تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اقتصادي مشورې او توصيې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اقتصادي مشورې او توصيې


۱)   داسي شيان مه رانيسه، چي اړتيا نه ورته لرې؛


۲)   که مجبور سوې، نو له خلکو څخه تر قرض اخيستلو مخکي خپل هغه شيان خرڅ کړه، چي زياته اړتيا نه ورته لرې؛


۳)  که دي داسي توکي نلرل، چي په خرڅولو ئې خپلي ستونزي حل کړې، نو له داسي چا قرض واخله، چي حد اقل دوه شرطونه ولري: 


لومړی- ستا شخصيت او ضرورتونه ئې درک کړي وي، 


دوهم - دغو پيسو ته اړتيا ونلري؛ ځکه که اړتيا ورته ولري، نو ممکن سره ازار سئ؛


۴)  که دي قرض وکړی، نو د قرض ادا کولو روحيه ولره او د پيسو لاسته راوړلو وروسته سمدلاسه قرض ادا کړه، که څه هم د قرض يوه برخه وي؛


۵)  چاچي قرض درکړی دی، که ئې د قرض ادا کولو غوښتنه درڅخه وکړه، يا قرض ورکړه يا عذر ورته وکړه، خوا مه ځني بدوه. که د هغه له ويلو پرته د هغه په اړتيا خبر سوې، قرض ئې ادا کړه، که دي نلرلې له بل چاڅخه ئې قرض کړه او د هغه پور ادا کړه؛


۶)  د عوايدو زياتولو هڅي کوه، که څه هم تر مصارفو دي عوائد هرڅونه زيات وي؛


۷)   په څو کارونو کي پانګوني وکړه، يا څو ځايونه مشغول سه، تر څو هم دي مختلف استعدادونه او تجربې مستعملې وي او هم به دي د يوه کار د عوايدو نشتون له ذهني نا ارامۍ څخه ژغوري؛


۸)  د زياتو شتمنو کسانو سره معامله او کاروباري ناستي کوه؛ خو ملګرتيا او شخصي اړیکي مه ورسره پاله؛ ځکه د هغوی امکانات، مصارف او استراحت دي ذهني سکون له منځه وړي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته