تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لاندي پوښتنو جواب په هو یا نه راکړئ
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 ژباړه: حافظ سفیان خالد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
لاندي پوښتني په "هو" او یا "نه" ځواب کړئ!
 
۱: ایا داسې کور او هستوګنځای لرې، چې خوراک او خوب په کښې وکړی..؟
که دي ځواب "هو" وي، نو ته د نړۍ له ۷۵% اوسېدونکو شتمن یې.
 
۲: ایا په جېب کې دومره مال درسره سته، چې د سختۍ پر وخت ګټه ترې پورته کړې..؟
که دي ځواب "هو" وي،  نو ته د نړۍ یو له هغو ۸% شتمنو څخه یې.
 
۳: ایا نن د صحت او روغتیا په جامو پټ یې..؟
که دي ځواب "هو" وي، نو ته د نړۍ له یو میلون هغو انسانانو غوره یې، چې د مریضۍ پر بستر پراته دي.
 
۴: ایا د جنګونو، زندان او ظلم، زیاتي کړاوونه دي تېر کړي دي..؟
که دي جواب "نه" وي، نو ته له ۵۰۰ میلونو انسانانو بهتره یې، چې د ځمکي پر مخ ژوند کوي. 
 
۵: ایا خپل لمونځ د بند، کړاو او وهلو له وېري پرته کولای شي..؟
که دي ځواب "هو" وي، نو ته له داسي نعمت څخه برخمن یې، چې ۳ میلیارد انسانان یې نه پېژني..
 
۶: ایا له مور و پلار څخه دي یو ژوندی دی..؟
که دي ځواب "هو" وي، نو ته تر ۷۰% انسانانو نېکمرغه یې.
 
۷: ایا کېدای شي موسکی سې او (الحمدلله) ووایې..؟
که دي ځواب "هو" وي، نو ته په داسي نعمت کې یې، چې ډېر انسانان یې کولای سي، خو نه یې کوي...
 
 
دوه نعمتونه (الحدیث)
د حجاج پوښتنه: نعمت څه شی دی؟
وینا: ایا د هغو په درد خبر یې؟ نعمتونه
 
www.Taleemulislam-Radio.com
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته