تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کفري هېوادو ته د سفر کولو شرعي حکم
  تعلیم الاسلام
  July 26, 2017
  0

لیکنه: اختر محمد جهید

کفري هیوادونو ته سفر کول په درې شرطونو سره جواز لري.

۱: لومړی شرط: د انسان سره به دومره علم وي چي د هغو شبهاتو دفاع په وکړي کوم چي د کافرانو له خوا پر اسلام واردیږي.


۲: دوهم شرط: دی به د یوداسي کلک دین څښتن وي چي د شهواتو او نفساني غوښتنو څخه يې منع کوي.


۳: دریم شرط: ودې سفر کولو ته به یې ډیره اړتیا وي.

که دا پورتني شرطونه پر ځای نسي نو کفري هیوادونو ته سفر کول نا روا دی، ځکه په دې کي د فساد او فتنې ویره ده، د پيسو بې ځایه مصرفول دي، ځکه د انسان څخه په دې سفرونو کي ډيري پسې مصرفیږي چي په نتیجه کي د کفارو اقتصاد وده کوي مګر که چیري د درملني او علاج لپاره تلی او یا یې داسي پوهه ترلاسه کوله چي په خپل هیواد کي يې نه سوای حاصلولای او دې پوهي ته د مسلمانانو اړتیا درلوده، نو د نوموړو شرطونو په درلودولو سره کفري هیوادونو ته سفر کول باک نه لري.

 

مګر د سیل او تفریح لپاره کفري هیوادونو ته سفر کول کومه اړتیا نه بلل کیږي. د امکان په صورت کي کولای سي چي اسلامي هيوادونو ته ولاړسي چي اوسېدونکي يې د اسلام د شعائرو ساتنه کوي. نو مسلمانان په خاص ډول بیا ځوانان دې نقطې ته باید ښه ځیر سي چي کفري هیوادونو ته سفر کول څومره لوی خطرونه لري: د عقيدې خطر، د مسلمانۍ او د د دین د کمزوري کېدو خطر، په شهواتو او عیاشیو کي د غوټه کېدو خطر او داسي نور خطرونه په مخ کي لري، ځکه هغه هیوادونه بې بنده و باره هیوادونه دي چي نه ستر او نه حجاب پېژني او نه پکښي بې ستري کوم عیب بلل کيږي.

 

د ځوانانو او نجونو ګډ تعلیم پکښي عمومیت لري چي دا کار په خپله د ځوانانو په بې لاري کولو کي مهم رول لري. نو هغه ځوانان چي د زده کړي لپاره یا د سوادګرۍ او یا درملني لپاره دغو هیوادونو ته ځي باید خپل ایمان او عقیده ټینګه وساتي، د اسلامي شعائرو څرګندونه وکړي او د فسق او فساد د ځایونو څخه- ډډه وکړي او ور نسي او کله چي یې ضرورت پوره سي ژر تر ژره دي بیرته خپل هیواد ته راستون سي ځکه بېله مجبوريته هلته پاته کېدل جواز نلري ځکه په صحیح حدیث شریف کي راغلي دي:


أنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ. رواه ابوداود و الترمذي
ژباړه: زه د هر هغه مسلمان څخه بېزاره یم چي د مشرکانو په منځ کي اوسیږي.

 

--------------------------

فتوا: کفري هیواد ته د مسلماني کورنۍ تګ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته