تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدعت حکم او د حرمت وجه
 
  May 30, 2016
  0

 د بدعت حکم او د حرمت وجه

ترتيب كوونكي: کفايت الله موحد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

        

د شریعت له مخي بدعت پر دوه ډوله دی .

 

اول بدعت محرمه هغه بدعت چې د شریعت له خوا حرام او کبیره ګناه بلل سوې وي لکه د مقبور فیه د راضي کولو لپاره د قبر تعظیم کول او پر هغه باندي طواف کول.

 

دوهم بدعت مکروهه هغه بدعت ته ویل کیږی چې کول یي کراهیت ولري لکه د هر لمانځه څخه وروسته د مناجات په ډول سجده کول چې دا یو مکروه عمل دی.

 

د اُصول حدیث د علما‌ء په اند بدعت پر دوه ډوله دی. (مکفره او مفسقه بدعت)

 

اول- بدعت مکفره: چې ترسره کوونکي يي ددغه بدعت د کبله کافر کیږي لکه د هغه څه څخه انکار کول کوم چې په متواتر نص سره ثابت وي او یا د هغه خلاف عقیده خپلول.

 

دوهم- مفسقه بدعت: هغه بدعت دی چې کونکی یې کافر نه بلل کیږي بلکي فاسق او عاصي بلل کیږي لکه نسب باندي فخر او ویاړکول.

( فتوا: ایا په اسلام کي بدعت حسنه سته که یا؟)

د بدعت د حرمت وجه

ټول هغه کارونه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې کړي دي او تر موږ پوري په صحیح سند سره رارسېدلي دي همدغه دین دی اوس نو د هغه پرته یو داسي عمل رامنځته کول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو رضی الله عنهم نه وي کړي د دې فلسفه او حکمت څه شی دی؟ ایا مقصد یې دا دی چې دغه عمل او عبادت پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو رضی الله عنهم ته معلوم نه وو؟

 

په دین کې بدعت دا معنی لري چې نعوذبالله نبي علیه السلام نه پوهیدی ځکه دغه عمل یې خپل امت ته ندی بیان کړی او یا هغه پوهیدی خو خلګو ته یې قصداً دغه عمل ندی ښودلی پدې صورت کې بدعت پر نبي علیه السلام باندي دا تور لګول دي چي خپل رسالت يې په صحیح ډول نه دی ترسره کړی نعوذبالله من ذلک!

امام مالک رحمة الله علیه فرمایي څوک چې یو بدعت جوړ او ترسره کړي نو هغه دا دعوه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دین کې خیانت کړی دی نعوذبالله او ټول دین يې ندی ښودلی، بدعت غوره کول دا اعلان دی چې د رسالت په زمانه کې دین ندی بشپړ سوی او قرآن شریف د دوی دا ادعا ردوي ځکه الله جل جلاله فرمایي:

اَلْیَوْمَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِیْنَکًمْ . (سورة المائده:۳)

ژباړه: نن ورځ مي ستاسي دین در بشبړ او پوره کړی.

 

علامه شاطبي رحمه الله د حذیفه بن یمان رضي الله عنه څخه روایت رانقل کړی دی چې هغه فرمايي: کل عبادة لم یتعبد ها أصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم فلا تعبدوها فإن الأول لم یدع للأخر مقالاً اتقوا الله یا معشرالمسلمین وخذوا بطریق من کان قبلکم . (الاعتصام للشاطبي: ص ۳۱۰)

ژباړه: کوم عبادت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم أصحابو رضي الله عنهم نه وي کړی تاسی هم هغه عبادت مه کوئ ځکه مخکنیو کسانو  وروستیو خلګو ته هیڅ شی ندی پرې ایښی چې دوي یې پوره کړي.

 

         ای د مسلمانانو ټولۍ! د الله جل جلاله څخه وبیریږئ او د پخوانیو خلګو طریقه غوره کړئ.

 

عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه په یوه مکتوب کې لیکلي دي چې که یو څوک د ماښام د درو فرضو رکعتو پر ځای څلور رکعته او د سهار د دوو فرضی رکعتو پر ځای دری یا څلور رکعته وکړي یا روژه د ماښام پر ځای تر ماخستن پوری ونیسي دغه عمل د اسلام له نظره ناروا دی که څه هم دغه کس په ظاهره کومه ګناه نه ده کړې یو څه تسبیحات او ذکرونه يی زیات وویل دغه عمل ته ناروا او بدعت ددی کبله ویل کیږي چې دغه عمل کوونکی شخص د نبي کریم علیه السلام د لوری ښودل سوی عبادت زیات کړی او د هغه عبادت شکل او بڼه يی ور تغییر کړل د هغه فعل څخه داسی بریښی چې د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم شریعت ناقص او نیمګړی وو او د هغه نقص او نیمګړتیا تلافی او جبران اوس ده وکړی او نبوي شریعت ده پوره او کامل کړی.

 

او یا دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل رسالت کې مقصر وو او څنګه چې ورته مناسبه وه په هغه ډول یې دغه دین و خلګو ته ندی ابلاغ کړی والعیاذ بالله هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه يی هیڅ نقل نه وي د هغو ایجادول او یا په شریعت کې د ثابت سوو عباداتو لپاره د خپل نفسی غوښتني پر بنسټ ځانګړي شرطونه او کیفیتونه تعینول او یا د عام او مطلق عبادت لپاره د خپل ځان د لوري تخصیص او تقیید په دین کې د تحریف سره مترادف او هم معنی دي.

 

په پای کې داسی ویلای سو چې بدعت ځکه د اسلام د مبین دین له نظره حرام او نا مشروع بلل سوی دی چې دا پر شارع باندي استدراک دی او پر شارع باندي هر قسم استدراک حرام دی.

 

بدعت د دین د بدلولو لاره ده

 د بدعت تر ټولو لویه خرابي دا ده که خلګو ته په دین کې د نوو عباداتو او نوو طریقو د ایجادولو اجازه ورکړل سي دین بدلیږي او بیا دا نه معلومیږي چې اصل عبادت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم کاوه او خپل امت ته يی بیان کړی دی هغه څه ډول وو؟ د تیرو امتونو د انحراف او تحریف عمده عامل دا وو چې هغوی د خپل کتاب او پیغمبر علیه السلام د لوري څخه په ښودل سوو عباداتو کې د خپل ځان لخوا نوي طریقې ایجادولې د هغوی دغه رسم جاري وو چې وروسته د اصل دین او نوی ایجاد سوو شیانو تر منځ هیڅ توپیر نه کیدی اسلامی شریعت د هری فتنې دروازه تړلی ده او د دین د فساد او ورانۍ لاری يي د منځه وړي دي او دا بند و بست يي هم کړیدی چې د فرضو او نفلو تر منځ باید توپیر موجود وي هم د حقیقت په اعتبار او هم د صورت په اعتبار سره.

 

 په لمانځه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم عادت داسی وو چې په مسجدو کې يې یواځي فرض لمونځ په جماعت سره کاوه د نوافلو او سنتو د اداء کولو لپاره و کورته تلل او هلته په کور کې یې کول او ترکومو لمونځونو وروسته چې سنت او نفل نسته د هغو لمونځونو د اداء کولو وروسته به په مسجدو کې کښینستل او د الله جل جلا له ذکر به يې کاوه خو د لمانځه په ډول مخ پر قبله نه کښینستل بلکی صفونه يي ماتول او راسته یا چپه لوري ته کښینستل تر څو خلګ پوه سي چې فرض لمونځ سوی دی سنت طریقه همدغه ده چې سنت او نفلی لمونځونه په کور کې وکړل سي او که څوک په مسجد کې سنت کوي نو طریقه يي دا ده چې د فرض لمانځه  د جماعت حیثیت ختم سي صفونه مات سي خلګ مخ او شاته سي او چیري چې یې فرضي لمونځ اداء کړی وي د هغه ځای څخه بغیر په بل ځای کې سنت لمونځ ادا‌ء کړل سي.

 

 همدارنګه د روژې وخت د صبح صادق څخه تر لمر لوېدو پوري دی خلګ د شپې بیدیږي په خوب کې خو څوک خوراک او څښاک نه کوي د خوب کیفیت هم د روژې غوندي دی نو د پیشلمي خوراک ځکه سنت دی تر څو د خوب او پیشلمي ترمنځ توپیر وکړل سي روژه د صبح صادق څخه پیل کیږي ځکه پیشلمی په آخر وخت کې مستحب دی دغه راز چې لمر ولویږی او لویدل يی یقیني سي نو روژه مات باید ژر وکړل سي او ځنډول يې مکروه دي ددي کبله چې د روژي د عبادت سره زاید وخت زیات نه سی نن ورځ هم الحمد لله په مسلمانانو کې دغه اعمال جاري دی مګر زیات خلګ ددې اعمالو د تعلیل او حقیقت څخه ناخبره دي او توجیه یې ورته نه معلومیږی.

 

 د سهار او مازدیګر د لمونځونو تر اداء کولو وروسته عموماً د مسجدونو امامان مخ د قبلي څخه ګرځوي او د مقتدیانو لوري ته مخ ور اړوي مګر زیات شمیر کسان په دې نه پوهیږي چې دغه مخ ګرځول د قبلې څخه دا اعلان دی چې نور فرضي لمونځ ختم سو هر څوک اختیار لري چې څه کوي هغه وکړي چیری چې ځي هلته ولاړ سي مګر ډیر کسان التزاماً د دعاء کولو انتظار کوي او که کوم کس ولاړیږي نو هغه په ډیرو کریهو القابو ملقب کوي او بد ور باندي وایي او په دغه عقیده وي چې دغه کس د لمانځه یوه برخه پرېښودل دعا ګاني او اوراد يې د لمانځه سره داسي ضم کړي وي لکه د لمانځه یوه برخه چې وي تر څو چې امام د مقتدیانو سره یو ځای دعاګاني او اذکارونه کړي نو هغوی خپل لمونځونه خداج او ناقص بولي او د دوی دغه عمل د شریعت څخه سرغړونه ده ځکه د اسلام په مقدس دین او سپیڅلي شریعت  کې مکلف شخص د هغه عمل په کولو مامور دی چې د شارع له خوا یې امر ورته سوی وي او هغه عمل چې د شریعت له لوري یې ورته د کولو حکم نه وي سوی ورباندي لازم نه دی نو د هغه عمل لازم ګڼل چې د شریعت لخوا لازم سوی نه وي او څوک يې خپل د رأیي او نفسي غوښتني له مخي پر ځان او نورو خلګو لازم او حتمي بولي بدعت او ناروا کار دی او په دین کې هیڅ ګنجايش او مجال د هغه لپاره نسته ځکه ددین د اکمال څخه وروسته نوې تشریع ده.

 سرچینه  تعلیم الاسلام  ویب پاڼه

----------------------

د بدعت تعریف او پیژندنه

د سنت او بدعت ترمنځ فرق

د بدعت اړوند نور معلومات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته