تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په روژه کي د تندي څخه ځان ژغورل
  تعلیم الاسلام راډيو
 
  0
لیکوال: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
کله چي روژه د ګرمۍ و موسم ته را ورسيږي نو طبعي خبره ده چي ورځ هم اوږده سي او کله چي د ورځي اوږدوالی او د هوا ګرمي سره یو ځای سي نو بیا سختي یو په څو برابره سي، انسان د تندي ښکار او بي سیکه سي، د بدن پوست ئې وچ او اندامونه ورسره په کار کولو کي یاري نه کوي. ددې لپاره ډېري لاري سته چي وکولای سو خپله تنده را کمه کړو، چي ځني یې په لاندي ډول دي:
 
۱. په خرما او اوبو روژه ماتول: د شربتو او خوږو اوبو پر ځای بايد روژه په ساده معتدلو اوبو او خرما ماته سي ځکه يو خو دا سنت طريقه ده او بل دا چي خوږې اوبه تنده نه ماتوي برعکس د چاغیدو لامل هم ګرځي، او خرما د ګلکوز طبعي زیرمه ده چي نه یوازي بدن ته قوت ورکوي بلکي ښه ذایقه هم لري.
 
۲. بدن څومره اوبو ته ضرورت لري؟: ددې لپاره چي زموږ بدن څومره اوبو ته ضرورت لري ددې فارمولې څخه باید کار واخیستل سي: د بدن وزن ضرب په ۱،۱ کي، تقسیم پر ۲۹،۵۷ هر څو چي یې پلاس درکړل هغومره لیټره اوبه باید واخیستل سي. د مثال په ډول که د یو چا وزن ۸۰ کیلو وي. نو ۸۰ ضرب په ۱،۱ کي تقسیم پر ۲۹،۵۷ مساوي کیږي په ۲،۹ لیټره (تر اندازې زیاتي اوبه هم زیان لري).
 
 
۳. زیاتي اوبه څښل: اوبه  زموږ د بدن ۶۰-۷۰ فیصده برخه تشکیلوي، نو ضروري ده چي کافي اندازه اوبه واخیستل سي کچیري پوره اوبه وا نه خیستل سي نو قبضیت، سردردي، کهالي، ټمبلي، ستړیا او د جلد وچوالی به احساس کړو. نو روژه ساتونکی باید هڅه وکړي ترڅو لږ تر لږه اته (۸) ګیلاسه اوبه وڅیښي او د شپې لخوا هم څو څو ځلي لږ لږ اوبه وڅښي ترڅو مو په بدن کي د اوبو نېمګړتیا بشپړه سي، بهتره به دا وي چي د خوب پر وخت هم اوبه ځانته نژدې کښیږدي، او دا باید یاد وساتل سي چي دا اوبه ټولي پر یوه وخت و نه څیښل سي، د روژه مات څخه بیا تر پیشلمي پوري وڅیښل سي. او کله چي تراویحو ته ځئ نو هم کوښښ وکړئ چي لږ اندازه اوبه درسره واخلی ترڅو د رکعتونو په منځ کي ورڅخه استفاده وکړی.
 
 ۴. د سره کړو خواړو څخه ډډه کول: روژه نیونکی باید د روژه ماتي او پیشلمي پر وخت د سرو کړو او غوړو خوړو څخه استفاده و نه کړي، ځکه چي تنده زیاتوي.
 
۵. د مالګینو خواړو څخه ډډه کول: روژه نیونکی باید د روژه ماتي او پیشلمي پر وخت د مالګینو خواړو یا هغه خواړو څخه چي په ځان کي سوډیم ډیر لري ډډه وکړي لکه ترېو ماهی، اچار، سرکه او داسي نور ، ځکه مالګین خواړه بدن دې ته مجبوره کوي چي باید زیات مایعات واخلي او په نتیجه کي د اوبو کمی (ډي هایډریشن) را منځ ته کیږي.
 
۶. په خوراک کي باید مساله کمه وي: د پخلي پر وخت باید مساله لږ وکارول سي ځکه یا خو مساله ډیره مالګینه وي او یا ترخه چي د بدن حرارت پورته کوي او بدن زیاتو اوبو اخیستلو ته مجبور کوي.
 
۷. تازه میوه او سبزیجات باید زیات استعمال سي: په پشلمي سلاته، سبزیجات باید وخوړل سي ځکه چي دا ډول خواړه پخپل ځان کي زياتي اوبه ساتي او فایبر لري. سلاته، تازه مېوې او سبزیجات په بدن کي د زیات وخت لپاره پاته کېږي چي د لوږي او تندي کچه راټېټوي.
 
۸. د تازه میوي جوس: د مصنوعي او خوږو جوسانو پر ځای باید د تازه مېوې جوس وکارول سي ځکه دې ډول جوسانو کي ډول ډول رنګونه، ضررناک او غیرطبعي خوندونه اچول سوي وي، چي هم اشتها سوځي او هم تنده را منځته کوي. او د بلي خوا مختلف جوسونه او خواږه په چاغیدو کي مثبت رول لري.
 
۹. ډېري یخي اوبه څیښل: د روژه ماتي پر وخت باید ډېري یخي اوبه و نه څیښل سي ځکه یخي اوبه نه یوازي دا چي تنده نه ماتوي بلکي د هضمي سیسټم هم کراروي . معتدله یا لږ یخوالي ته مایلي اوبه باید و څیښل سي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته