تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور حضرت عایشه رضی الله عنها
  تعلیم الاسلام
  August 1, 2017
  0

 د حضرت عایشې رضي الله عنها ژوند

رالېږونکی: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

حضرت عائشه صديقه 
 
اُم  المؤمنين  حضرت عائشه صديقه رضی الله عنها  د حضرت ابو  بكر صديق  رضی الله عنه  لور، د بعثت  يا نبوت پر څلورم کال يعني د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  تر پيغمبر کېدلو ۴ کاله وروسته، چي د ٦۱۳ عيسوي کال سره يې سمون درلود، په مکه معظمه کي د ابوبکر صديق  رضی الله عنه  په کور کي دې فاني دنيا ته سترګي روڼي کړې. 
 
مور يې ام رمان رضی الله عنها  نومېده؛ چي اصلي نوم يې زينب و. ام رمان  رضی الله عنها له لومړنيو مسلمانانو څخه ده او د يوه روايت له مخي د رسول صلی الله علیه وسلم  په ژوند کي د هجرت په شپږم کال وفات سوې ده. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم يې قبر ته ورکښته سو او دعاء يې ورته وکړه او بيا دفن سوه. په بل روايت د حضرت عثمان صاحب د خلافت په زمانه کي وفات سوې ده.
 
عائشه رضی الله عنها هغه پاکه او جنتي ښځه ده، چي قرآن کريم د دې د پاکۍ په اړه شاهدي ورکړې ده. 
 
اُم المؤمنين عائشه رضی الله عنها  په قوم قريشه او په قريشو کي د تيم بن مره قبيلې ته منسوب وه. دغه قبيله په لوړو اخلاقو، شجاعت، مېړاني، کرم، سخاوت او له مسکينانو او همسايه ګانو سره په مرسته کولو مشهوره وه.
 
مشهور شاعر امرؤالقيس په يوه شعر کي دغه قبيله مصابيح الظلام (د تاريکيو لپاره څراغونه) بللې ده.
 
د عائشې  رضی الله عنها  پلار ابوبکر رضی الله عنه  نه يوازي دا چي د خپل قوم مشر و، بلکي د ژوند له پيل څخه د لوړو اخلاقو او ځانګړتياوو خاوند و. هيڅ وخت يې بت ته سر نه دی ټيټ کړی. يوه ورځ عمرو بن العاص رضی الله عنه  د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړ، چي اې د الله جل جلاله رسوله! څوک د ټولو څخه زيات در باندي ګران دی؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم   وفرمايل: عائشه رضی الله عنها ! بيا  عمرو بن عاص  رضی الله عنه  پوښتنه وکړه، چي په نارينه وو کي څوک ډېر درته ګران دی؟ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل: د عائشې پلار، يعني ابوبکر رضی الله عنه .
 
عائشه رضی الله عنها  چي صديقه بنت صديق ده، له کوچنيوالي څخه د خپل پلار په شان مسلمانه وه او يوازنۍ ځوانه ښځه وه، چي د نبي اکرم  صلی الله علیه وسلم  سره يې د نکاح شرف په برخه سوی دی. د اسلامي امت په ټولو ښځو کي د دې په شان عالمه او فاضله ښځه نسته. په علم او پوهه کي يې ساری نه درلود. جبرائيل صلی الله علیه وسلم  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په واسطه سلام پر ويلی دی او عائشې رضی الله عنها  ځواب ورکړی دی.
 
عائشه  رضی الله عنها  فرمايي: رسول صلی الله علیه وسلم   راته وويل، چي د خديجې رضی الله عنها  له وفات څخه وروسته مي درې واره په خوب ليدلې يې! جبرایل صلی الله علیه وسلم  د شنو ورېښمو په یوه ټوټه کي ستا عکس راته راوړ او راته وئې ویل: 
 
(هَذِهِ زَوْجَتُكَ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ) (ترمذي)
يعني دا په دنیا او آخرت کي ستا مېرمن ده.
 
د خديجې رضی الله عنها  له وفات څخه وروسته رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  ډېر غمجن و. د عثمان بن مظعون مېرمني خوله بنت حکيم  رضی الله عنها  درسول الله  صلی الله علیه وسلم  د غم د کمولو په خاطر عرض وکړ، چي واده وکړه. د سوده رضی الله عنها او عائشې رضی الله عنها نومونه يې ورته وويل. رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وويل چي ولاړه سه او د حضرت ابوبکر  رضی الله عنه سره په دې اړه خبري وکړه. خوله رضی الله عنها د عائشې  رضی الله عنها  مور ام رمان رضی الله عنها  ته ورغله. ابوبکر رضی الله عنه  هم خبر او راضي سو. عائشې رضی الله عنها  ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د نکاح شرف په برخه سو. په دغه وخت کي د حضرت عائشې رضی الله عنها عمر ۶ کاله و. د هجرت څخه وروسته کله چي پر نبوي مسجد کار شروع و، نو  نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  د خپلي کورنۍ غړي مدينې منورې ته راوستل. ابوبکر صديق  رضی الله عنه  هم د خپلي کورنۍ غړي مدينې منورې ته راوستل. حضرت عائشه رضی الله عنها  په مدينه منوره کي سخته ناروغه سوه. تقريباً يوه مياشت يې ناروغي اوږده سوه؛ ځکه د مکې معظمې او مدینې منورې آب او هوا سره بېل دي.
 
کله چي روغه سوه، ابوبکر رضی الله عنه و نبي کريم صلی الله علیه وسلم  ته ورغی او د واده خبره يې ورسره ياده کړه. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د مهر مشکل درلود. هغه هم حل سو په عادي او ساده توګه د شوال په مياشت کي واده وسو. مهر يې تقريباً ۵۰۰ درهمه او عمر يې ۹ کاله و. او نبوي مسجد ته نژدې کوټه يې په برخه سوه. دا عادي کوټه نه وه؛ بلکي دا د وحي د نزول مرکز و. اوس په همدې کوټه کي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ، ابوبکر رضی الله عنه  او عمر رضی الله عنه  قبرونه دي.
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر رحلت وروسته:
 
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم  تر رحلت وروسته عائشه  رضی الله عنها  په خپله کوټه کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د قبر سره اوسېدله. د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  صحابه، چي به د کوم مشکل سره مخ سول، د عائشې رضی الله عنها  څخه به يې پوښتنه کوله. حضرت عمر رضی الله عنه  او حضرت عثمان رضی الله عنه  دواړو د خلافت په دورانونو کي د عائشې رضی الله عنها  او نورو امهات المؤمنينو ډېر درناوی کاوه. کله چي عثمان رضی الله عنه  شهيد سو، نو عائشې  رضی الله عنها  هم د قاتلينو د قصاص غوښتنه کوله. 
 
دا چي عائشه رضی الله عنها  د لوړ مقام، زیات علم، زهد او تقوا درلودونکې وه، نو د دنیوي نعمتونو يې هیڅ پروانه درلوده؛ د تهجد لمونځ يې هميشه کاوه؛ څو واره حج ته تللې وه او ډېر زیات سخاوت يې درلودی.
 
د قرآن کريم تفسير، حديث او فقه يې تر هر چا ښه زده وه. په شعر او د عربو په شجره کي يې هم زيات معلومات درلوده. 
 
د احاديثو روايت:
 
د فقهي پوهي او استنباط د قوت تر څنګ د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  څخه د احاديثو د روايت له مخي حضرت عائشه  رضی الله عنها  څلورم مقام لري؛ چي د نبي  صلی الله علیه وسلم  څخه يې (۲۲۱۰) احاديث رانقل کړي، چي له دې جملې څخه (۲۸۶) په بخاري او مسلم کي راغلي، چي (۱۷۴) يې متفق عليه او (۵۴) يوازي په بخاري او (۵۸) يوازي په مسلم کي ثبت دي. پاته يې په نورو کتابونو کي روايت سوي دي.
 
وفات يې :
 
حضرت عائشه رضی الله عنها  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د رحلت څخه وروسته ډېر وخت ژوندۍ وه. د ۵۸ لېږديز سپوږميز کال د روژې په مبارکه مياشت کي ناروغه او د روژې پر ۱۷مه د سه شنبې په شپه په مدينه منوره کي د ۶۶ کلونو په عمر وفات سوه. د  جنازې لمونځ يې د  حضرت ابوهريرة رضی الله عنه  په امامت اداء  سو او د حضرت عائشې رضی الله عنها د وصيت مطابق د شپې لخوا د ورېرونو قاسم بن  مُحمد او عبدالله بن عبدالرحمن  او خورييانو  عبدالله  بن  زبير او عُروه بن زبير  رضی الله عنه  په لاسونو په جنت البقيع کي خاورو ته وسپارل سوه.
 
 إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۳ ګڼه
 
-----------------------------------------
 
اړوند لیکني: 
د حضرت عایشې رضي الله عنها خصوصیات
د حضرت عایشې رضي الله عنها د نکاح حکمتونه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته