تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوال کول يو ناوړه عمل دئ
 
  April 13, 2014
  0

 لیکنه: مولوي  سردار محمد

         
الله جل جلاله  و ټولو ژونديو موجوداتوته د رزق او روزۍ  ورکولو وعده ورکړې ده لکه څنګه چي فرمايي :  وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ. ( سورة هودالاية ٦)
 ژباړه: اوپه مځکه باندي هيڅ حرکت کوونکي شى (ساکښ) نسته  مګر پر الله  جل جلاله  باندي (تفضلا) دهغه روزي ده اوهم  الله جل جلاله  دهغه په استقرار ځاي اوساتنځاي باندي پوه دئ (پر دې علاوه ) هر شى په څرګنده کتاب (لوح محفوظ)کښي ليکلي سوئ دئ . 

          الله جل جلاله  ته دانسانانو ټول حالات معلوم دي بلکي دټولو ژونديو موجوداتو په حالاتو باند ي پوه دئ ، نو ځکه يې  وټولو ساکښانو ته د روزۍ  ورکولو وعده کړې ده او د هر ساکښ اصلي  اوعارضي ځاى ټول ورته معلوم دي ، پر دې سربېره  دټولو ساکښانو حالات هم په يوه داسي کتاب کي ثبت دي چي هلته دټولو مخلوقاتو کيفيات پوره څرګنددي . 

           دمثال په توګه لکه څنګه چي په دې کتاب کي دهرساکښ روزي ليکل سوې ده ، چي فلانى شى به خوري اوفلانى به اغوندي  همدارنګه هلته ليکل سوي دي چي په فلاني وخت کي به وږي کيږي اوپه دومره اندازه خوراک به مړيږي اوداسي نور په تفسيرروح المعاني کي يې د يوه چينجي قيصه ليکلې ده .

          کله چي الله جل جلاله  مو سى علیه السلام   دنبوت په ورکړه باندي سرلوړئ کړئ  نوخپل کامل علم او قدرت يې ورته ديو چنجي په قصه کي څرګندکړ.

            الله جل جلاله  موسى  علیه السلام  ته يوه ډبره ور وښودل، چي دغه ډبره په لکړه ووهه ، په وهلو باندي د نوموړي ډبري په منځ کي بله ډبره راڅرګنده سوه ، چي هغه يې ووهله نو دريمه ډبره ورڅخه ښکاره  سوه. کله چي موسى  علیه السلام  دريمه ډبره په لکړه ووهل هغه هم ماته سوه او د ډبري په منځ کي يو کوچنى چنجى پروت وو ، چي ديوې ذرې په اندازه کوچنى وو  ددغه چنجي په خوله کي   خپله روزي نيولې وه  اوموسى  علیه السلام  ورڅخه داسي کلمات واورېدل چي: سبحان من يراني ويسمع کلامي ويعرف مکاني ويذکرني ولاينساني . 

ژباړه : وهغه ذات لره دي پاکي وي  چي ما ويني ، خبري مي اوري هستوګن ځاى مي پېژني او زه يې په ياد يم او نه مي هېروي .(روح المعاني ( ص٢٨٥ ج ١٢ مکتبه رشيديه ) 

           الله  جل جلاله   درزق وعده کړې ده  چي  زه  رزق  ورکوم نو بيا چي الله جل جلاله  وعده کړې ده انسان ولي دحرام مال په تلاښ کي ځان اخته کوي اوبيا ځان دجهنم مستحق ګرځوي ، مطلب مو دادئ چي ډېرخلګ ليدل کېږي چي په يوداسي ناوړه کار باندي اخته دي لکه سوال کول، سوال کول دغيرمحتاجو کسانو لپاره شريعت حرام او نارواګرځولى دئ  اوداکار  چي څوک کوي ډېره بده نتيجه به په لاس ورسي  دبېلګي په توګه موږ دپيغمبر  صلی الله علیه وسلم   يوڅو حديثونه ذکرکوو . 
 
                 پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  په يوه حديث کي فرمايلي دي: څوک چي دخلګو څخه سوال کوي اودى غني وي په ورځ دقيامت به دى په داسي حال کي راسي چي دده په مخکي به زخمونه او چړاخي وي .

عن حمزه بن عبدالله رضي الله عنه  عن ابيه ان النبي صلی الله علیه وسلم  قال لاتزال المسئله باحد کم حتي  يلقي الله وليس في وجهه مزعه لحمه (-رواه مسلم ص٣٣٣  ج  ١٢ )

  ژباړه: حضرت حمزه بن عبدالله رضي الله عنه  د خپل پلارڅخه روايت کوي چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم  وفرمايل  همېشه چي سوال کوي يوستاسو څخه تر څو دى دالله جل جلاله  سره دقيامت په ورځ  ملاقي سي دده پرمخ به يوه ټوټه غوښه نه وي يعني څوک چي په تاسوکي سوال کوي او همېشه دخلګو څخه يوشى غواړي ((هغه که پيسي وي اوکه نور خوراکي شيان وي )) اودى احتياج نه ورته لري بلکي دسرمايې د ډېره ولو لپاره او يايې داکسب ګر ځېدلى وي نو په داسي حال کي به دالله جل جلاله  سره يو ځاى سي چي پرمخ به يې يوه ټوټه غوښه نه وي دا به څونه د حقارت  او ذلت ځاى وي چي دى دالله جل جلاله   سره يوځاى کېږي په داسي شکل سره چي مخ يې خالي هډوکي وي  او  ټول  انسانان ورته ګوري . 
 
عن ابي هريره قال قال رسول الله (ص) من سئال الناس اموالهم تکثَر اً فانما ساُل  جمراً فليستقلَ اوليستکثر – رواه مسلم ص٣٣٣ ج١

ژباړه: دابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دئ ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل څوک چي سوال کوي دخلګوڅخه د مالو د دوئ (پيسې اوداسي نور) دډېروالي (دخپلي سرمايې) نو بېشکه دى سوال کوي اوغوښتنه کوي د اور د سکروټو  نوخوښه يې ده چي لږاخلي اوکه ډېر يعني هر څونه چي دى دخلګوڅه غوښتنه کوي او مالونه طلب وي هغومره به اور دده لپاره زياتېږي . 

      قاضي عياض رحمة الله علیه فرمايي: چي دقيامت په ورځ به دغه راټول سوئ مال  ورسي  ددغه سوال کونکي تندى، بغلونه او شا به پرې ور دا غول کېږي. 

    سوال کول د چالپاره جايزدئ ؟ : قبيصه بن مخارق  رضي الله عنه وايي  ، چي ددوو قومويو شخړه روانه وه ما غوښتل چي ددوئ تر منځ په پيسو صلح   وکړم نوراغلم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته چي کومک راسره وکړي ، نبي علیه السلام  راته وويل ته انتظار وکړه ترڅو صدقه راسي بيابه موږ تاته ددغي صدقې څخه يوشى درکړو، وروسته يې راته وويل: اې قبيصه سوال کول دخلګوڅخه ندئ روا، مګر دروکسانوته روادئ ، يوهغه سړى دئ ، چي پر يو چا يې ديت باندي وي دى ورته ووايي ، چي زه يې اداکوم نو ددغه ادا کونکي سړي لپاره سوال کول روادئ ترڅو دى ددغه ديت څخه ځان خلاصوي، بل هغه سړى دئ چي مال يې ټول هلاک سي .دومره اندازه سوال کول ورته روادئ تر څو يوڅه اسباب پېداکړي چي د خپل ژوند چاري پر مخ په بوزي او بل هغه کس دئ ، چي  دته  فقر او لوږه رسېدلې وي او دده دقوم درې هوښياران خلګ ووايي ، چي يقينا دغه سړى فقير دئ  نو و دغه  سړي ته هم اجازه سته تر څو دخپل ژوند لپاره يو څه زمينه برابره کړي. اې قبيصه ماسېوا ددغو درو نفرو څخه نورو ته يې خوړل سود دئ  او دغو درو نفروته  د ضرورت په اندازه جوازلري ، بغيرددوئ څخه ، چي نور کسان داسي عمل تر سره کړي ورته حرام اوناروادئ.(  رواه مسلم ص  ٣٣٤  ج١  )

          په عمده القاري کي ليکي: سوال کول پردرې ډوله دئ حرام، مکروه، مباح . حرام هغه وخت دئ چي سړى غني وي ، مکروه هغه وخت دئ چي سړى دومره شى ولري ، چي دى دفقرڅخه په راګرځي مباح هغه وخت دئ چي سړى سوال وکړي دقريب ياملګري څه اوياد ضرورت په وخت کي . 

          نو هر هغه مسلمان ورور چي په دغه سي بد عمل اخته وي، پر خپل ځان اوپرخپل اولاد دي زړه سوى وکړي او ددغه بد عمل څخه دي لاس واخلي او د هغه  څخه دي ځان و ساتي  چي دقيامت په ورځ يې مخ ټپونه ټپونه ياچړاخي وي يايې پرمخ غوښه نه وي اويا د دغه پيسو په وجه دده نازک بدن ورداغل کېږي. 

       پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  په يو حديث کي فرمايي زمادي دالله جل جلاله  په ذات قسم وي چي يوله تاسو څخه رسۍ را واخلي او بوټي پرخپل شا راوړي  او خرڅوي يې دا دده لپاره خيردئ تردې چي دى د خلکو څخه سوال کوي اوخلګ ده ته يوشى ورکړي . ( البخاري ص١٩٩ ج  ١٢)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته