تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عاشقانو ورځ (ولنټاین) لمانځل حرامه دي
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 13, 2019
  0

راټولونه: نوید احمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-02-14 04:05:17

 ددې ورځي پېژندنه:

- دا ورځ د روم د قدیمي مشرکانو د دود او کلتور یوه برخه ده.

- وروسته د عیسوي راهب (ولنټاین) د مرګ او عقیدې په اساس عیسویانو رایج کړه او اوس د عیسویان مذهبي ورځ ده.
 
- په دې ورځ په کفري نړۍ کي د ناروا اړیکو  او زنا لپاره یو بل ته تحفې استول کیږي او ددغي ورځي په مناسبت هغوی زناوي کوي.
 
مسلمان ته يې لمانځل حرام دي:
 
۱: مسلمان چي دا ورځ لمانځي مستقیماً د الله عزوجل او رسول الله ﷺ مخالفت کوي. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ... (الایة)
 
۲: د مشرکانو، عیسویانو، فاسقانو او زناکارانو مطابعت او پیروي کیږي. وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِنْ قَبْلُ... (الایة)
 
۳: او د همدغو کفارو سره مشابهت راځي. مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ. (رواه ابوداود)
 
۴: یوه نامحرمه ته د ناروا اړیکو (یارۍ) لپاره تحفه لېږل راځي، دا ډول اړیکي حرامي دي. وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ. (الایة)
 
۵: په دې کي د زړه، ژبي، لاس یا فرج زنا رامنځ ته کیږي. وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا. (الایة)
 
۶: دا ورځ لمانځل د فحشاء او بې حیايي د ښکاره کولو ورځ ده. وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ. (الایة)
 
۷: دا ورځ لمانځل د فحشاء او ناروا اړیکو سره د محبت معنی لري. إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. (الایة)
 
مسلمان باید هره ورځ د خپلي مېرمني سره محبت ښکاره کړي، نه په کال کي یو ځل او بې نکاح کسان دي ژر تر ژره نکاح وکړي.
 
مسلمانه وروه او خوري! که دي پر الله تعالی، رسول الله ﷺ او قران ایمان وي نو ددې ورځي د لمانځلو څخه دومره لیري سه لکه د جهنم څخه چي لیري والی غواړې!
 
نور تفصیل:
 
د عاشقانو د ورځي (ولنټاین) لمانځلو تاریخ او حکم
 
 
--------------------------------------------
St. Valentine's Day began as a liturgical (public worship) celebration of one or more early Christian saints named Valentinus. Saint Valentine's Day is an official feast day in the Anglican Communion (it is a union of many churches). February 14 is celebrated as St. Valentine's Day in various Christian denominations; it has, for example, the rank of 'commemoration' in the calendar of saints in the Anglican Communion (union of churches). Saint Valentine supposedly wore a purple amethyst ring, customarily worn on the hands of Christian bishops ...a recognizable symbol associated with love that was legal under the Roman Empire…
 
The feast day is still celebrated throughout the world by Traditionalist Catholics… In the Eastern Orthodox Church, St. Valentine's Day is celebrated on July 6.(wiki)
 
Each year on February 14th, many people exchange cards, candy, gifts or flowers with their special “lover.” The day of romance (Valentine’s Day) is named for a Christian saint and dates back to the 5th century, but has origins in the Roman holiday Lupercalia.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته