تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیاسي فساد
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 لیکنه: حامد افغان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
کوچني زوی له پلاره وپوښتل چي پلاره! سیاسي فساد څه ته وایي؟ پلار ئې ورته وویل: زویه که څه هم 
ته کوچنی یې او په دې پېچلو موضوعاتو دي دماغ سم نه څرخي،خو زه به کوښښ وکړم په ساده بېلګه سره تا د «سیاسي فساد» مفهوم ته ورنژدې کړم.
.
د بېلګي په توګه زه د کور له پاره لګښت برابروم، نو ما «پانګه وال» وشمیره او مور دي د کور چاري پر مخ وړي، هغه به «حکومت» وبولو او ته د کور په چارو کي مسؤلیت نه لرې، تا به «اولس» وشمېرو او په کوچني ورور پوري دي زموږ د آینده هيلي تړلې دي، هغه به خپله «آينده» وبولو او د کور خادمه زموږ د کور خدمت او چوپړ وهي، هغه به «کارګر ځواک» فرض کړو.
.
کوچنی د خوب خوني ته ولاړ، چي بیده سي خو د «سیاسي فساد» په اړه ئې د پلار بېلګي ذهن بوخت کړی وو او خوب نه ورتله، ښه ډېر وخت په ځای کي په یوه بل اړخ کېدی، اخیر له خوني راووت، دباندي ئې د کوچني ورور ژړا واوریدله،چي ورغلی هغه ورنونه لانده کړي ول او ژړل يې، ويې غوښتل مور ته ووایي، چي کوچني ځان ګنده کړی دی او ژاړي، خو مور ئې په ژور خوب بیده وه او عجیبه خو دا وه، چي پلار ئې په خونه کي نه وو!
 
له خوني ووت، د خادمي خوني ته ورغی، د هغې ور بند وو، له چولې ئې ور وکتل، پلار ئې له خادمي سره په ملنډو لګیا وو، بیرته خپلي خوني ته ولاړ.
.
سبا ئې پلار ته وویل: پلارجانه ستا د بېلګي په رڼا کي مي تېره شپه د خپل کور وضعه تر دقيقي څېړني لاندي ونیوله، نو د «سیاسي فساد» په مطلب او مفهوم پوره پوه سوم،او هغه داسي چي کله پانګه وال په کارګر ځواک ملنډي وهي او حکومت په ژور خوب بیده وي نو په اولس به ښه شپه حرامه وي او په خپل هیواد کي به سرګردانه او لالهانده ګرځي او آینده به ککړه او بوینه ښکاري او دا «سیاسي فساد» سو.
 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۰-۲۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته