تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: هغه موټروان چي سپاریان يې مړه سي
 
  January 12, 2016
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۹۳)

نوم: عبدالرحمن

د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )

سوال : زما یو دوست دی هغه وايي چي په اسلام کي د یو مسلمان قتلول په غلطۍ سره څه حکم لري او دی وايي چي ما په ۱۳- ۱۴ کلني کي د لاري د سواریانو موټر چلوي او بدبختانه چي یوه ورځ موټر پر لاري باندي راڅخه چپه سو، نو ټول سواریان ښه ول اویو نفر وفات سو نو د هغه عمر هم ذکر سوی چي په کشرتوب کي موټر چلوي نو اوس باید دغه شخص څه وکړئ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که چیري دغه موټروان موټر په صحیح توګه چلوي مثلاً په غلط لاس نه وي روان او ډېر تیز نه وي چي د کنټرول څخه بهر وي، او یا ئې بلکل  په بې پروايي سره نه چلوي، بریک او د موټر نور شیان صحیح وي نو په داسي صورت کي که چپه سي او څوک پکښي مړ سي په موټروان څه شی نه لازمیږي، او که چیري د دغه پورتنیو شرائطو خیال ونه ساتي نو بیا چي دا موټروان نابالغ( مکلف نه دی) نو د ده په عاقله ( خاندان، قبیله، اهل تناصر) والاؤو باندي د هغه مړی دیت په درې کال کښي لازمیږي او ورکوي به ئې.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  وإن سير الصبي الدابة فأوطأ إنسانا فقتله ، والصبي مستمسك عليها فدية القتيل تكون على عاقلة الصبي ، ولا شيء على عاقلة الذي حمله عليها... الخ. الفتاوي الهندیة: ج۶، ص۳۳، الباب التاسع فی الامر بالجنابة ومسائل الصبیان ومایناسبها،  مکتبه رشیدیه.

(۲): وأما دية القتل العمد الصادر من الصبي أو المجنون، فقال الحنفية والمالكية والحنابلة (الجمهور) (5) : إنها على عاقلته، وعبارتهم فيها: عمد الصبي وخطؤه سواء، بدليل أن مجنوناً صال على رجل بسيف، فضربه، فرفع ذلك إلى علي رضي الله عنه، فجعل ديته على عاقلته، بمحضر من الصحابة رضي الله عنهم، وقال: عمده وخطؤه سواء. الفقه الاسلامي وادلته: ج۶، ص۳۰۹، طبع بیروت.

(۳): ان الرجل الذی قفز امام السیازة بقرب منها بحیث لا یمکن للسیارة فی سیرها المعتاد فی مثل ذلک المکان أن تتوقف بالفرملة، وکان قفزه فجأة لا یتوفع متبقًا لدی سائق متبصر محتاط، فان هلاکه او ضرره فی مثل هذه الصورة لا ینسبُ الی سائق السیارة ولا یقال انه باشر الاتلاف فلا یضمن السائق، و یصیر القافز مسببًا لهلاک نفسه...بحوث فی قضایا فقهیة معاصرة: ج۱، ص۳۱۶، قواعد و مسائل فی حوادث المرور. مکتبة معروفیة. کوئټه.

(۴): فتاوي دارالعلوم زکریا: ج۴، ص۶۰۸. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته