کي ماهر وو. او بل دا چي امام مسلم د امام بخاري شاګرد وو د امام بخاري څخه ئې استفاده او اخذ کاوه او د هغه پر پله او قدم تلی.


دار قطني وایي: لَو لاَ البُخَارِي لَمَّا رَاحَ مُسلِمِّ وَلاَ جَاء.
یعني که امام بخاري نه وای امام مسلم به په دې فن کي نه څرګند سوی وای او نه به ئې په دې ډګر کي قدم ایښودلای وای نو ځکه د صحیح الخاري احادیث د صحیح مسلم تر احادیثو بلکي د حدیثو تر ټولو کتابونو د صحت له مخي مقدم او ارجح ګڼل کیږي.


د صحیح البخاري وروسته صحیح مسلم د ارجحیت او اصحیت په مقام کي قرار لري ځکه هغه هم د صحیح البخاري په شان ټولو علماوو ته د منلو وړ ګرځېدلی دی او قبولیت عامه ئې حاصل کړی دی غیر له هغو څو روایاتو څخه چي انتقاد پر سوی دی.


تر تصحیحینو وروسته اصح کتابونه
ددې وروسته د اصحیت په اعتبار هغه مقدم بلل کیږي چي علي شرطهما وي .( علي شرطهما هغه حدیث ته وایي چي په صحیح البخاري او صحیح  مسلم کي نه وي رانقل سوي لیکن راویان یې ټول د صحیح البخاري او صحیح مسلم راویان وي) او ددې باوجود  د حدیث د صحت نور ټول شرایط یې هم پر ځای وي؛ ځکه چي صحیح الخاري او صحیح مسلم ټولو علماوو ته د منلو وړ او د قبولیت مقام لري همدا قبولیت ددې دوو کتابو د راویانو د توفیق او تعدیل مستلزم ګرځي.


یعني دا چي علماء د دې دوو کتابو احادیث قبلوي هغه له دې جهته چي د دې دوو کتابو پر راویانو اعتماد لري او د عدالت او ضبط څښتنان ئې ګڼي نو ځکه د صحیح البخاري او صحیح مسلم د راویانو څخه که په یو بل کتاب کي حدیث را نقل سي او د همدې حدیث تخریج امام بخاري او امام مسلم نه وي کړی او د صحت نور شرایط ئې پر ځای وي هغه هم ارجح او اصح ګڼل کیږي. البته دا په درېیمه درجه کي قرار لري اول  مقام په صحیح البخاري دوهم په صحیح مسلم پوري اختصاص لري.


لکه څنګه چي د صحیحینو اول متفق علیه بیا د بخاري تفردات په صحیح البخاري کي  بیا د مسلم تفردات په صحیح مسلم کي د تفاضل خپل منځي ترتیب لري دغه ډول د دې وروسته اول علي شرطهما ، بیا علي شرط البخاري ، بیا علي شرط مسلم خپل منځي مراتب لري او هر یو د خپل اصل تابع ګرځول کیږي. الته ځیني علي شرطهما د امام مسلم د تفرداتو سره برابر ګڼي .


د پورتني ترتیب څخه د احادیثو د کتابو په اعتبار په مجموعي ډول د صحیح لذاته اووه قسمه لاس ته راځي: 


١_  متفق علیه.
٢_ د بخاري تفردات.
٣_ د مسلم تفردات . 
٤_ علي شرطهما.
٥_ علي شرط الخاري.
٦_  علي شرط مسلم .


صحیح ابن خزیمه، صحیح ابن حبان او صحیح الحاکم
په اومه درجه کي هغه احادیث قرار لري چي نه په صحیح الخاري او صحیح مسلم کي وي او نه علی شرطهما یا علی شرط احدهما وي خو مولف ئې په خپل کتاب کي د صحیح احادیثو د تخریج التزام کړی وي.لکه:  صحیح ابن خزیمه  بیا صحیح ابن حبان بیا صحیح الحاکم  په دغو درو کتابو کي اول صحیح ابن خریمه بیا صحیح ابن حبان بیا صحیح الحاکم په اصحیت او ارجحیت کي مقدم شمېرل کیږي.


د صحیح بخاري یا صحیح مسلم ارجح روایات او سلسلة الذهب
مخکنی ترتیب او تفاضل نظر د یاد سوو وجوهاتو پر بنسټ دی او که یو قسم د ځینو نورو وجوهاتو له مخي پر ما فوق ترجیح پیدا کړي نو بیا هغه مقدم ګڼل کیږي. د مثال په ډول که د صحیح مسلم یو مشهور حدیث چي د تواتر حد ته نه وي رسېدلی د یوې قرینې له کبله علم افاده کړي نو د صحیح مسلم دا ډول خبر مثلا د صحیح البخاري تر هغه خبر مقدم ګڼل کیږي چي هغه فرد مطلق یعني غریب وي.

 

همدا راز که یو حدیث چي په صحیح الخاري او صحیح مسلم کي نه وي را نقل سوی په یو بل کتاب کي په دا ډول سند را نقل سوی وي چي هغه اصح الاسانید بلل کیږي. لکه: مالک عن نافع عن ابن عمر (رضي الله عنما) چي دغه سند ته سَلسَلَةُ الذَّهَبِ یعني طلائې کړی هم وایي نو بیا دغه ډول خبر تر هغه خبر اصح او مقدم بلل کیږي چي امام بخاري یا امام مسلم ئې په انفرادي ډول روایت کوي.


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

سرته