تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بيع د مبيعې په اعتبار
 
  December 26, 2013
  0
بيع د مَبِيعِې په اعتبار هم پر څلور ډوله ده .

مُطْلَق ، مُقَايَضَه ، صرف ، سلم .

مُطْلَق بيع عادي سودا ته وايي کوم چي په عام ډول يې خلک کوي ، بايع سِلعَه ورکوي، مشتري يې په عوض کي پيسې وکوي ، سِلْعَه د خرڅلاو شي او سامان ته وايي .

مُقَايَضَه هغي سودا ته وايي چي بايع او مشتري دواړه يو د بل سره په  سِلْعَه سودا وکړي ، د مقايضې سودا ته په پښتو مالچه وايي .
 
صَرف صرافي ته وايي ، يعني يوه سکه په بله سکه تبادله کول ، دغه ډول زر په زرو يا پيسو خرڅول هم شرعًا صرافي بلل کيږي .
 
سلم هغي سودا ته وايي چي ثمن يعني پيسې اوس ورکوي او مَبِيعَه وروسته په ټاکل سوې مده کي ور تسليم کوي .

مخکي مو ولوستل چي بيع د مَبِيعِې په اعتبار پر څلور ډوله دي : مطلق بيع ، مُقَايَضَه ، صَرف او سَلَم .

مطلق بيع تفصيل نه غواړي ځکه چي مطلق بيع همدا عادي سوداو ته وايي ، بايع  سِلْعَه ورکوي سِلْعَه د خرڅلاو شي ته وايي او مشتري يې په عوض کي پيسې ورکوي .

مُقَايَضَه هغي سودا ته وايي چي بايع او مشتري دواړه يو د بل سره په  سِلْعَه سودا وکړي ، د مقايضې سودا ته په پښتو مالچه وايي ، مُقَايَضَه هم تفصيل ته اړتيا نه لري .

لهذا په راتلونکو دوو فصلونو کي د صرف او سلم تفصيلي بيان درته وړاندي کوو .
 


ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته