تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په مسکو کي مسجدونه نسته نو موږ به
 
  June 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨٥٢)

نوم: حاسب 

سوال : په مسکو کي مسجدونه نسته او موږ څو نفر په خپل کور کي په جمع لمونځ کوو او دلته د ږیري پریښوولو اجازه هم څوک نه لري خو  د ملا مو ښه قرائت او لمونځ دی مګر ږیره نه لري ایا زموږ لمونځ په ده پسی صحت لري که نه ؟  او  بل موږ ټول ۴ نفره یو نو د جماعت لمونځ باید څنګه په جماعت وکړو د جمعي په رقم  او  که د يوازي په ډول  ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د جماعت لمونځ سنت مؤکد دى، حکم يې د واجب دى هيڅ کله يې مه پريږدئ،  چي د لمانځه وخت داخل سو يو دي په تاسو کي اذان وکړئ، بيا چي کوم يو په تاسي کي قاري وي  هغه دي تر مخه سي  نور دي اقتداء پسي وکړئ، او اقامت دي وکړي، ستا اقتداء په ده پسي صحيح ده، که څه هم د ضرورت په خاطر ږير خريلي دى. 

ستاسي جماعت پوره دى، تاسي به يوازي يوازي لمونځ نه کوئ بلکي جماعت به کوئ.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنْ أَبِى الدَّرْدَاءِ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: مَا مِنْ ثَلاَثَةٍ فِى قَرْيَةٍ وَلاَ بَدْوٍ لاَ تُقَامُ فِيهِمُ الصَّلاَةُ إِلاَّ قَدِ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَعَلَيْكَ بِالْجَمَاعَةِ فَإِنَّمَا يَأْكُلُ الذِّئْبُ الْقَاصِيَةَ. قَالَ زَائِدَةُ قَالَ السَّائِبُ يَعْنِى بِالْجَمَاعَةِ الصَّلاَةَ فِى الْجَمَاعَةِ.رواه ابوداود: ج١، ص٩١، في التشديد في ترک الجماعة.

(۲): ( الْجَمَاعَةُ سُنَّةٌ مُؤَكَّدَةٌ ) أَيْ قَرِيبَةٌ مِنْ الْوَاجِبِ حَتَّى لَوْ تَرَكَهَا أَهْلُ مِصْرٍ لَقُوتِلُوا وَإِذَا تَرَكَ وَاحِدٌ ضُرِبَ وَحُبِسَ وَلَا يُرَخَّصُ لِأَحَدٍ تَرْكُهَا إلَّا لِعُذْرٍ. مجمع الانهر: ج١، ص١٦١.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته