تعلیم الاسلام ویب پاڼه
آيا پوهېږی، چي د ليتيمو تر ټولو لويي زېرمي په کوم هيواد کي دي؟
لېتيم څه شی دئ او د هغه څخه د کوم مقصد له پاره استفاده کيږي؟
لېتيم يو کيمياوي عنصر دئ، سمبول ئې (Li) دئ او اتومي نمبر ئې (۳) دئ. په (۱۸۰۰) مېلادي کال کي د يو برازيلي پوه او سياستوال جوزه بونيفاسيو دو اندرادا ای سلوا٬٬ (Jose Bonifacio de andrada e Silva) په واسطه په يوه سويډني کان کي وموندل سو. نن ورځ په نړۍ کي ډېر زيات لېتيم په ارجنټاين، استراليا، برازيل، کاناډا او چلي هيوادونو کي استخراجيږي.
په افغانستان کي د لېتيمو د موجوديت په اړه تر تېري لسيزي پوري، څه نا څه تحقيقات سوي وه؛ مګر نن سبا په افغانستان کي د لېتيمو د ډېرو لويو زېرمو د سته والي خبري کيږي. په هرات، فراه او غزني کي د لېتيمو خورا پراخي زېرمي سته، په دې وروستيو کي يو لوړ پوړي مقام ويلي دي: د افغانستان په شرقي سيمو کي د لېتيمو يو ډېر لوی کان موندل سوی دئ.
لېتيم (Li) يو له ډېرو قيمتي، ارزښتناکواو د طبيعت د نه نوي کېدونکو فلزونو له ډلي څخه دئ، چي د ټکنالوجيکي صنعت د پرمختګ په برخه کي يو حياتي محرک ګڼل کيږي. دغه کم پيدا کېدونکی فلز د تکنالوجۍ په نني صنعتي بازار کي ستراتيژيک رول افاده کوي، د لېتيم عنصر په موډرنه تکنالوجي کي د مصرف ډېر پراخ بازار لري. لېتيم د نورو ټولو فلزونو په نسبت په ډېره کمه انرژي او ساده ډول د اوبو سره تعامل کوي او د برق د تېرولو ډېر ښه هادي ګڼل کيږي.
نن ورځ د لېتيمو څخه د ښيښې په توليدولو، اتوپتيکو عدسیو، سراميک موادو، برقي او الکترونیکي محصولاتو او په خاص ډول لېتيم (Li) د بيټرۍ د توليد او جوړولو په صنعت کي له ډېرو با ارزښتو اوليه توکو څخه ګڼل کيږي، چي د هغو د مختلفو ډولونو څخه د موبائل، لپ ټاپ او د راتلونکي برقي موټر له پاره د کليدي او اصلي توکو په توګه استفاده کيږي.
د صنعتي ګازو د توليد، په فضايي او نظامي برخه کي، د جامدو سوځوونکو موادو، هوايي بېړيو، هايدروجني او اتومي بمونو په تشکيل کي هم ورڅخه استفاده کيږي. جالبه لا دا ده، چي په طب کي هم د استعمال خورا پراخه ساحه لري، د مختلفو عصبي، رواني او نورو مريضيو په تداوي کي ورڅخه استفاده کيږي.
زموږ په ګران هيواد افغانستان کي د موجودو لېتيمو اندازه دونه ده، چي کولاي سي هيواد په نړۍ کي د یو اقتصادي نمونې په توګه معرفي کړي. د امريکا د دفاع وزارت يه يو داخلي رپوټ کي راغلي دي، چي افغانستان د خپلو لېتیمو له مخه کولای سي، چي د سعودي عربستان په ډول د اقتصاد په نړۍ کي ځای پيداکړي.
د لومړنيو رپورټونو مطابق د افغانستان د لېتیمو د زېرمو قيمت او بيه له يو تريليون څخه زياته اټکل سوې ده. د دغه عنصر د سم مديريت په صورت کي کولای سو، د افغانستان د مسلمانانو روښانه راتلونکی تصور کړای سو.
لېتيم (Li) په افغانستان کي د موجودو سلونو معدني زېرمو له ډلي څخه یو بولګه ده، آيا فکر کوئ، چي د افغانستان مسلمانان به د دغه ګران بيه او نادِر عنصر څخه سالمه استفاده وکړي او يا دا چي بيا هم د نورو ټولو زېرمو پر ډول د دې مځکي لېتيم هم د پرديو او غربي غلو له خوا غلا سي؟!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه