تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تمدنونو د ړنګېدو یوه وسیله
 
  November 4, 2015
  0
د تمدنونو د ړنګېدو استعمالېدونکې وسیله
 
لیکنه: عبدالغفار جبیر،
د کتنپلاوي لخوا د نوي زیاتونو سره
 
ایا تاسو فکر کړی دی چي ولي نن غربي نړۍ په اسلامي ملکو کي د ښځو د را ایستلو لپاره په ملیارډو ډالره پانګونه کوي؟ ددې تر شا لاندي ستر رازونه وګوری.

راسی وګورو چي پخواني لوی او قوي تهذیبونه څنګه ړنګ سول.

د یونان د تمدن ړنګېدل

تاریخ دا ثابته کړېده چي د یوناني تهذیب د زوال سبب د ښځو بې پرده ګي ، عریاني ، د نارینه وه سره د بې باکۍ ، راشه درشه، ښکلا او زینت او د بدن د ښکلا ښکاره کول وو، رومیانو ښځه په پرده کي ساتلې وه، چي د ښځي وقار، عفت او عزت ئې هم ورسره ساته، او کله چي د روم فتوحات پر مخ ولاړل نو ښځي یو دم د کورونو څخه راووتې، د حجاب جنازې پورته سوې، ښځې بې ستره بربنډي په هر ځای کي تر سترګو کېدې، او په عامو مجلسو، محفلو او هر ځای د نارینه سره یو ځای، او د نارینه وو د خوښۍ ، شوق او طبعیت راستګۍ یوه اله سول، او  دا د فحاشۍ بازار ګرم سو، چي ډېر ژر ئې د نارنیه و اخلاق فاسد او ختم کړل، د هغوی د جنګ جذبې، ولولې او د بهادرۍ څپې یې ورمړې او کراري کړې، چی د نارینه څخه ئې ټول طاقت او احساسات ، او فوځي غرور، د خپلې خاورې ساتنه سلب او واخیستل، او د فوځ ټول جنګي مهارتونه په عیاشۍ  بدل سول، او هغه قوت ، دبدبه او حیثیت ئې د خاورو سره خاوري سو، فوځي تربیه، په تنبور، رباب، شرابو، زنا، رقص او جادو بدل سول، چي دا هغه شیان دي چي شجاعت، ازادې، خپلواکې ، زور او دبدبه  له مینځه وړي.

د روم د امپراطورۍ  په اخر کي ټول د جنګ خلک د دولت لوړپوړي چارواکي د ښځو په لاسو کي ولوېدل، او هر څه چي ښځو غوښتل هغه کېدل، د ټولي امپراطورۍ واک د بې حیاء ښځو په واک کي و، او هرڅه د دوی په اختیارکېده، او همدا لویه امپراطوري ټوټې ټوټې سوه.

لوئس پېرول په (Review of Reviews)  په ۱۱ ټوک، د(Political Corruption)  د سیاسي فساد تر عنوان لاندي لیکي:

د لوړو اخلاقو دا مضبوط دیوال یواځي ښځه نړولای سي.

 په تاریخ کي د ښځو د بې پردې له کبله ډېر داسي اوښتنونه (انقلابونه ) راغلي دي، چي په زرهاوو پاڼې په ډکي دي، خو زه نور د موضوع څخه وځم او یواځي په دې اکتفاء کوم.

د اندلس د ستر تمدن ړنګېدل

اندلس یا اوسنۍ هسپانیا چي د اسلام د ورتګ د مخه د ظلم، جهل او تیارو مرکز وو، د جهاد او فتح په واسطه د مسلمانانو خپل سو، ۸۰۰ کاله د مسلمانان ملک وو، د علم او اسلامي تمدن یو بهترین تهذیب وو، د مځکي د جنت لقب ورکول سوی وو. تاسو خپله فکر وکړی پر یوه ملک چي مسلمانان ۸۰۰ کاله اباده وي هغه به د اسلاميت، علم او پرمختګ له مخي څومره مخته تللی وي؟! خو د مسلمانانو همدغه هیواد ولي د دوی د لاسه ووتی؟

د اندلس په مسلمانانو کي اسراف، فسق او بد اخلاقي رایج سوه، د اندلس مسلمانانو ډماني او فاسدي ښځي وپېژندلې. د واکمنو کسانو بدنونه درانه سوه (چاغ سول)، په نعمتونو کي ډوب سول او د هیواد ساتني او جهاد توان یې د لاسه ورکړی. واکمنو کسانو د مینځو او پیغلو په لاس ته راوړلو کي مسابقې شروع کړې، د ښځو سره يې علاقه زیاته سوه، د ماڼیو په جوړولو مصروف سول. کله چي حاکمانو او والیانو د عیسايي ښځو سره ودونه وکړل نو د فساد دروازه لا خلاصه سوه، په دې سره یې خپل منځي اختلافات ډیر سول.

د مسلمانانو واحد صف تیت او پرک سو چي بالاخره عیسایانو د همدغه ګډوډۍ په نیتجه کي حملې وکړې، د مسلمانانو اندلس يې ونیوی او تر اوسه یې په لاس کي دی. هلته د اسلام څرک اوس نه ښکاري حال دا چي ۸۰۰ کاله د مسلمانانو هیواد وو.
 
نړیوال سیاستونه ښځي همیشه د حربې او د جنګ د یوې خطرناکه وسیلې په ډول استعمالوي!

د صلبي جنګو دور
 
د صلبي جنګو په وخت کي صلبیانو ستر غازي صلاح الدین ایوبي رحمه الله ته ښځي په تحفه کی ولېږلې تر څو دی متاثره کړي! تاسو خپله فکر وکړی چي د جنګ د ټولو اسبابو پر ځای یې دغه نرم مخلوق ور ولېږی! نو دوی ښځه د یوه وسیلې په توګه استعمالوي!

د امت تر ټولو ضررناکه امتحان
ځکه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت لپاره تر ټولو ضررناکه فتنه ښځه بللې ده، فرمايي:

مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ.  متفق علیه

ژباړه: زما وروسته ما کومه داسي فتنه (امتحان) نه ده پرې ایښې چي د نارینه لپاره د ښځو تر فتنې زیاته ضررناکه وي. 

(او د ښځو د فتنې څخه نجات د ښځو او نارینه وو ترمنځ په پوره ستر او حجاب سره راځي....)
 
------------------------------
د اسلامي نړۍ پېژندنه، په وړاندي یې د کفري نړۍ دسیسې په لاندي ګټور کتاب کي لوستلای سی:
اسلامي نړۍ نن سبا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته