تازه سرليکونه
د (علوم الحديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مصطلح الحدیث: په روایت کي متابعت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 29, 2019
  0

لیکنه: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په تيرو پاڼو کي مو ولوستل چي غریب او فرد حديث دوه ډوله دی يوه ته يې فرد مطلق او بل ته ئې فرد نسبي وايي .
فرد مطلق هغه ته وايي چي د صحابي څخه ئې فقط يو راوي روايت کوي او فرد نسبي بيا هغه ته وایي چي د صحابي څخه ئې څو کسان روايت کوي خو په هغوی کي بيا د يوه کس څخه فقط يو راوي روايت کوي . دغه ډول حديث کېدلاى سي مشهور وي په متعددو سندونو رانقل سوی وي خو د يو مشخص راوي له کبله چي د هغه څخه ئې فقط يو راوي روايت کوي فرد نسبي بلل کيږي .


يو حديث چي فرد نسبي ګڼل سوى وي خو وروسته ښکاره سي چي د کوم شخص په نسبت چي فرد نسبي بلل سوى دى هغه يوازي نه دی بلکي بل چا هم دا حديث د هغه د شيخ څخه رانقل کړى دى نو بيا اول راوي چي  د هغه له کبله روايت فرد نسبي بلل سوى دى متابع بلل کيږي او دوهم راوي چي وروسته موندل سوى دی چي د اول راوي د شيخ څخه د مذکوره حديث روايت کوي متابع بلل کيږي.


متابعت ځان ته مراتب لري که خپله د راوي متابعت وموندل سي هغه ته متابعت تامه وايي او که د راوي د شيخ يا د هغه څخه د پورته کسانو متابعت پيدا کړل سي هغه ته بيا متابعت قاصره وايي .


يو خبر چي فرد نسبي ګڼل سوى وي او وروسته ئې متابعت وموندل سي نو هغه خبر قوت مومي ځکه چي د سند په تعدد سره روايت تقويه کيږي.


د متابعت تامه مثال:
امام شافعي  رحمه الله په کتاب الام کي د مالک عن عبدالله بن دينار عن ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت کوي  : 

أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال :الشهر تسع وعشرون فلا تصوموا حتى تروا الهلال ولا تفطروا حتى تروه فإن غم عليكم فأكملوا العدة ثلاثين.


ترجمه : مياشت کله نويشت وي نو ترڅو چي (د روژې) مياشت مو ليدلې نه وي روژه مه نيسئ او تر څو چي (د شوال) مياشت موليدلې نه وي اختر مه کوئ او که مياشت درته ښکاره نه سوه نو بيا (د شعبان او رمضان د ورځو ) شمېر دېرش پوره کوئ (وروسته روژه او اختر کوئ).


پورتنی حديث په مذکوره الفاظو د ځينو په ګمان د امام شافعي د تفرداتو څخه ګڼل سوى دى، وايي: يوازي امام شافعي د مالک رحمهما الله څخه رانقل کړى دی  او دائې د امام شافعي په غريبو حديثو کي حساب کړى دی ځکه نورو کسانو د امام مالک څخه په دې ډول الفاظو (غُمَّ عَلَيْكُمْ فَاقْدُرُوا لَهُ ) رانقل کړی دی .


ترجمه: که مياشت درته ښکاره نه سوه نو بيا اندازه ورته لګوئ يعني شعبان او رمضان دېرش پوره کوئ بيا روژه او اختر کوئ که څه هم مياشت ونه وينئ . ليکن وروسته څرګنده سول چي امام شافعي متابع لري چي هغه عبد الله بن مسلمة قعنبي دى چي پورتنی حديث ئې د امام مالک څخه د شافعي د الفاظو په شان رانقل کړى دى لکه څنګه چي امام بخاري د هغه تخريج کړى دی .


د پورتني حديث په روايت کي امام شافعي متابع بلل کيږي . دغه متابعت ته متابعت تامه وايي ځکه عبد الله بن مسلمة د امام شافعي صاحب متابعت د هغه د شيخ يعني مالک څخه په روايت کولو کي کړی دی .


په صحيح ابن خزیمة کي د امام شافعي متابعت قاصره هم موجود دى هلته عاصم بن محمد عن ابيه محمد بن زيد عن جده عبد الله بن عمر څخه  په لفظ د (فَأَكْمِلُوا ثَلاَثِينَ) رانقل کړی دی دلته محمد بن زيد د امام شافعي د شيخ د شيخ  يعني عبد الله  بن دينار متابعت د عبد الله بن عمر څخه د مذ کوره الفاظو په روايت کولو کي کړی دی او دا متابعت قاصره بلل کيږي .


متابعت تامه او متابعت قاصره يوازي په الفاظو کي نه حصر کيږي بلکي که متابع په بېلو الفاظو هم هغه معنی رانقل کړي هغه ته هم متابعت وايي خو دا ضروري ده چي روايت به د هم هغه يوه صحابي څخه وي.


نور ان شاءالله بیا...


ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته