تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا څوک درې طلاقه ورکولایسی؟
 
  January 6, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۴۲۳)

نوم: قدرت الله عابد

سوال : اياڅوک کولاى سي چي خپلي ميرمني ته دري (٣) طلاقه ورکړي ايا طلاق صحيح کيږي په يو ارثلا ثا

جواب :
حامداً و مصلياً

هو درې طلاقه په يو وار سره ورکول واقع کیږي خو ګناه کار دی (١).  ښه او بهتره طريقه د طلاق داده چي يو طلاق د طهر په حالت کي چي په دغه طهر کي يې نزديکت هم نه وي کړي ورکړي  (٢).  چي عده يې تېره سي پخپله به باینه سي.
 
 و دې قسم طلاق ته فقهاء احسن ويلي دي او  که درې واړه طلاق په يوه کلمه لکه ثلاثا ورته وايي او يا په يوه طهر کي درې واره طلاق ورکړي نو و دې قسم طلاق ته یې بدعة ويلي دي . 

جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام  دارالافتاء
کندهار  افغانستان 


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : وطلاق البدعة أن يطلقها ثلاثا بكلمة واحدة أو ثلاثا في طهر واحد فإذا فعل ذلك وقع الطلاق وكان عاصيا.
 
(۲) : فالأحسن أن يطلق الرجل امرأته تطليقة واحدة في طهر لم يجامعها فيه ويتركها حتى تنقضي عدتها. هدایة،ج۲، کتاب الطلاق، باب طلاق السنة.
 
(٣):  فَاَلَّذِي يَعُودُ إلَى الْعَدَدِ أَنْ يُطَلِّقَهَا ثَلَاثًا فِي طُهْرٍ وَاحِدٍ... بِكَلِمَةٍ وَاحِدَةٍ... أَوْ بِكَلِمَاتٍ مُتَفَرِّقَةٍ... أَوْ يَجْمَعُ بَيْنَ التَّطْلِيقَتَيْنِ فِي طُهْرٍ وَاحِدٍ بِكَلِمَةٍ وَاحِدَةٍ أَوْ بِكَلِمَتَيْنِ مُتَفَرِّقَتَيْنِ فَإِذَا فَعَلَ ذَلِكَ وَقَعَ الطَّلَاقُ وَكَانَ عَاصِيًا. الفتاوی الهندية ،ج١ ،ص٣٤٩ ، کتاب الطلاق.  
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته