تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مملوک به د مالک د مقصد مطابق ژوند تېروي
 
  May 3, 2017
  0
لیکنه: حاجي نعمت الله "شاکر" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
الله  عزوجل  په قران عظيم الشان کي د انسان د پيدايښت له پاره علت بيان کړی دی فرمايي:
 
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ﴿الذاريات: ٥٦﴾.
ژباړه:ما پيريان او انسانان نه دي پيدا کړي، مګر خاص مي د خپل عبادت له پاره (پيدا کړي دي)؛ 

يعني ما پيريانان او انسانان خاص د خپل عبادت له پاره پيدا کړي دي. 

او عبادت متضمن دی د الله  جل جلاله  معرفت، محبت، خضوع او د هغو منهجونو اتباع ته، چي الله جل جلاله  د انسان د نفس د تکميل له پاره وضع کړي دي تر څو انسان د خپل استعداد مطابقي مستوا ته پورته سي او هغه موقف او مرتبه لاس ته راوړي، چي الله عز وجل د هغه انسان له پاره تياره او تهيه کړې ده، چي هغه د مقصود مطابق ژوند کوي او د انسان بريا او کاميابي هم دغه ده، چي د خپل خالق او مالک جل جلاله  د مقصد مطابق خپل ژوند وکړي.

دا چي الله عز وجل انسان د خپل عبادت له پاره خلق کړی دی، نو که انسان خپل هغه کار پريږدي، چي د هغه له پاره پيدا سوی دی، د مالک او خالق  جل جلاله  به په دغه انسان څونه خوا بده سي؟

دا قاعده ده، چي کله په مملوک کي مقصد فوت سي، نو مالک د هغه هيڅ پروا نه لري؛ مثلاً يو انسان غوا ددې له پاره رانيولې ده، چي ښې شيدې ورکړي تر څه وخته چي غوا د خپل مالک مقصد ورپوره کوي او شيدې ورکوي تر هغه وخته پوري مالک د غوا خيال ساتي له خطره څخه ئې ژغوري په نس ئې مړوي او که ناروغه سي دوا او دارو په کوي، که هر څوک حتی دده د کورنۍ غړی هغې ته ازار ورکړي، نو د غوا مالک هغه کس ترټي؛ ځکه چي د مالک مقصود پکښي ژوندی دی؛ خو که دغه غوا خپل مقصد پرېږدي او شيدې ونه کړي، نو دغه مالک ئې پر قصاب خرڅوي، که قصاب د ده غوا د ده مخ ته حلالوي د غوا د مالک خوا نه په بديږي، که ئې دده مخ ته ټوټه – ټوته کوي د غوا مالک هيڅ هم نه ورته وايي؛ ځکه چي غوا د مالک د مقصد مطابق ژوند نه دی کړی، د مالک مقصد ئې نه دی پوره کړی، چي هغه شيدې وې.

که بل مثال ووايو؛ يو کس د ميوې له پاره د انارو، انګورو، زردالو يا بلي ميوې درختي کرلي دي او غواړي، چي له هغه څخه ميوې او ثمر تر لاسه کړي، نو کله چي هغه درختي د مالک مقصد پوره کوي د درختو مالک هغه درختوته هم اوبه ورکوي، هم کود ورکوي او هم يې د افاتو په مقابل کي په دواګانو وهي، حتی که يوڅوک دغه درختي ته ډېر کم ازار هم ورسوي د درختو مالک هغه وهي او ترټي.

که دغه درختي خپل مقصد پرېښاوه او د ميوې ورکولو څخه ئې لاس واخيست، نو د درختو مالک به څه وکړي؟
 

پر داسي چا ئې خرڅوي چي هغه ئې د ده مخ ته په تبر او ارو ټوټه- ټوته کوي او د سوځلو له پاره ئې اماده کوي د درختو مالک خوا نه په بدوي؛ که ئې څوک سوځي هم مالک ئې څه نه وايي؛ ځکه درختو د مالک مقصد نه دی پوره کړی او خپل مقصد ئې پرې ايښی دی.

نو که انسان عبادت پريږدي او هغه مقصد پکښي فوت سي، چي الله  جل جلاله  انسان د هغه له پاره پيدا کړی دی، نو څه فکر کيږي، چي د الله  جل جلاله  به د دغسي انسان په تباهۍ خوابده سي؟

دا واضحه ده چي الله  جل جلاله  د دغسي انسان څخه بېزار دی او دغسي انسان، چي په هره کنده کي مري او هر څوک چي هر ډول ظلم پر کوي الله  جل جلاله  خوا نه په بدوي حتی د دغه انسان دښمن پر مسلطوي، چي موږ يې په ښکاره وينو.

الله  جل جلاله  دي موږ ته د خپل مقصود مطابق ژوند راکړي، چي هم د دنيا او هم د آخرت نېکمرغي حاصله کړو.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته