تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
انځورګر - اصلاح او نقد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 12, 2021
  0
حامد افغان
 
له یوه انځورګر سره خپل شاګرد پوره موده تیره کړه، او انځورګري یې ښه زده کړه، یوه ورځ یې استاد ورته وویل: د انځورګري په اړه چې زما څه زده و هغه مې تا ته دروښودل، اوس ته زما له خوا فارغ او خلاص شوې، شاګرد یې رخصت او ولاړ، یوه ورځ یې شاګرد له ډېر کار وروسته یو ښایسته انځور تیار کړ، د انځور تابلو یې د ښار په یوه ځانګړي ځای کې کېښودله، د هغې څنګ ته یې قلم او رنګ هم کېښودل او په یوه تخته یې ورسره ولیکل: که په دې انځور کې کومه غلطي پیدا کړئ لطفا هغه چلیپا× کړئ. د انځورګر تکړه شاګرد سبا چې راغی د خپل انځور په لیدلو سره هک حیران پاته شو! ځکه انځور ټول له چلیپاو ډک و او خلکو ګڼ شمیر خطاوي په نښه کړې وې، په دې سره سخت او په خپل زده کړي فن بې باوره شو، په بیړه بیرته خپل استاد ته ورغی او هغه ته یې ټوله کیسه له الف نه تر یا پوري وکړه.
 
استاد ورته مسکی شو او.ورته ویې ویل: ته انځور بیرته برابر کړه، شاګرد انځور برابر وکړ، استاد یې ورته وویل: دا انځور هماغلته کيږده، قلم او رنګ هم ورسره کیږده خو په لوحه ورسره ولیکه: لطفاً که په انځور کې کومه غلطي پیدا کړئ هغه ځای اصلاح کړئ.
 
شاګرد د استاد له لارښووني سره سم د ښار په ځانګړي ځای کې انځور کېښود، په سبا چې له استاد سره یو ځای ورغی بیا له هېښتیا سره مخامخ شو، ځکه دا ځل په انځور یوه چلیپا هم نه وه لګیدلې! استاد نه یې پوښتنه وکړه چې همدې یوه انځور آبله ورځ ګڼ شمیر چلیپاوې خوړلې وې خو نن یوه هم نشته دا ولې؟!! هوښیار استاد یې ورته وویل: د انځور له تابلو سره په لیکلې تخته تا له خلکو د انتقاد او نیوکي غوښتنه کړې وه او ما د اصلاح غوښتنه کړې وه. او انتقاد او نیوکې ته هر څوک تکړه دي خو اصلاح ته د هر چا ملا ماته وي. د
 
 هوښیار انځورګر دا پخه خبره زموږ د ټولنې په اړه ډېره رښتینې ده، موږ د انتقاد پر سټيج د طوطیانو په څېر چوڼیږو، او د اصلاح او سما په وخت ځوړند سرونه ناست یو. نقد اسانه او اصلاح سخته ده او هر څوک د اسانه کار شوقیان دي.
 
 په ځانګړې توکه د سیاست کارپوهان، لیکوالان او شاعران حضرات نو یواځې د نقد زمريان دي، استثاء خامخا شته خو اکثر په اصلاح کې کمزوري او نقد کې تکړه دي، او بیا خو زموږ د خلکو نقد هم سمه تجریح، او بې حوصلې کول دي، شخصیت وژنه او تقریباً د غندني پولو ته ځان رسوي، متاسفانه د سالم نقد هم دومره کمزوري یو لکه د اصلاح.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته