تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اوبو سره درملنه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 14, 2017
  0

لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد 

په اوبو سره درملنه!


هر انسان په ورځ کي ۲۳۰۰ سي سۍ اوبو ته اړتیا لري چي ۱۰۰۰ سي سۍ د غذایي مواو څخه، ۱۰۰۰ سي سۍ د څښاک څخه او ۳۰۰ سي سۍ د موادو د اکسیداشن څخه لاسته راوړي.
اوبه د پوستکي د تازوالي لامل ګرځي او په بدن کي مسموم مواد تصفیه کوي. 


باید ووایو چي د انسان بدن هرکله اوبه د لاسه ورکوي، پوستکی او سږي ۸۰۰ سي سۍ، مدفوع ۱۰۰ سي سۍ او ادرار د ۵۰۰ تر۹۰۰ سي سۍ پوري اوبه له بدن څخه باسي.
“ال. سي.ال ونسان” وایي: ژوند بیله اوبو یعنی مرګ.


د جاپان هیواد څیړونکو په یوه مقاله کي لیکي چي د سهار له خوا د اوبو څښل د ډیرو ناروغیو د درملني لامل کیږي لکه د مفصلونو درد، شکره، د ویني فشار... حتا د سرطان!
دغه درملنه (د اوبو د درملني) یا WATHER THERAPY په نامه یادیږي چي په لاندي ډول ده:


1. سهار وختي د غاښونو د برس کولو څه مخکي څلور ګیلاسه اوبه څښئ. 
2. ۱۵ دقیقې وروسته مو غاښونه برس کړئ.
3. تر راتلونکو ۴۵ دقیقو پوري غذا مه خوری.
4. د هرې غذا خوړولو څخه ۱۵ دقیقې وروسته (سهار، غرمه او ماښام) تر ۲ ساعتو پوري د اضافه خوړلو او چښلو څخه ډده وکړی.
5. که چیري د ډیر عمر لرونکي کسان د اوبو تر درملني لاندي راځي او ۴ ګیلاسه اوبه نسي څښلای، کولای سي چي د ۲ ګیلاسو اوبو په څښلو سره شروع وکړي او د وخت په تیریدو سره د اوبو اندازه ۴ ګیلاسو ته ورسوي.


د درملني دوام په بېلابیلو ناروغیو پوري اړه لري، د اوبو درملنه باید د ۱ تر ۹ میاشتو پوري دوام وکړي.
د سهار لخوا د اوبو څښل په افغانستان کي هم رواج لري، کولای سو چي ددې ارزانه، ساده او ګټور میتود څه موږ او تاسي ټول ګټه واخلو.

---------------------------------------------

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته