تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي اسلامي اقتصاد نه تطبيق کيږي؟
  تعلیم الاسلام
  September 28, 2016
  0
لیکوال: حاجي عتیق الله "خان انصاري"
 
اسلام د الله جل جلاله لخوا را لیږل سوی درست او مکمل دین دی په کوم کي چي د عباداتو تر څنګ د انسان و ژوند او ورځنیو چارو، لکه: ساینس، اقتصاد، سیاست، صحت او نورو ته خاصه پاملرنه سوې ده. او هر څه ئې په خپله پراخه سینه کي په بشپړه توګه څیړلي، تننظيم او اداره کړي دي او انسان ئې په وارو- وار و دې ته هڅولی، تر څو د حقیقي خالق و حقیقي دین ته را وګرځي او د سر او زړه په سترګو ئې ومني.
 
داچي ولي د اسلامي نړۍ مسلمانان د اسلامي اقتصاد په پلي کولو کي پاته راغلي دعلماوو په نزد څو بیلا بیل علل او عوامل شتون لري. چي دلته به بحث ځني وکړو:
 
۱. د نامسلمانو یرغلګرو تر لاس لاندي د ځینو مسلمانو هیوادونو ژوند تیرول، چي کفري اقتصاد ورباندي په زور تپل سوی وو.
 
۲. تر آزادۍ وروسته بیا هم د ښکېلاک د قوانینو، د کفر د لاس پوڅو او مزدورانو تر تأثیر لاندي پاته کېدل.
 
۳. د دین او دنیوي چارو تر منځ واټن را منځ ته کیدل، چي په نتیجه کي د دین علماء د اقتصاد له کنتروله لیري پاته سوه او په بانکونو کي سود او بازارونو کي خمار عام سو.
 
۴. د اسلامي نظام پر وړاندي د دښمنانو لخوا شکونه را منځته کېدل، چي په مټ ئې مسلمانانو هم کفري نظامونو ته مخه کړه.
 
 دا ټول هغه څه دي، چي د اسلامي اقتصاد د پلي کېدو خنډ وګرځېدل او تر هر څه مهمه خبره خو دا ده، چي د الله جل جلاله د رالېږل سوي نظام څخه مخ و نه ګرځول سي. ځکه دا هغه نظام دی، چي د انسان د فطري خواهشاتو څخه بیا تر ټولنیزو اړتیاوو پوري ئې ټول څېړلي او ددې دین د تګلارو څخه مخ ګرځوونکو ته خپل پیغام داسي بیانوي:
 
وَ مَنْ اَعْرَضَ عَن ذِكْرِی فَاِنَّ له مَعِیشة ضَنكا وَّ نَحْشُره یَوْمَ الْقِیمة اَعْمی ﴿ السورة طه: ۱۲۴﴾
 
ژباړه: او څوک چي زما له ذکره (د نصیحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کښي تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به هغه ړوند راپاڅوو.
 
 
ماخذ: تعلیم  الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته