تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طبابت اخلاق
 
  April 27, 2015
  0

 

طبي اخلاق، چي نړيواله جامعه زيات تاکيد پر کوي د حياتي اخلاقو په نامه سره هم ياديږي نو د هري ټولني ډاکټران بايد دغه اخلاق مراعت کړي،ځکه د طبابت اخلاق د شرق يا غرب په فرهنګ او تمدن پوري اړه نلري.


د طب علم د ميلاد څخه دمخه هم وجود درلودی که څه هم ځيني خلکو د الله جل جلاله پر وجود پوره باور نه درلود؛ خوبيا يې هم طبي اخلاق مراعتول؛ که چيري يو شخص مراعت کړي نه وای د وظيفې څخه برطرفه کيدی. 

د تاريخ په اوږدو کي نړيوالو کوښښونه کول، چي خلکو يا ټولني ته طبي خدمتونه اماده کړي ابوعلي سينا، چي د افغانستان  يو پوه ا و مدبر عالم وو او د طب په څانګه کي يې زياتي لاس ته راوړني درلودې او د طبي محور په نامه ياديږي اروپايان او امريکايان يې د Aveicina په نامه يادوي. هغه وايي که چيري په يوه جامعه کي اخلاق مراعت نسي جامعه د تباه کيدو لوري ته نژدي کيږي. اخلاق په اسلام او د نړۍ په هر دين کي اساسي رکن بلل سوی دی. 

همدغه اخلاق دي، چي د انسان ژوند ته يې روښنايي ور بخښلي ده. طبي او انساني اخلاق دي، چي د ژوند چاري پر مخ ځي او په اسانۍ سره د حل لار ورته پيداکيږي او انسان په دې دنيا کي شريفترين موجود دی.
امام شافعي رحمة الله علیه فرمايي:

(العلم علمان: علم الأبدان وعلم الأديان)
 
 ترجمه: علم دوه ډوله دی:
د بدنونو علم، چي طب او نور اجتماعي اوطبعي علوم ورڅخه مراديږي، چي د بدن يا دنيوي نظام سره اړه لري، دوهم علم د دين دی، چي د الله جل جلاله سره رابطه په جوړيږي. 

او همدارنګه نړيوال پوهان وايي چي يو طبيب يا ډاکټر بايد حکيم النفس او رقيق الخلق وي او هر طبيب بايد انساني شرافت وپيژني او پر خپل نفس حاکم وي. طبيب بايد پاک وجدان، پاک نفس او پاکي سترګي ولري او همدارنګه مهربان، خير رسان او د مريض خدمت ګار وي. په کليه نومي کتاب کي طبي پوهان داسي وايي، چي طبيب بايد اخروي توښه په نظر کي ونيسي او د مريض خدمت وکړي. يو طبيب يا ډاکټر، چي کله مريض معاينه کوي حتما بايد د الله جل جلاله  څخه مرسته و غواړي؛ د کفري جامعې ډاکټران  چي د الله جل جلاله  څخه مرسته نه غواړي په خپله تداوي کي ناکام راغلي دي او يا هم داسي ناروغۍ ورته پيداسوي دي، چي د تداوۍ امکان نه لري .طبابت داسي يو مسلک دي چي الله جل جلاله  د ډاکټر په وسيله مريض ته شفاء ور بخښي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته