تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تنصیر یا تبشیر او اهداف يې (۳برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2017
  0

 لیکنه: عبید الله – دریمه برخه 2016-09-23 


د تنصير پېژندنه (تعريف):
  تنصيرعبارت له هغه دعوت (بلنې ) څخه دى چې صليبيانو د ټولوخلکو په ځانګړي ډول د مسلمانانو په مينځ کې ددې لپاره په لاره اچولى ترڅو هغوى د نصرانيت دين ته واړوي نو ځکه يې د حقيقت د پټولو او د عامو خلکو دغولولو لپاره پر دغه دعوت د (تبشير) نوم ايښى دى چې د تبشيرکلمه په عربي ژبدود کې د زيري ورکولو په معنى دی.(٢_٣٦)
 
د تنصيرتاريخ : 
 
      د تنصيرغورځنګ له صليبي جګړو، ختيځ پېژندنې اوښکېلاک څخه وروسته رامينځ ته شو، دغه غورځنګ د مسلمانانو د عقيدې او فکر د له مينځه وړلو لپاره خپله وږه په وږه مرسته د ختيځ پېژندنې له غورځنګ سره چې هغه هم د همدې موخې لپاره کار کاوه اعلان کړه .
 
همدارنګه د تنصير غورځنګ د ښکېلاک د غورځنګ سره هم همغږي لري یعني يو د بل لپاره سريزه ګڼل کيږي .
 
       د تنصير(تبشير) مفکوره له ختيځ پېژندنې څخه د مخه زېږېدلې ده ، ختيځ پېژندنه د صليبي جګړو څخه د مخه د مسلمانو جنګياليو د څېړنې لپاره رامينځ ته شوى وُ خو تنصيراو ختيځ پېژندنې يوله بل سره اوږه په اوږه خوځښت کړى دى له همدې کبله ويلاى شو چې تنصير (تبشير) د صليبي جګړو د ناکامۍ څخه سرچينه اخلي.
 
     پدې هکله يواسلامي څېړونکى ډاکټرعرفان عبدالمجيد ويلي دي : د تبشيرغورځنګ د ختيځ پېژندنې له غورځنګ څخه وروسته رامينځ ته شوى دى ځکه چې ختيځ پېژندنه له صليبي جګړو څخه د مخه رامينځ ته شوې ده او د صليبي جګړو په اوږده موده کې يې له مسيحي جنګياليانو سره د اندلس په مستعمره کولو کې په زړه پورې مرسته کړې وه دغه جګړې ختيځ پېژندونکو رهبري کولې . مګر تنصير (تبشير) د صليبي جګړو د ناکامۍ څخه وروسته رامينځ ته شوى دى او د اسلامي امت په خلاف دغه نوې حربه د لمړى ځل لپاره په ١٢٦٦م کال سره سم تبارزکړى دى پداسې حال کې چې ختيځ پېژندنې په منظم ډول په ١٢٠٢م کال سره سم په فعاليت پيل وکړ اوله هغه څخه دمخه کابو ٢٠٠ کاله غير منظم روانه وه. (١_١٥١_١٥٣)
 
دتبشيربنسټ اېښودونکى اودبنسټ لمړى مرکزيې:
 دتبشيردبنسټ کېښودولمړى مرکزدالبانې هېواددى چې په ١٨٥٤م کال کې دغه طاغوتي غورځنګ په همدې هېوادکې په منظم ډول پيل کړاى شواودتبشيرلمړنى بنسټ اېښودونکى دالبانيه مشهورمسيحي فيلسوف راجربېکن وو،اګرکه دتبشيرلومړنى مفکردمسيحي کاتوليکانومشهورپاپ (قديس پطرس) دى اوهغه په ١٢١٣م کال کې دجګړې په بدل کې داسلامي امت دمعنوي تباه کولولپاره دتبشيردغورځنګ نظريه اواندودابرازکړى وه ،مګرپه هغه موده کې دنوموړي دغې نظريې ته چندانې ارزښت ورنکړاى شواوپه عمومي توګه دمسلمانانودتباهۍ لپاره جګړه خوراغوره اوفيصله کوونکې لاره وګڼله شوه .(١_١٥٣)
 
د تنصير موخې 
 
         د تنصير (تبشير) موخې څرګندې اومعلومې دي او هغه دا چې مسلمانان له اسلام څخه مسيحيت دين ته واړوي او ګمراه يې کړي کله چې د تبشير دغه موخې په خپله د تبشير يو ليډر او مشر (اډوين بلس ) په خپل کتاب الغارة علي العالم الاسلامي کې په څرګندو الفاظو کې بيان کړي دي او داسې يې ويلي دي: 
 
((زه هڅه کوم او دا زيار باسم چې مسلمان په عقيدوي توګه له حضرت محمد صلي الله عليه وسلم څخه حضرت عيسي عليه السلام ته واړوم.))
 
        همدارنګه يوبل مسيحي مبشروايې: ((زه هڅه کوم ترڅو يو مسلمان له محمد څخه عيسي ته واړوم )).
 
       او د مسيحيانو او يهوديانو دا هغه موخې دي چې الله جل جلاله څوارلس سوه کاله د مخه مسلمانان د وحې په ذريعه ورڅخه خبرکړي دي او په قران کريم کې يې دغه مطلب ته داسې اشاره کړې ده: 
 
((وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ)) دبقرې سوت(١٢٠)ايت. (١_١٥٥)
 
د تنصير موخې کولاى شو په لاندې ډول په لنډ ډول سره ذکر کړو:
 
٭_د اسلامي عقيدې او فکر له مينځه وړل او د تثليث د عقيدې خپرول
٭_د اسلام په وړاندې د مسلمانانو په مينځ کې د بې اعتمادۍ او تزلزل رامينځ ته کول 
٭_د قران کريم تحريفول او د هغه څخه د مسلمانانو لېرې کول 
٭_د حضرت محمدصلي الله عليه وسلم د نبوت په هکله د شک خپرول 
٭_له حکومتي نظام څخه د اسلامي شريعت له مينځه وړل 
٭_له اسلامي ټولنې څخه د اسلامي کړنلارو، اخلاقو او تعاليمو لېرې کول 
٭_نصراني ټولنو ته د اسلام د خپرېدو څخه مخنيوى 
٭_د نصرانيت د بنسټونو په اساس د هېوادونو د وټه ايزو چارو رهبري کول (٢_٣٧_٣٨)
 
د تنصير وسائل
 
         هغه وسائل چې مسيحي دعوتګران يې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ور څخه کار اخلي هغه په لاندې ډول دي :
 
٭_تعلیمي مراکز : هغه تعلیمي مراکز او پوهنتونونه چې مسيحيانو د مسلمانانو د غفلت او ناپوهۍ له امله په اسلامي هېوادونو کې د خپلو موخو د لاسته راوړلو په منظور رامينځ ته کړي دي د بېلګې په توګه :
 
الف : د لبنان د بېروت په ښارکې امريکايي پوهنتون چې تراوسه هم خپله تنصيري دنده په ښه توګه په مخ وړي .
 
ب : د مصر د قاهرې په ښارکې امريکائي پوهنتون چې دغه پوهنتون هم تنصيري دندې پرمخ وړي او داسې نور ډېر زيات پوهنتونونه او مدرسې د تنصيريانو له خوا په اسلامي هېوادونو کې رامينځ ته شوي دي .
 
٭_مجلې : لکه د (العالم الاسلامي ) مجله چې له پاريس څخه خپريږي او په همدې ډول نورې مجلې چې د غربي فکر په خپرولو کې فعاله ونډه لري.
 
٭_د زده کړې غربي کول : پدې معنى چې دوى غواړي چې هم د نصاب له پلوه اوهم د هدف له پلوه په اسلامي هېوادونو کې تعليم ته غربي بڼه ورکړي .
 
٭_بعضي تعليمي بورسونه : چې په دې بورسونو سره نصرانيان کولاى شي چې د نوې او خامې مفکورې لرونکي ځوان مسلمانان په اسانۍ سره د خپلو موخو لپاره وکاروي. (لکه په هندوستان کي چي ځیني کسان د دوی تر هدف لاندي راغلل...)
 
٭_اسلامي هېوادونو ته د طبي ډلو لېږل او هلته د روغتونونو جوړول 
٭_کتابونه ،ورځپاڼې ،راديوګانې او داسې نور اطلاعاتي وسائل 
٭_د کنفرانسونو او سيمينارونو جوړول 
٭_د سپورټي او فرهنګي انجمنونو جوړول 
٭_او داسې نور پټ او ښکاره وسائل. (٢_٣٧_٣٨)
 
د عبید الله د پوهنتون د پایلیک فکري جګړې څخه 
 
---------------------------------------------------
 
د عیسویت د عقیدې د رد یو عجب دلیل
 
بایبل پېژندنه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته