تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د يو ځوان تقوی / حيرانوونکې قصه
 
  April 20, 2017
  0

 

ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د ځوان تقوی
 
په کتابو کي ليکلي دي، چي د حضرت عمر  رضی الله عنه  په زمانه کي يو عبادت کوونکى ځوان وو. هغه به هر وخت په عبادت کي مشغوله وو. دومره زيات عبادت به يې کاوه چي د حضرت عمر  رضی الله عنه  غوندي جليل القدر صحابي هم د ده و زيات عبادت ته حيران وه.
 
د هغه ځوان پلار د زيات عمر په سبب کمزورى وو. هغه ځوان به د ماخستن تر لمانځه وروسته ټوله شپه د هغه په خدمت کي مشغوله وو. 

پر کومه لار چي به هغه ځوان مسجد ته تلئ، په هغه لاره کي يوه ښايسته ښځه د ده پر ښايست او حسن باندي عاشقه سوه. هر کله چي به د غه ځوان تېرېدئ هغې به د ځان و خوا ته د رابللو هڅه کول،
 
مګر د هغه ځوان په زړه کي د يوه الله جل جلاله محبت داسي ټينګ وو چي د هغه په مخکي د هغې ښځي فتنه اچوونکي زلفي د خره د لکۍ په ډول وې.

يوه ورځ هغه ځوان د ماخستن د لمانځه څخه فارغ سو بېرته راروان وو، نو هغه ښځه د خپل عادت سره سم  د شيطان جوړي سوي رسۍ په ډول د ځوان و مخته راغله او په زوره يې د ځوان بېولو قصد وکړ. کله چي هغې ځوان تر خپلي دروازې پوري بوتلی نو هغه ته دغه آيت په ياد ورغلئ: 

(إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ)  الاعراف/٢٠١
ژباړه: هغه خلک چي متقيان دي کله چي هغوى ته د شيطان له خوا څه خطره پيدا کېږي، نو يادوي (او حقيقت ته نظر کوي). 

په دغه وخت کي د دغه ځوان په زړه کي دومره بېره پيدا سوله چي هغه پر مځکه غوځار سو او بېهوښه سو. 

د بلي خوا د هغه سپين ږيرى پلار په انتظار وو. کله چي ښه ډېر وخت تېر سو او هغه ځوان کور ته نه ورسېدئ، نو د هغه پلار د خپل زوي د پيدا کولو له پاره د کور څخه راووتئ.
 
که ګوري هغه ځوان په لاره کي بېهوښه پروت دئ. پلار يې خپل زوی راپورته کړ او کور ته يې راوستئ. 

کله چي هغه پر هوښ سو پوښتنه يې ځني وکړه: زويه! په تا څه وسول چي ته بېهوښه سوى وې؟ زوى يې هغه کيسه ورته بيان کړل او هغه آيت يې بيا ووايه او د آيت سره سم يې يوه نعره تر خوله ووتل.
 
د هغه څخه وروسته سمدستي وفات سو. خلکو په هماغه شپه کي هغه ته کفن او غسل ورکړئ او هغه يې ښخ کړئ. 
 
--------------------------
ماخذ: بې داغه ځواني
 
اړونده ليکني: تقوی
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته