تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیسائیت په افغانستان کي (۲)
  تعلیم الاسلام
  November 14, 2017
  0

 

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

 

ایا حضرت عیسی علیه السلام عیسائیت پېژندئ؟

 

نه! هیڅکله نه.

 

 دغه کلمه عیسائیت او مسیحیت نه حضرت عیسی علیه السلام پېژني ، نه دغه کلمې ده پخپل ۳۳ کلن ژوند کي و چا ته استعمالې کړیده او نه هم ده خپل دین ته عیسائیت او مسیحیت وایه، او کله چي حضرت عیسی ابن مریم علیه السلام د دوهم ځل لپاره د اسمانو څخه راکښته سي او دغه عیسایان ورته ووایي چي موږ ستا د دین عیسائیت او یا د مسیحیت پیروان یو، نو په اصطلاح حضرت عیسی علیه السلام به یې پر مخ په څاپېړه ووهي چي زه نه عیسایي یم، نه مسیحي یم، نه زما دین عیسائیت وو، نه مسیحیت وو او نه  هم دغه کلمې او مفکورې پېژنم؛ دا ځکه چي نه حضرت عیسی علیه السلام دغه کلمې اورېدلي وې او نه یې هم استعمال کړي وې.

 

او بل که چيري دغه عیسایان ورته ووايي چي دغه اوسنۍ نوې عهدنامه (New Testament) هغه وحې دي چي پر تا نازلي سوي وې، نو حضرت عیسی علیه السلام  به ورته ووايي چي په دې کي زما یوه خبره نسته دا ځکه چي په دغو کتابونو کي زیات کتابونه زما سر سخته دښمن پال (پولس)  لیکلي دي، چي زما په ژوند کي زما سخت دښمن او یهودي عالم وو، او بل دغه څلور انجیلونه یا انجیل متي دی، یا انجیل مرقوس دی، یا انجیل لوقا دی او یاهم انجیل یوحنا دی، هغه زما اصلي انجیل چي الهي وحي وې (انجیل عیسی) هغه چيري دی؟؟؟

 

بله د یادونې وړ خبره داده چي د (عیسائیت او یهودیت) نوم نه په اوسني بایبل کي سته، نه په اوسني تورات کي سته او نه هم په تلمود کي سته، که موږ اسلام ته راسو، د (اسلام) توری هم په قرآنکریم کي سته او هم په مبارکو احادیثو کي شتون لري، لکه د بېلګې په ډول سره: ان الدین عند الله الاسلام. الایة

 


که موږ له عیسایانو او یهودو څخه پوښتنه وکړو چی تاسو دغه د (عیسائیت او یهودیت) نومونه له کومه پیدا کړل؟ دوی به هک پک حیران سي؛ چي همدا پوښتنې موږ ورڅخه کړیدي.

 


نور بیا...

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته